نن مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بي‌کفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.

سرچينې وايي، ولسمشر تر سبا ورځې پورې د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رييس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندې به يې ګوښه کړي.

په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې تر سبا پورې له خپلو دندو لاس په سر شي.

سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډله‌ييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.

 تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځای‌ناستو په اړه لا مالومات نه دي تر لاسه شوي.

3 thoughts on “سرخط؛ تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي”
  1. که دا کار رښتیا وي نو دا به د اشرف غني د ټولو نه لویه او تاریخي لاس ته راوړنه او په اوسني ناامنه حالت کې د افغانانو لپاره ستر خدمت وي.

  2. سلامونه،
    ښاغلي ولسمشر ډیر ښه وکړل. اصلاََ خو باید له اوله ېې د دوی څه چې ، د خپلو معاونینو او اجړاییه ګانو کړه وړه هم هرو ۶ میاستو کې چک کړې وای ؛حتی د خپل ارګ چاپلوسانو هم…(اومسلکي مستحقان ېې ګومارلي وای!)
    ښاغلی اتمر خو ، قرار د اوریدلو راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندیدوي او هغه خو یو مشاور و ،؛دا نور اجړاییه والا او هاغه د شیطاني مثلث ستون پنجم تر ټولو مضر دي !!!.
    نپوهیږو چې ښاغلی حمداله محب به د حنیف اتمر ساب په نیمايي تجربه ولري ؟ .سفارت کول آسانه دي ،مګر د افغانستان امنیت ته مشوره ورکول لکه بلا تشبیه د پُل ِ صلات په سر تیریدل دي چې لاندې ېې جهیم او سکر او سعیر …. وي.
    الله دې د ولس مل شي. او دشهدآو ارواهې دې ښادې وي. آمیین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *