د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري

د ايران د سپاه‌پاسداران انقلاب د قدس ډلې قوماندان جنرال محمد ماراني ويلي دي چې عسکرو يې د افغانستان په خاوره کې عمليات کړي دي او د پاسدارانو يو برمته شوی کس يې ژغورلی دی.

ده ويلي دي چې د حسین حاج ملک په نامه د سپاه پاسداران د یوه قراردادي شرکت انجنير د ډسمبر په څوارلسمه په ايران کې تښتول شوی او دوې ورځې وروسته يې موټر په نيمروز کې په سوځېدلي حالت کې موندل شوی دی او بيا دوی عمليات کړي دي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت غورې ويشتې دي چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې عمليات کړي، دا به وکړي، ها به وکړي، خو ټول پوهېږي چې غوا تکه توره او شيدې يې تکې سپينې دي.

د افغانستان په اصطلاح دفاع وزارت د دفاع کم، د خوب ډېر وزارت دی.

دوی له دغې پېښې هم د جنرال محمد ماراني تر څرګندونو وروسته خبر شول، که نه که هغوی غږ نه وای کړی، کال دا شپې به هم دلته څوک نه وای خبر شوي.

که څه هم دفاع وزارت د سپاه پاسدارانو د قوماندان خبرې بې‌اساسه بولي او ادعا کوي چې هيڅوک د دوی له ډاره افغانستان ته نه‌شي ننوتلای، خو بله خوا يې په وسلو بار طالبانو ته هيڅ خيال نه دی چې د پاکستان له خوا سر و کال په موټر سايکلو سپاره را خوشې وي او څوک تر ګل ترخه هم نه‌شي ورته کولای.

که طالبان هم په خپله مخه پرېږدو، دفاع وزارت به د فراه د والي محمدعارف شاه جهان هغه څرګندونې څنګه بولي چې څه موده وړاندې يې ويلي وو چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې ځینې غړي پشت رود او ګلستان ولسوالیو ته راغلي وو او هلته يې له طالبانو سره کتلي وو.

په دې سربېره، تر دې وړاندې پاکستان هم يو وخت ادعا کړې وه چې الوتکې يې د افغانستان خاورې ته ننوتې دي او هلته يې عمليات کړي دي.

له طالبانو سره د پاکستاني عسکرو راتګ، دلته زموږ پر سرتېريو بريدونه او بېرته تر ډېورنډ ژوندي اوښتل خو عادي خبرې دي.

اوس د دفاع وزارت دا څرګندونې چې د سپاه پاسداران قوماندان درواغ وايي، له مسووليته تېښته ده.

دوی که پر دغه موضوع هر څومره خاورې اړوي، هغومره يې هېواد ته زيات تاوان رسېږي.

سبا به بل لنډه‌غر راروان وي، بله ورځ به د منځنۍ اسيا له هېوادونه خلک راغلي وي، پاکستانيانو ته خو هسې هم افغانستان د خواښې کور ښکاري، خو دفاع وزارت به د خپلې ناکاره وضعې د پټولو له‌پاره پر دغسې پېښو خاورې اړوي او همدا به وايي چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاورې ته کاږه وګوري.

موږ و تاسې اوس ښه سره پېژنو، مهمه دا هم نه ده چې هسې تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړو.

د ستونزو حل په دې کې نه دی چې خاورې ورباندې واړول شي. ستونزې لکه زخمونه داسې دي، که دې يو پر بل برسېره پټۍ ورباندې اړولې او پټولې دي، بله ورځ خوړينېږي او په ناسور بدلېږي.

له ستونزې سره به ځان ښکېلوې او چاره به يې کوې.

دفاع وزارت بايد دغه موضوع اوس سمه پسې وشاربي او بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران سفير احضار کړي.

افغانستان خو څه علاقه غير نه دی چې هر برېتور پکې بدماشۍ کوي او نه د مړه کروندګر ځمکه ده چې هر څوک پکې خپلې مېږې وپيايي.

که دغه موضوع همداسې پرېښودل کېږي، نه يوازې دا چې د ګاونډيانو سترګې به سرې شي، په کور دننه هم بدې پايلې لري.

د خلکو پر خپلو سرتېريو باور کمېږي، پر حکومت يې باور کمزوری کېږي، د خلکو مورال ټيټېږي او له دې سره د نظام ستنې سستېږي.

ايرانيان راغلي، تېری کړی او اوس بايد د ولې ځواب ووايي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *