سرخط ورځپاڼه
افغانستان وکولای شو چې د پاکستان پر وړاندې هغه نړیواله اجماع را منځ ته کړي چې ولسمشر اشرف غني یې د خپل حکومت په پیل کې هیله درلوده. له دریو کلونو پرله‌پسې نړیوالو منډو ترړو او په سیمه او لوېدیځ کې له خپلو متحدانو سره تر قانع کوونکيو مذاکراتو وروسته افغان حکومت وتوانېد چې افغانستان ته یو طلایي بری ور په برخه کړي. د اسیا د پېړۍ د دویمې لسیزې په نیمايي کې چې چین او هند د سترو اقتصادي زبرځواکونو، د ختیځې اسیا نور پرمختللي ملتونه په بره روان دي، د پاکستان ستوری په لوېدو او د افغانستان هغه په ځلېدو دی.
 
افغانستان په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د نړیوال بري پر لار برابر شوی دی. د امنیت شورا ۵ واړو دایمي او لس غیر دایمي غړيو په یوه خوله د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ادعا رښتینې وبلله. د افغانستان اوسنی حکومت په ډېر دقت سره په دې وتوانېد چې د پاکستان دویم مخ نړۍ په تېره بيا هغو هېوادونو ته وښيي چې په نړۍ کې یې دم او چووپ چلېږي. د پخواني ولسمشر هغې ناستې د افغانانو د همت د ماتېدو اندیښنه زېږولې وه چې د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر بایډن په ارګ کې حامد کرزي ته مخامخ پر کابل د پاکستان اهمیت ۵۰ ځله ډېر ښوولی و.
 
سیاست د معاملو او ورځنیو محاسبو جریان ته ویل کېږي چې هغه مهال پکې په واشنګټن او اسلام‌اباد کې ناستو سیاستوالو ښه روان کړی و او نن په ارګ، واشنګټن او امنیت شورا کې فعالو افغان او نړیوالو سیاستوالو ورته نوی لوری ورکړی دی. دا به بې‌انصافي وي چې د افغانستان په تړاو پر امریکا سربېره د امنیت شورا د غړيو په نظر بدلولو کې د افغان ولسمشر او ورسره ملګريو پر ډیپلوماسي دې سترګې پټې شي. افغانستان په خپل عمر کې په لومړي ځل په دې توانېدلی چې د خپل تاریخي دښمن پاکستان پر وړاندې په نړۍ کې خپل دوستان او دښمنان پر ځان رامات او د پاکستان دوه‌مخي نړۍ ته وښيي.
 
افغانستان ته ورته چانسونه په تاریخ کې څو ځلې په لاس ورغلي وو، خو څه د نړیوالو نه همکاري او ډېره د وخت د افغان مشرانو او سیاستوالو ناپوهي دغه هېواد اسلام‌اباد ته په ملا کړوپ کړی و. د زمانې جبر افغانستان هم د دې وړ کړ چې پاکستان ته د ورور پر ځای د دښمن خطاب وکړي او په ښکاره خپل ملت ته د مسلمان په جامه کې د دغه پټ دښمن پټه دنیا په ډاګه کړي.
 
د امنیت په شورا کې د امریکا د ځانګړې استازې نیکي هیلي وینا به د ټرمپ تر ټویټ وروسته د پاکستان اعصاب نور هم ورخراب کړي وي. د پښتنو متل دی چې بده ورځ ورور نه لري. افغانستان پخوا دغه ورځ تجربه کړې وه او زموږ له کفنونو نورو خپلو بچو ته جامې ګنډلې، خو په هره تیاره پسې رڼا وي او دا دی پاکستان اوس له دغې ناغوښتونکې ورځې سره مخامخېدونکی دی.
 
د ژوند بله تجربه دا ده چې درباندې راشي، له هرې خوا را روان وي. پر پاکستان کله د ټرمپ له خوا ډزې کېږي او کله د سپینې ماڼۍ بل شریک واکدار مایک پینس غاښونه ورته چیچي. کله په پنټاګون کې جنرال ماټیس ورته غوسه وي او کله په کابل کې جنرال نیکولسن ورته سترګې برګې کړي، خو دا ځل د امریکا، هند او افغانستان ګډې ډیپلوماسۍ په امنیت شورا کې د پاکستان پر ضد توپان را پورته کړ. پلاوي داسې مهال کابل ته سفر وکړ چې د پاکستان په خېټه د ټرمپ د ټویټ له اړخه درد و. په کابل کې د ولسمشر او ملګرو کمپاین یې د ۱۵هېوادونو پلاوي ته ثابته کړه چې پاکستان په افغانستان او ټوله سیمه کې د بل کړي اور تر شا ده او اسلام‌اباد د نازولو پر ځای باید له سزا او انزوا سره مخامخ شي.
 
د امنیت شورا پلاوي په نیویارک کې د نړۍ استازيو ته د کابل ادعا رښتینې وبلله او د پاکستان د دوه‌مخیتوب نغاره یې وډنګوله. د شورا په پلاوي کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل چې پاکستان د سزا لایق دی چې پر وړاندې به یې هم‌مهاله ګامونه د ټولو له خوا پورته شي. د پاکستان په تړاو د ګڼو امریکايي سیاستوالو وروستیو څو میاشتنیو ویناوو او څرګندونو ته په کتو سره ښکاري چې دغه هېواد ته د واشنګټن ارادې ښې نه دي او ژر به یې د اوسني، ایران او یا پخوانۍ لېبیا او عراق په څېر کونج ته کړي. په پاکستان کې سیاستوال له یوه ګوزاره د دفاع تیاری نیسي چې بل ډز پرې شوی وي او لېرې نه ده چې پر خاوره یې د امریکايي او افغان کمانډو له خوا ګډ د ترهګري ضد عملیات وشي.
 
اوس د افغانستان د کورني او بهرني سیاست اصلي لوبغاړيو ته چې په سر کې یې ولسمشر غني، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر، په بهرنیو چارو وزارت کې حکمت خليل کرزی، په امریکا کې افغان سفیر حمدالله محب، په اسلام‌اباد کې سفیر عمر زاخېلوال او په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ته په کار دي چې په لاس ورغلی پاکستان ضد نړیوال نظر داسې وکاروي چې له برکته یې افغانستان د ټیکاو خاوند او افغانان د ارام ژوند ساه واخلي. علایم ښيي چې پاکستان د سیمه‌یزې او نړیوالې انزاوا په دروازه کې ولاړ دی او په یوه بله پیاوړه ډیکه ان د پاشل کېدو تر پولې تلای شي.
 
د ملتونو په ژوند کې کله کله چانسونه تر لاسه کېږي او هوښیار سیاستوال او ملتونه یې په اوږد مهاله چانسونو بدلوي او د خپلو ملي ګټو په رڼا کې له خپلو دوستانو او دښمنانو سره معامله کوي.
سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *