شپږ کاله وړاندې چې پر وطن د حامد کرزي واک چلېده، د بغلان د خلکو له‌پاره سل بستريز روغتون منظور او د جوړولو چارې يې د دوه سوه او پنځه اتيا ميليونه افغانيو په بدل کې يوه شرکت ته وسپارل شوې.

د روغتون د تهداب تيږه، د بغلان مرکز، پلخمري ته څېرمه په حسين خېلو کې د ولايتي پوهنتون په خوا کې کېښودل شوه او د جوړولو چارې يې دېرش سلنه بشپړې شوې وې چې په پارلمان کې د بغلان د وکيلانو سترګه ورواوښته او بيا د يوې شومې دسيسې پلان جوړ شو.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په ولسي او مشرانو جرګو کې د بغلان وکيلانو حبيب الله رامين، عاشق الله وفا، عظيم محسني، ډاکټر فيصل سميع او ځينې نورو او په ولايت کې شته مافيا ناامنۍ پلمه کړې او د روغتون د جوړولو چارې يې ودرولې.

د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس، د بغلان زورورو او ښکرورو په پلخمري کې ځمکې غصب کړې، هلته يې ورباندې دنګې ماڼې جوړې کړې او اوس غواړي هلته د روغتون په ورلېږدولو سره د خپلو چور شويو ځمکو مارکېټونو او کورونو ته بازار تود کړي.

په دې سربېره، دغه کسان غواړي په پلخمري کې دغسې ټول ګټي بنسټونه سره راغونډي کړي او په دې توګه په راتلونکي کې مرکزي بغلان ته،  له پلخمري څخه د بغلان د مرکز د لېږدېدو مخه ونيسي.

د حسين خېلو قومي مخور ارباب عمران خان احمدزي له سرخط سره په خبرو کې وويل چې مخکېني ولسمشر ته دوی زارۍ وکړې او روغتون يې ورباندې منظور کړ، خو اوس وکيلانو او هلته شته زورورو له والي سره لار يوه کړې او د دوی له سيمې نيم جوړ شوی روغتون بېرته وړي.

دی وايي، په پلخمري کې دوه دولتي او يوولس شخصي روغتونونه شته، خو زورور له دوی څخه همدا يوازېنی روغتون هم اخلي.

د دغې سيمې يو بل مشر ارباب شمس الحق وايي، د روغتون اصله ساحه د پلخمري په پنځه کيلو مټرۍ کې ده، خو زورور يې نه شي زغملای.

دی وايي، که روغتون پر همدې خپل ځای جوړ شي، د مرکزي بغلان، ډنډ شهاب الدين، خلازي، حسين خېلو، بغلان صنعتي، نهرين او دهنه غوري خلک ترې ګټه اخيستلای شي او کولای شي په اسانۍ خپل ناروغان دغه روغتون ته ولېږدوي.

په دې سربېره، د څو نورو ولسواليو او ولايتونو لارې هم پر همدې سيمه ورسپرې دي او د هماغو ولايتونو خلک هم ورڅخه ګټه اخيستلای شي.  

د سيمې مدني فعال فريد احمد رنجبر له سرخط سره د خبرو پر مهال وويل، هغه سيمه چې روغتون ته وار له مخه ټاکل شوې وه، د ولايتي پوهنتون په خوا کې وه او د طب پوهنځي محصلينو هم ورڅخه ګټه اخيستلای شوای.

دی وايي، په دې سربېره، په حسين خېلو کې روغتون ته سل جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده، خو په خبره يې، د سيمې مافيا او وکيلانو چې په پلخمري کې کومه ځمکه ورته په پام کې نيولې، هغه يوازې دوه نيم، يا درې جريبه ده او بده لا دا ده چې هغه د ښاروالۍ زرغونه سيمه ده.

په دې توګه هم زرغونه سيمه له منځه ځي او هم روغتون په پنځه جريبه ځمکه کې نه ځايېږي.

د رنجبر په خبره، په دې توګه د حکومت هغه پلان ته هم شديده ضربه رسېږي چې وايي، سيمې بايد متوازن انکشاف وکړي.

وروستي مالومات دا دي چې مافيا او وکيلان توانېدلي دي چې د بغلان د اوسني والي عبدالحی نعمتي فکر بدل کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، ولايتي ادارې له مافيا او وکيلانو سره منلې ده چې د روغتون پر دېرش سلنه بشپړو شويو چارو به تله تېروي او د دوی د خوشحالولو په خاطر به روغتون د پلخمري منځ ته لېږدوي چې په دې توګه به سلګونه زره خلک روغتيايي اسانتياوو ته د لاسرسي په برخه کې له يو عالم ستونزو سره مخ شي.

خو د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب دا نه مني چې ګواکې روغتون دې د ځينو کړيو او سړيو د فرمايش په اساس انتقالېږي.

دی وايي، څو ځله د عامې روغتيا وزارت پلاوي سيمې ته تللي او ورته ويلي يې دي چې دغه ځای د روغتون نه دی.

د ډاکټر محب په خبره، هلته اوبه کمې دي، د سېلابونو د راوتلو امکان دی او ورڅېرمه سيمې يې خلکو نيولې دي.

خو د بغلان مرستيال والي عبدالقيوم نيازی بيا وايي، که څه هم ولايتي ادارې پرېکړه کړې چې روغتون ولېږدول شي، خو وايي، دا روغتون په پلخمري کې، پر هغه ځمکه چې ورته ځانګړې شوې، نه ځايېږي.

دی وايي، په حسين خېلو کې سل جريبه ځمکه ورکول شوې، خو په پلخمري کې په دوه نيم جريبه جوړېږي.

“په حسين خېلو کې حوزه ورڅېرمه ده، پوهنتون، د نجونو ښوونځی او نور ورسره په خوا کې دي، ځمکه يې پراخه ده، خو په ښار کې د سلو جريبو روغتون څنګه پر دوه نيم جريبه جوړ کړي. په ښار کې لارې بندې دي، چاپېريال يې تنګ دی، سل بستريز روغتون لږ تر لږه سل پايوزان، پنځوس ډاکټران، سل ناروغان او امبولانسونه غواړي، دا په دومره تنګ ځای کې امکان نه لري.”

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *