شاوخوا دوې اوونۍ کېږي چې د امير حفيظ الله خان په مشرۍ يوې پخوانۍ جهادي ډلې د هلمند د مرستيال والي او استناف څارنوال پر ضد احتجاج  کړی او د سړک پر سر په خېمو کې شپې سبا کوي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې لانجه د ځمکې پر سر را پورته شوې، خو اوس له هلمنده، تر کندهار، روزګان او کابله پورې پخواني توپکيان، سياسيون، زورور او پخواني حکومتي مقامات دغې کشالې ته هوا پسې ورکوي او د هلمندي ولس پر تاوده تناره يو ګوله حرامه ډوډۍ پخوي.

د سرخط موندنې ښيي چې اصل جنجال اته مياشتې وړاندې هغه مهال جوړ شو چې په لښګرکاه کې د کريکټ د لوبغالي له‌پاره يوه غصب شوې دولتي سيمه د مناسب ځای په توګه وټاکل شوه، خو ورباندې مېشتو خلکو مخالفت وکړ.

کيسه داسې ده چې اته مياشتې وړاندې د هملند د والي په غوښتنه د کريکټ ملي لوبغاړي هلمند ته غوښتل کېږي چې هلته د جګړه‌ځپلې ولس مورال لوړ کړي.

هغه مهال زرګونه هلمنديان د لوبغاړو ليدو او سيل ته راوتلي وو او د هلمند له ولايتي ادارې يې وغوښتل چې په هلمند کې بايد يو خوندور، معياري او پرمختللی لوبغالی جوړ کړي.

لوبغاړيو هم د هلمنديانو پر دغه خبره امين ووايه او والي يوه ګډ کمېسيون ته دنده وسپارله چې په لښکرګاه کې د لوبغالي له‌پاره مناسب ځای پيدا کړي.

کمېسيون د لښکرګاه په لوېديز کې د کارېز پنځه سوه جريبه غصب شوې ځمکه خوښوي چې يوه برخه به يې د کريکټ لوبغالي، يوه يې د لمريزې برېښنا سيسټم او پاتې برخه به يې د اوسېدو يوې مېنې ته ځانګړې کېده، خو ورباندې مېشتو خلکو مخالفت وکړ.

وروسته چې قضيه محکمې ته ځي او د اسنادو غوښتنه کېږي، هيڅوک د غصب شوې ځمکې سند نه لري او بيا ستره محکمه قاطع حکم صادروي چې ځمکه دولتي ده او بايد دولت ته وسپارل شي، خو د هلمند د عدليې رييس حاجي طيب څو مياشتې دغه حکم پټ ساتي.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د عدليې رييس خپله په دغه غصب شوې سيمه کې يو کور لري او له همدې امله يې د سترې محکمې پر حکم تله تېره کړې وه.

د عدليې د رييس په دسيسه د ځمکې غاصب کسان بيا کابل ته لېږل کېږي او کريکټ بورډ هم پرله‌پسې فشار زياتوي چې که ځمکه ورته په نښه نه‌شي، ځانګړې شوې بوديجه بل ولايت ته ورکوي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، درې مياشتې نور هم دغو خلکو ته د اسنادو راوړلو وخت ورکول کېږي، خو چې بيا هم څوک د ځمکې قباله نه لري، د هلمند مرستيال والي سردار محمد همدرد، د ښاروالۍ، ‎عدليې رياست، امنيه قوماندانۍ او نورو ادارو اړوند چارواکي سيمې ته ځي، د لوبغالي پروژه پرانېزي او موضوع په لانجه اوړي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د هلمند د ولايتي شورا غړی عطا الله افغان، او د عدليې رييس حاجي طيب يوه بله دسيسه جوړوي او له ولایتي ادارې غواړي چې د سيمې له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي، خو خپله په دې ناسته کې يو هم ګډون نه کوي.

