سرخط په خپله تېره ګڼه کې د هغو ځوانانو د نومونو لېسټ خپور کړی و چې په تېره څه موده کې يوازې په غزني ښار کې ترور شوي دي.
د دغو ځوانانو نهه نوي سلنه پښتانه دي چې له ولسواليو د طالب له ظلمه راتښتېدلي او په ښار کې ورباندې بېرحمه خونکار زړه سوړ کړی دی.
غم دا دی چې اوس د غزني ښار تر ولسواليو ډېر ناامنه دی. د ښار په منځ کې د طالبانو بيرغ ولاړ دی، د والي د دفتر په بغل کې پر خلکو د تمانچو ډزې کېږي، په ښار کې دننه له دوکاندارانو طالبان باج اخلي، د ښار مکتبونه د طالبانو په امر تړل کېږي او پرانيستل کېږي، د ښار د ښوونکي په معاشونو کې د طالبانو برخه مالومه ده، په ښار کې دننه له سيمهييزو راډيوګانو څخه طالبان باج ټولوي او د ښار هرې کوڅې ته لږ تر لږه درې تنه هدفي وژونکي ټاکل شوي دي.
تر دې لا لوی غم دا دی چې هيڅ هدفي وژونکی نه نيول کېږي. څو واره داسې شوي دي چې هدفي خونکاران نيول شوي، خو تر قوماندانۍ لا نه وي رسېدلي چې له شا بيا د کوم جهادي توپکي يا د پارلمان د وکيل زنګونه قوماندان ته ور روان وي او سړی په نيمه لار کې بېرته خوشې کړي.
داسې هم شوي دي چې پر پوليس باندې په درېشي کې بريد شوی دی، پوليس ټپي شوی او په ځوابي ډزو کې يې خونکار وژلی، خو بدمرغي وګوره، هماغه پوليس د ستايلو پر ځای زندان ته لېږل کېږي او بيا د دوه نيم سوه زره افغانيو جريمې په بدل کې راخوشې کېږي.
په دې ګناه چې ولې يې د خپل سر پر قاتل چې وار هم هغه ورباندې ړومبی کړی و، وار کړی او هغه يې وژلی دی.
د خدای پار دی، پر پوليس چې بريد شوی وای، خپل ټپ ته يې لاس نيولی وای او دوښمن ته يې زارۍ کولای چې مه کوه بل ډز و نه کړې، يا يې ورته ويلي وای چې مړ نهشوم، يو بل ډز هم راباندې وکړه.
د ښار زورور هر يو د طالبانو ګله لري چې چا ته يې هم اعصاب خراب شي، په هماغه لحظه اخطار ورکوي او دويمه خبره يې د بېغږه تمانچې ډز دی چې په دا سر يې وولي.
هيڅوک پوښتنه نه کوي، ښار شهر ناپرسان دی چې چا پکې څوک ووژل، هغه يې وژلی، له شا د پوښتنې هيڅوک نهشته.
دا څه موده وړاندې يوه طالب ته چا ويلي وو چې هلکه ټولې ولسوالۍ مو سقوط کړې دي، دا ښار ته ولې ګورئ، خو يوه لښکرکشي ورباندې وکړئ، کار يې خلاص کړئ.
طالب صاحب ورته ويلي وو چې ښار خو هسې هم زموږ په ولکه کې دی چې څه مو زړه غواړي هغه پکې کوو، سړي وژنو، باج ټولوو، ماموران زموږ په امر او فرمايش ټاکل کېږي او له دندو شړل کېږي؛ نو څه حاجت چې لښکرکشي کوو او ښار نيسو. ښار مو “فتح” کړی دی.
رښتيا هم ښار د طالبانو په لاس کې دی. دولت درواغ وايي چې غزنی د دوی په واک کې دی.
دا حالت پر همدې ځای نه پاتېږي. غزنی د کابل ـ کندهار پر لويه لاره پروت ولایت دی. طالب چې هر وخت وغواړي د نيم افغانستان لاره تړي.
کابل ته څېرمه دی، که طالب لږ سپينسترګي وکړي، د وردګو نيول ورته هيڅ ستونزه نه ده او طالب په هماغه ورځ د کابل په دروازه کې ناست دی.
حکومت که د هغو لسګونو ځوانانو په کيسه کې نه دی چې په تېره څه موده کې يو يو په شهادت رسول شوي دي، لږ خو دې د خپل حيثيت خيال وساتي. يا دې سم اعلان وکړي چې غزنی يې طالبانو ته په اجاره ورکړی چې هغوی ورڅخه کشتارګاه جوړه کړي، يا دې مېړانه وکړي او د ولس له مرۍ دې هلته د طالب تېره چاړه پورته کړي.
سرخط ورځپاڼه