داعشي اورپکيو د سرپل له ميرزاولنګ څخه تر پنځهدېرشو زياتې ځوانې نجونې او تازه ناويانې له ځان سره وړې، د درزاب، قزلغوش او سردره سيمو ته يې بېولې او اوس يې هلته د جنسي غلامانو په توګه له ځان سره ساتي.
دوی وړمه ورځ پر ميرزاولنګ هجوم وروړی او بيا يې دغه وحشت کړی دی.
د تر لاسه شويو راپورونو په اساس، دغه ترهګر چې نجونې يې تښتولې عرب، چيچن، اوزبک، قرغېز او پاکستانيان دي او په هغو نجونو کې چې دوی يې له ځان سره د جنسي تندې سړولو په پار ساتي، له ننګرهاره تښتول شوې نجونې هم شاملې دي.
هلته بيا داعشيانو د ننګرهار په هسکه مېنه کې د خلکو کورونو ته اور ورکړی او هممهاله ورسره داعش د اعماق وېب پاڼې له لارې په ميرزاولنګ کې د لس ورځې پخوا شوي وحشت مسووليت منلی دی او ويلي يې دي چې د دوی جګړهمارو په ميرزاولنګ کې څلور پنځوس کليوال په دې پلمه چې شيعه مسلمانان دي، وژلي دي.
وژنې طالب او نور ترهګر هم کوي، خو دغسې وحشت نه کوي لکه داعش چې يې کوي.
بده لا دا ده چې په عامو افغانانو کې حکومت په دې تورن دی چې ګواکې په افغانستان کې داعش د همدې حکومت د سر سړيو جوړ کړ او اوس هم ورسره لاس لري.
په عامو خلکو کې دا اوازې ورځ تر بلې پراخېږي چې اوس هم داعشيان له يوې سيمې بلې ته په الوتکو کې وړل کېږي او د وسلو په وررسولو کې ورسره د حکومت ځينې مشران ښه اخلاص کوي.
شمال ته د جګړې پراخېدل، هلته د نابلده وسلهوالو ناڅاپي راښکاره کېدل، پرمختللې وسلې درلودل او په پراخ لاس لړزوونکي وحشتونه کول، پر حکومت د خلکو باور نور هم خاموي.
موږ په دې خبرې نه کوو چې رښتيا هم دغه اوازې حقيقت لري که نه، خو دا په پوره باور وايو چې په ځينو برخو کې د حکومت چوپتيا، لټي او پر وخت اقدام نه کول، د حکومت د مشرانو په اړه د خلکو شکونه ورځ تر بلې باوروي.
لس يوولس ورځې وړاندې په ميرزاولنګ کې بېساری وحشت وشو، هغه کليپونه او انځورونه چې له سيمې ترلاسه شوي دي، د انسان زړه ټوکر ټوکر کوي، خو حکومت په هغو ورځو کې هم دا موضوع ډېره عادي وبلله، تله يې ورباندې تېره کړه او تر اوسه چې هم دغه موضوع ياده شي، په لوی لاس خاورې ورباندې اړول کېږي.
په ميرزاولنګ کې عمليات وشول، سرتېري ولاړل، خو دا بېرته بله پوښتنه ده چې څنګه تصفيه شوې او له سرتېريو ډکې سيمې ته بيا پردي عرب، ازبک، چيچن، پاکستاني او قرغېز ترهګر ننوځي او يوه نه، دوه نه، لس هم نه، تر پنځهدېرش زياتې پېغلې له کورونو راباسي او له ځان سره يې وړي.
په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو د خونړيو عملياتو راپورونه ورکول کېږي، يوه نه بله ورځ ادعا کېږي چې نن دومره شله داعشيان ووژل شول، نن يې پلانی مشر ووژل شو، حتا پر داعش هلته د بمونو مور وويشتل شوه، خو بيا هم داعش ارتې تڼۍ ګرځي او د خلکو جونګړو ته اور ورکوي.
دا پوښتنې ورځ تر بلې ډېرېږي او عام ولس پر هغو اوازو يقين کوي چې وايي، داعش د حکومت پروژه ده.
دا حکومت نه دی خبر چې زموږ عام خلک پټه خوله اقرار بولي او د دوی پټه خوله، تر شا نيولي لاس او پر پښه اړولې پښه به د ولس په ترازو کې د حکومت مشران تر باد راوړو وړيو هم سپک کړي.
دغه د حکومت مشران نه پوهېږي چې د دوی چوپتيا پر دوی بده شاهدي ورکوي او که همداسې دوام وکړي، حالت به داسې ځای ته رسېدلی وي چې ولس به همدا کسان خپل تر ټولو لوی دوښمنان بولي او لسګونه کاله وروسته به يې هم اولادونه په دې خاوره کې د اوسنيو ټولو قتلونو پوروړي بلل کېږي.
سرخط ورځپاڼه