د پنجشنبې په ورځ په بروکس کې د ناټو د نهه ويشتو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو پرېکړه وکړه چې ناټو به افغانستان ته درې زره تنه نور جنګيالي لېږي چې له ترهګرو جګړه وګټي.
تر دې وړاندې د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ټټبر ډبولی و چې څلور زره امريکايي سرتېري به افغانستان ته لېږي.
په دې توګه د اوه زره بهرنيو سرتېريو په زياتېدو، په افغانستان کې د بهرنيو سرتېريو شمېر شپاړس زره تنو ته رسېږي.
که څه هم دغه سرتېري د جګړې ډګر ته نه ځي او يوازې به افغانستان سرتېري روزي، خو پر جګړه او نااميو د پام وړ اغېز کوي.
تر ټولو جدي اندېښنه دا ده چې د بهرنيو سرتېريو په زياتېدو په افغانستان کې جګړه نوره هم تودېږي.
دغه کسان روباټان او ماشينان نه دي چې را مو وړل په يوه کونج کې مو ودرول، خلاص. دا انسانان دي، ګرځي به، له يوه ځايه به بل ته ځي، ځانمرګي بريدونه به ورباندې کېږي، طالب جګړهمار قوماندانان به خپلو بړېڅو ته د دوی دومره زيات شتون د هېواد په لا کلک اشغال تعبيروي او هغوی به جګړې ته نور زور هم ورکوي.
بهرنی خو په مرمۍ او بم ضد موټر کې سپور وي، نه يې د توپک مرمۍ خوري، نه يې ځانمرګی موټر بم ويجاړولای شي، خو چې د ښار په منځ کې ورباندې بريد وشي، اندام اندام پکې د افغانې مور اولادونه وي.
که د افغانستان جګړه د بهرنيو سرتېريو په زياتېدو ګټل کېدای، خو هغه دی په لومړيو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېريو شمېر د يو نيم لکو په شا و خوا کې و، څه يې وکړل؟
هغه مهال هم جګړه همداسې توده روانه وه، همداسې بريدونه ورباندې کېدل، همداسې مو ولايتونه او ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ وې، اوس هم حالت هماغه ډول دی.
وروسته چې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېريو شمېر کم شو، که څه هم ناامنۍ پر خپل حال پاتې وې، د افغانستان په جګړه کې د بهرنيانو د مرګ ژوبلې ګراف ښه راټيټ شو. په ښارونو کې د پخوا په څېر بهرني سرتېري نه ګرځېدل چې ځانمرګي ورباندې وشي.
موږ نه وايوو چې افغانستان ته د تازه دمو بهرنيو سرتېرو راتګ بېخي فايدې دی، موږ وايو ګټه يې کمه ده.
د دفاع وزارت د ناټو دغه پرېکړه ستايي او په افغانستان کې د بهرنيو سرتېريو د شمېر زياتوالی يوه اړتيا بولي، خو جانبي عوارضو ته فکر نه کوي.
موږ قوي سرتېري لرو، په لوړ مورال جنګېږي، په وار وار يې ثابته کړې ده چې پر هر ميدان يې د دوښمن ورمېږ تاو کړی او خوله په خاورو ور لړلې ده، خو لاس يې تش دی.
زموږ سرتېري زړور دي، خو په ګېډه نه دي ماړه. اتلان دي، خو په يو غړپ اوبو پسې حيران دي. پر وطن سرونه ږدي، خو د چانټې مرمۍ يې پر دوښمن پلورل کېږي او بيا بېرته په هماغې خپلې مرمۍ شهيد دی.
درېشي يې اغوستې، خو د ده په لاس کې تر شته توپک، دوښمن قوي وسله په لاس کې نيولې ده.
د ملي دفاع وزارت د دې پر ځای چې د بهرنيو سرتېريو ډېرېدو ته څڼې وغورځوي، له ناټو څخه دې وغواړي چې د افغان سرتېريو تجهيز ته کار ووايي.
موږ باور لرو چې که مو سرتېريو ته سمې وسلې ورکړل شي، خاين قوماندانان يې محاکمه شي او فساد له بېخه وايستل شي، د سيمې په کچه به يو جانانه، ځوانمرد او قوي پوځ ولرو.
په دې سربېره دې حکومت د ټرمپ هغه وينا ته چکچکې نه کوي چې وايي، عسکر زياتوم، پوه دې يې کړي چې پر افغانستان د فشار زياتوالی او تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د طالبانو پټنځايونه په نښه کول، د سرتېريو تر رالېږلو ډېر ګټور تمامېږي.
سرخط ورځپاڼه