د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امريکايي هوايي ځواک د ملي پوليسو پر پوستو بمونه غورځولي او پنځهلس تنه يې شهيدان کړي دي.
په شهيدو پوليسو کې دوه قوماندانان هم شامل دي.
امريکايي ځواکونو پېښه تاييد کړې، خواشيني يې ورباندې څرګنده کړې، نور نو د افغانې مور اولادونه شهيدان شوي، بلا توره ورپسې.
د اشرف غني حکومت خوشحاله دی چې د نړۍ له ستر زبرځواک سره يې امنيتي تړون لاسليک کړی، امريکا يې سټراټيژيک ملګری دی او د کال يوه اندازه پيسې په خيرات کې ورکوي.
عجيبه خلک دي، عجيب يې احساس، عاطفه، وطندوستي، ولس، خاوره، ضمير او هر څخه په يوه وار تر پښه لاندې کړي دي. د خواشينۍ يو پيغام هم نه خپروي، حتا يادونه يې نه کوي، لکه بېخي چې خبر نه وي، يا لکه بېخي چې هيڅ نه وي شوي.
پنځهلس تنه شهيدان دي، پنځهلس کورنۍ خوارې دي، پنځهلس ناوې کونډې دي، لږ تر لږه پنځه څلوېښت ماشومان يتيمان دي، دا عادي خلک نه دي، دا سرتېري دي، دا د نظام ستنې دي، په يوه وار د نظام پنځهلس ستنې چپه شوې دي، هغه هم د دوست او ملګري په لاس، د نظام سرلاري د واک نشې دومره بې خوده کړي دي چې د خوار ولس، کونډو، يتيمانو او بورو مېندو چيغې خو نه اوري چې نه اوري، له خپلو پښو د خاورې ښويېدو زلزله هم نه شي حس کولای. په وروستيو کې د بهرنيانو هره بمباري د نظام پر ستنو شوې ده او هر ځل نظام د نړېدلې ګړنګ غاړې ته ورښويوي.
د بمونو تر مور وروسته، په دې نږدې ورځو، دوه ځله بمبارۍ په روزګان کې وشوې، بې ګناه هېوادوال يې شهيدان کړل، بيا په کندوز کې پر ښوونځي بريد و، تر هغه مخکې په هلمند او نورو ولايتونو کې او وروستۍ بمباري يې دا دی بيا پر سرتېرو وشوه، يوه داسې د خواشينۍ خبرپاڼه څوک پيدا کولای شي چې حکومت دغه بمبارۍ غندلې دي؟
دا فاجعه ورځ تر بلې بدحالت ته روانه ده، پر ښوونځي بريد خو به لا په دې هېر کړو چې خير دی بلا وه برکت يې نه و، چا ته پهکې زيان وا نه وښت، د روزګان د شهيدو مېرمنو ارواوو ته به څه ځواب ورکوو؟ د دې شهيدو سرتېرو خون به د چا په غاړه وي؟
بده لا دا ده چې په هلمند کې پر سرتېرو بريد يوه بله بده ګواهي ورکوي او هغه شکونه قوي چې ګواکې امريکا، پاکستان او طالب دريو واړو د هېواد بربادۍ ته کار ویلی دی او بدمرغي دا ده چې اوس يې حکومت هم په پټو سترګو ورسره مني.
د سيمې چارواکي وايي، دغه سيمه سرتېرو تازه له طالبانو نيولې وه، هغوی يې وژلي او پر شا تمبولي وو، دوی پر سيمه ملي بيرغ دراوه چې د امريکا الوتکې پسې ورغلې او شهيدان يې کړل.
تر دې وړاندې هم په وار وار داسې شوي دي چې سرتېرو ترهګر محاصره کړي وي، خو د بهرنيانو الوتکې ورشي، بمبار وکړي او ترهګر له محاصرې خلاص کړي.
نور نو د زغم کاسه بېخي ډکه ده، حکومت دې خپل اړخ مالوم کړي، يا دې دغه ړندې بمبار بېخي بندې کړي، يا دې ومني چې له بهرنيانو سره د ولس په وژلو کې برخه لري.