پر ولسمشر غني د پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه لویه نیوکه دا وه چې په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې ډېری جنرالان او منصبدار وار له مخه جبري تقاعد ته رسېدلي، خو بیا هم پر خپلو چوکیو سريښ دي، په داسې حال کې چې دغه منصبدار له ننۍ ټکنالوژي سره نابلده دي، د نویو ننګونو او اړتیاوو له مخې یې د دندو دوام د ځوانو او تعلیمیافته کادرونو د را منځ ته کېدا او غوړېدا په مخه کې ستر خنډ پېژندل کېده.
ان چې په یو شمېر عمر خوړلیو جنرالانو او منصبدارو پسې ټوکې، مسخرې تړل شوې وې چې په مټینګونو کې یې هم سترګې نهشي غړېدای، له ځایه له تکیې پرته نهشي پاڅېدای، تر دې چې دغه جنرالان یې د کمونسټي رژیمونو پاتې شوني او په سیاسي لیکو او تنظیمي او قومي کرښو وېشلي او پاشلي پېژندل.
دوی په دې هم پړه بلل کېدل چې دغو جنرالانو د ډاکټر نجیب الله رژیم و نهشوای ساتلای، بل به څه وژغورلای شي. له دننه هم له هغه رژیم او اعلی سر قوماندان سره د خیانت تور د دوی غاړې ته لوېدلی له همدې ځایه مجاهدینو ته د کابل د تسلیمي د سند لاسیلک د جنرالانو او منصبدارو د دغه نسل تاریخي محکومیت پېژندل شوی دی.
تاسې به لیدلي اورېدلي وي چې کله به په کومه سیمه کې طالبانو پرمختګ وکړ، په ټاک شوګانو کې به همدا خبره را پورته شوه چې پوځي، امنیتي ادارې پراخو ریفورمونو ته اړې دي، هغه منصبدار او چارواکي چې د قانوني دندې موده یې پای ته رسېدلې باید تقاعد شي چې ځوان کادر د خپلو استعدادونو او اړتیاوو پر مټ د موثرو او جدي چارو او فعالیتونو د تر سره کولو مخه وموندلای شي.
خو کله چې ولسمشر په دفاعي امنیتي ارګانونو کې د تقاعد قانون د پلي کولو پرېکړه وکړه، له هرې خوا د نیوکو غوغا راپورته کړای شوه، دغه نیوکې ډېرې د هماغو کړیو او کسانو له خوا را پورته شوې چې تر دې له مخه یې له حکومته د عمر خوړلیو منصبدارو تقاعد غوښت.
دوی د جګړې پر مهال د تقاعد قانون پلي کول د سرتېريو د مورال کمزورتیا او له مجربو منصبدارو د پوځ د بېبرخې کولو هڅه وبلله.
افغانستان نږدې څلوېښت کاله په جګړه کې دی، پوښتنه دا ده چې د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې ګنې هغه منصبدار چې عمر یې تقاعد ته رسېدلی و، یو پر بل پسې نه دي تقاعد شوي؟
تقاعد داسې یوه پروسه او اداري پروسیجر دی چې جنګ او سوله یې مخه نهشي نیولای. په حقیقت کې د سولې په پرتله په جنګ کې په دفاعي امنیتي ارګانونو کې د دغسې ریفورمونو او قانونن پلي کولو اړتیا جدي ګڼل کېږي.
پوځ له همدې لارې په خپلو لیکو کې د نوې وینې، ځوانو جذبو او پر نوې ټيکنالوژي سمبال کادرونو پر مټ د جدي رهبرۍ را منځ ته کولو او شته ستونزو او کمزوریو د له منځه وړلو مخه مومي.
له بده بخته په افغانستان کې انتقاد د موډ او فیشن په توګه غځېدلی، له همدې ځایه انتقاد د انتقاد لهپاره داسې منفي ذهنیت را منځ ته کړی چې د سالم انتقاد پر ځای یې بېځایه نیوکې د فشار لهپاره وسله ګرځولې.
تقاعد په ټوله نړۍ کې د ماموریت یو ټولمنلی اصل دی. په ډېری هېوادو کې شپېته کلني د جبري تقاعد عمر پېژندل شوی. په پوځي او امنیتي لیکو کې دغه اصل له ملکي هغو زیات پاموړ بلل کېږي چې په دغو ادارو کې فزیکي وړتیا او عمر له ملکي هغو ټاکونکی دی، ځکه خو د جنرالانو او پوځي منصبدارو ایکسټنشن ته چېرې هم په ښه سترګه نه دي کتل شوي.
خو دفاعي او امنیتي لیکو ته دغسې افراد کله هم مخه نهشي موندلای.
فزیکي وړتیا د دفاعي او امنیتي ادارو د کارکوونکيو لهپاره پر دندو د لګېدو او دوام حتمي شرط پېژندل شوی، ځکه خو هيڅ ډول عذر، مصلحت، زور او فشار ښايي د مامورانو او پوځي منصبدارو د ترفيع او تقاعد قانون د پلي کېدو مخه ډب نه کړای شي.
سرخط ورځپاڼه