په ناسته کې د خلکو استازی امير حفيظ الله ښکنځلې کوي، د اساسي قانون سپکاوي کوي، نظام، سرتېري او ولسمشر هم په سپکو ټکيو يادوي چې بيا يې په همدې جرم توقيف خانې ته لېږي او پلويان يې احتجاج پيلوي.

دغه احتجاج تر اوسه روان دی او بده دا چې اوس له هلمنده نيولې، تر کندهار او کابله پورې پخواني توپکيان، پخواني حکومتي مقامات او زورور په دغو خړو شويو اوبو کې د کبانو نيولو ته راټول شوي.

په لښکرګاه کې د دې احتجاج مخکښان امير حفيظ الله خان، رحمت الله اکا، اسدالله، او کرم خان دي او د پردې شا ته بيا جنرال رازق، حميدزی لالی، عبيدالله بارکزی، د هلمند د ملي امنيت پخواني‎ مشران احمدالله نازک، جنرال مومن او د کرزي  د ډلې ملا شېر محمد اخند او ځينې نور کسان دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، حامد کرزي د ملا شېر محمد اخند کورنۍ ته دنده سپارلې چې په هلمند کې د لويې جرګې له‌پاره ناستې پاستې وکړي، د حکومت پر ضد د خلکو احساسات وپاروي او دا وښيي چې د هلمند خلک لويه جرګه غواړي.

په هلمند کې د اجتجاج رهبري مخامخ د عدليې رييس حاجي طبيب او د ولسي جرګې په تړاو د پيل شويو اقداماتو مشر د ملا شېر محمد اخند ورور امير محمد اخندزاده کوي.

طيب ځکه د اجتجاج د دوام هڅه کوي چې يو طرف ته يې د قوم‌پالنې پر بنسټ د امير حفيظ الله خان ملاتړ کړی او بل طرف ته يې د خپلې څوکۍ له وېرې دې کار ته لاس اچولی دی، ځکه پنځلس کاله يې پر دې څوکۍ پښه اړولې او اوس يې د ګوښه کېدو خبرې کېدې.

د کرزي ډله د احتجاج په اوږدولو غواړي د هلمند اوسنۍ ولايتي اداره کمزورې کړي، خپل پخواني کسان بيا صحنې ته داخل کړي او د لويې جرګې په برخه کې د حکومت پر ضد، هلمند د قوي سنګر په توګه وکاروي.

د کرزي د ډلې له خوا حميدزي لالي او عبدالباري بارکزي ته دغه ماموريت سپارل شوی.

د کندهار زورور بيا غواړي په دې توګه د هلمند اداره وځپي، خپل واک ورباندې زيات کړي او يو کس د عطا غوندې د جنوب امپراتور کړي.

د هلمند د ملي امنيت پخواني رييسان جنرال مومن او احمدالله نازک چې په هلمند کې په ستره کچه له قاچاقبرو او مافيايي کړيو سره لاس لري، دې ته ناست دي چې ګډوډي جوړه شي او له دوی څخه له دوی يوه نه، يوه ته بېرته د هلمند د ملي امنيت رياست ورسېږي.

دوی لا اوس هم له کندهاره تر هلمنده، له بندي تېموره تر باغران، له موسی قلعه تر بهرامچې او نورو قاچاقي ساحو پورې د قاچاق له موټرو د پيسو تر لاسه کولو خوبونه ويني.

د احتجاج څو هلمند مېشتي مشران بيا غواړي د همدرد او څارنوالۍ د رييس په ګوښه کولو ميدان خالي کړي او په را روانو پارلماني ټاکنو کې ځان ته لاره خلاصه کړي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې ارګ د ګل اغا شېرزي په مشري يو درې کسيز پلاوی هلمند ته لېږلی چې جنجال حل کړي، خو د هلمند ډېری مدني فعالان په دې باور دي چې ګل اغا به هم پر تاوده تناره د يوې چمبکښې پخولو هڅه وکړي.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “سرخط؛ باندېني لاسونه د هلمند احتجاج ختمېدو ته نه پرېږدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *