د اجراييه رياست دويم مرستيال ايران ته تللی، هلته يې له خولې لاس اخيستي او څه چې په خوله ورغلي دي، له مخې يې سره يې ويلي.

ښاغلي محقق په تهران کې د محبان اهل بيت په يوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال د ايران سپاه پاسدرانو د يوه قوماندان سردار قاسم سليماني او هغو افغان ځوانانو ستاينه وکړه چې د ايران د ګټو له‌پاره په سوريه کې د داعش پر ضد جنګېږي.

دلته بيا پرون ډاکټر عبدالله د خپل مرستيال د بې‌ځايه څرګندونو په غبرګون کې وويل چې افغانان له جګړې ستړي دي او حکومت يې په هيڅ ځای کې، هيڅ افغان په جګړه کې ښکېل نه غواړي.

د حکومت په يوه دومره مهم ارګان کې د دوو دومره لوړپوړيو او يو بل ته دومره نږدې چارواکيو تر منځ د نظر او دريځ په دومره لوی اختلاف به نړۍ افغان حکومت ته په کومه سترګه ګوري؟

نړۍ د چا خولې ته وګوري؟ د ډاکټر عبدالله ومني، که د محقق ګل افشانيانې د افغان حکومت د رسمي دريځ په توګه واوري؟

د هېواد جمهور رييس چې پر هر سټېج ودرېږي، چيغې بغارې يې جوړې کړې وي او په افغانستان کې د ښځو ځورول په تر ټولو کلکو ټکيو غندي، خو لومړی مرستيال يې په سپين‌ږيري ور ولاړ شوی وي.

حکومت يوه ورځ د پاکستان پر ضد ستغې سپورې وايي، په ډاګه چيغې وهي چې پاکستان يې دښمن دی او نااعلان شوې جګړه ورسره کوي، خو فاروق وردګ يې د ملا فضل الرحمان د ورغويو پر ښکلولو د شونډو پوستکي اړولي دي.

حکومت يوه ورځ ټينګ تصميم نيولی وي چې ملګرو ملتونو ته له ايرانه شکايت وکړي چې ايرانيان افغان مزدوران د کرايي قاتلانو غوندې د څو تومنو په بدل کې سوريې او عراق ته لېږي او هلته يې جنګوي، بله ورځ يې محقق د روحاني په پښو کې سر ايښی وي، پر ايران افرين وايي چې د ده د هېواد وګړي په کرايه نيسي او په درېيم او څلورم هېواد کې يې جنګوي.

ارګ د لويې جرګې د رابللو کلک مخالفت کوي او په ډاګه وايي چې وخت يې نه دی، خو د ولسمشر مشاوران جګ برېتونه د اپوزيسيون په غونډو کې ناست وي او د لويې جرګې رابللو چيغې وهي.

ارګ د پارلمان د وکيلانو په شخړو کې ځان بې‌طرفه بولي، خو د ولسمشر مشاور په دا بله شپه ټيکري ته ورته څادر په سر، د پارلمان د ټلوېزيون په دهلېزو ګرځي او ارشيف لوټي.

دې حکومت ته له خپلو موچڼو ماران راوتلي، د دې حکومت خپل کچکول له خاورو ډک دی، د دې حکومت غل له کوره دی.

حکومت ته هغه د کونډې د څارويو ورشوې ده چې يو وځي نه، بل ننوځي نه.

دوه چارواکي يې پر يوه لاره نه دي روان. لکه په زور چې دې راټول کړي او پر دغو څوکيو دې کښېنولي وي، په يوه دفتر کې يې پر يو بل سترګې سرې وي، يوه بله ته يې وينې رااېشي، د يوه بل له پښو داسې خاورې باسي، لکه د سر د دښمن د ځپلو چانس چې په لاس ورغلی وي.

هر سړی چې له هرې سوړې حکومت ته ننوتی، د هماغې سوړې غم ورسره دی، د خپل هغه بادار ګټې يې په پام کې نيولې چې دی يې پر څوکۍ کښېنولی، تر هغه وروسته د خپلو ګټو غم اخيستی او بده دا ده چې له څېلمې يې خپلې ګټې د وطن په ويجاړي او خرابي کې ويني.

لويه بدمرغي بيا دا ده چې دغسې ډېری چارواکيو ته د خپل وطن تر پاچاهي، وزارت، رياست او د عزت تر ژوند د خپل پردي او بهرني سيال غلامي په کراتو کراتو ارزښتمنه ښکاري.

حکومت بايد په خپلو کې د نظر او دريځ اختلاف که له منځه نه‌شي وړای، را کم خو يې بايد کړي. دوی خو دې لومړی يو بل قانع کړي او خبره دې يوه کړي. بيا به هم بهرنيو ته ډاډ ورکولای شي، هم به يې د کورنيو مخالفانو پر وړاندې دريځ يو وي.

خو که حکومت لکه سل‌سری مار، همداسې پر سلو لارو روان وي، سل ځايه به يې ککرۍ تر ډبره لاندې وي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *