سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په کندهار کې د حزب اسلامي د هغو زندانيانو له ډلې چې د حکومت او حزب تر منځ د سولې په معامله کې خوشې شوي وو، لويه برخه يې بېرته د جګړې ډګر ته کښته شوې او وسلې يې اخيستې دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، له زندانونو د حزب اسلامي خوشې شويو بنديانو د کندهار په بېلابېلو برخو کې سر پورته کړی دی، ځينې يې پاکستان ته تللي او اوس له هغه ځايه د نظام پر ضد جګړه رهبري کوي.

دغه کسان څه موده وړاندې د هغې معاملې په اساس له زندانونو خوشې شول چې حکومت له حزب اسلامي سره، د ګلبدين حکمتيار د راتګ په بدل کې کړې وه.

دوی تقريباً ټولو سياسي جرمونه درلودل، خو حکومت د قانون برخلاف چې بايد سزا يې ګاللې وای، قضايي خونديتوب يې ورکړ.

د جګړې ډګر ته د حزب اسلامي د بنديانو تر بيا کښته کېدو وروسته، د دوی لويې برخې په کندهار کې ناامنۍ جوړې کړې دي.

د کندهار امنيه قوماندان، جنرال عبدالرازق له سرخط ورځپاڼې سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د حزب اسلامي زیات خوشې شوي بنديان په دغه ولایت کې د ناامنيو لامل شوي.

ده د کندهار په دامان ولسوالي کې وروستي ځانمرګي برید ته اشاره وکړه چې په خبره يې، د ولي محمد په نامه د حزب اسلامي خوشې شوي زنداني طرحه کړی و.

په دغه برید کې چې د یوې مدرسې مخ ته وشو، یوولس ماشومان شهيدان شول او دیارلس نور ټپيان شوي دي.

سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د ولي محمد په نامه د حزب اسلامي دغه کس اوس د ډېورنډ کرښې ها غاړې ته، په کوټه ښار کې اوسي او یو ځل بیا د طالبانو د رهبري له خوا ورته د کندهار د استخباراتو مشرتوب سپارل شوی دی.

ولي محمد وړاندې هم په ځانمرګيو او وسله‌والو بریدونو کې لاس درلود، خو وروسته بيا پولیسو په زیاتو قربانیو نیولی و، اما حکومت د سولې په معامله کې له سزا ورکولو پرته خوشې کړ.

بده لا دا ده چې په دغه معامله کې ځينې مهم او مشهور طالب قوماندانان هم چې د سرتېريو په قربانيو، له وسلو، ماينونو او نور اسنادو سره نيول شوي، يا د جګړې په ډګر کې نيول شوي دي، د حزب اسلامي د غړيو په نامه، حکومت خوشې کړي دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د سیف الرحمن په نامه مهم طالب قوماندان چې په کوچي مشهور دی، د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې په مخامخ جګړه کې نیول شوی، خو د حزب اسلامي له لوري تر خوشې کېدو وروسته يې بیا جګړه پيل کړې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له سرخط ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل چې د ملا عبدالباري په نامه د وسله‌والو د يوې ډلګۍ یو قوماندان چې په ګوډ ملا مشهور دی، وړاندې د زابل په شهرصفا ولسوالي کې ونیول شو، خو اوس د حزب اسلامي په نوم خوشې شوی، پاکستان ته تللی او هلته يې وسله‌واله ډلګۍ جوړه کړې ده او بیا يې په افغانستان کې حملې شروع کړې.

جنرال رازق زياتوي چې د کندهار په ارغستان ولسوالي کې یو بل نیول شوی طالب قوماندان هم د حزب اسلامي په نوم خوشې شوی، خو له خوشې کېدو سره سم يې ټروریسټي فعالیتونه شروع کړي دي.

په دې سربېره، سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په جنوبي حوزه کې د حاجي مدیر په نامه د حزب اسلامي استازی هم پاکستان ته تللی او اوس هلته هڅې کوي چې خپلې ترهګرې ډلې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو مرستې را ټولې کړي.

د حاجي مدیر یو زوی د میوند په بند تېمور سیمه کې له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او بل زوی يې چې اوس پاکستان ته تښتېدلی، د کابل پر کانټينينټل هوټل يې د حملې پلان طرحه کړی و.

اوس اندېښنه دا ده چې د پاکستان په غوښتنه هغه کسان د سیاسي معاملو له مخې خوشې کېږي او بیا جګړې ته چمتو کېږي چې وړاندې يې هم د حکومتي او بې‌ګناه ملکي افرادو په قتلونو کې لاس درلود.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، دی اندېښنه لري چې پاکستان به ګلبدين حکمتیار د همدې ماموريت لپاره رالېږلی وي چې د خلکو د قاتلانو په خوشې کولو سره بیا ټروریسټي فعالیتونو ته زمينه برابره کړي او یا هم د افغانانو تر منځ د نفاق لپاره، ځينې څرګندونې وکړي.

جنرال رازق وايي، دغو کسانو خلک وژلي دي، کورونه يې لوټ کړي، کلي په کلي يې بدۍ کړې دي، د خلکو خون يې پر غاړه دی، د خلکو مجرمان دي او حکومت حق نه لري چې د خلکو د خون معافي هم دوی وکړي او د خلکو وژونکي وبښي.

دی وايي، عدلي او قضايي ارګانونه بايد د حکومت پر دغه معامله له سره غور وکړي، ځکه خوشې شويو کسانو يو ځل تر دې وړاندې د طالب او حزبي په نومونو خلک وژلي، پر سرتېريو يې بريدونه کړي دي او اوس چې خوشې شول، بيا يې وسلې ته لاس اچولی دی.

د ده په خبره، که حالت همداسې روان وي، امنيتي ارګانونه به مجبور شي چې د خپلو سرتېريو او خلکو د ساتنې لپاره، بيا د حکومت د معاملو پروا و نه ساتي او هغه دښمن چې بريد ورباندې کوي، که په معامله کې خوشې وي، که قضايي خونديتوب ورکول شوی وي، له منځه يوسي.

جنرال رازق په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي او ګوت‌څنډنه کوي چې دوې اوونۍ وړاندې د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د حزب اسلامي د یوه مخکښ دوه زامن او یو بزګر په خپل باغ کې د وسلو له یوې زېرمې سره نيول شوي وو.

تر اوسه حزب اسلامي په دې اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ خوشې شويو حزبيانو بيا په کندهار کې وسلې پورته کړې”
  1. د ۴۰ کلونو نه چه کوم کسان جګړه کوی، په دوی هیڅ اعتبار نشته، دغه ټول دوطن او خلکو ضد ;کسان دی، ددوی خوشی کول د ملی ګټو خلاف کار دی. دا مزدوراو غلام خلک کله هم پری اعتبا مه کوی

    دغه غلامان باید عمری په زندانون کښی پاتی شی
    وطن همدغه طبقی وران کړی

    دایران او پاکستان جنګی سپی

  2. حزب اسلامي د پاکستان د استخباراتو هغه ټولګی دی چې د تیرو ۴۵ کالو راپدې خوا د افغانستان د بې ثباته کولو ، ورانولو او د افغانستان د ملي او ترقي غوښتونکي قشر د وژلو لپاره ګمارل شویدي او پاکستان ته په پوره اخلاص او ایماندارۍ کار کوي . د سیاسي تنظیم په نامه جوړ یو عسکري ګروپ دی او د انسانو د وزلو او بمونو خلاصولو ښه مهارتونه او تکتیکونه یې یاد دي . یو ناسور دی چې پاکستان په افغانستان کې روزلی او د خپلو یونیفورم لرونکو عسکرو پر ځای یې ډیره په ارزانه او بې له ملامتې د افغانستان د ورانولو او د افغان ولس د وژلو لپاره ګمارلی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *