زلمی سمسور
د امارتو ښارګوټی د عربي متحده اماراتو په مالي او تخنیکي مرسته رغول شوی دی، د دې ښارګوټي د رغونې ټولې چارې هم د دغه هېواد له لوري د ټاکل شويو مسولانو په وسیله پر مخ وړل کېدې، د ښار او کور جوړولو وزارت د دغې پروژې څارنه د یوه ملي سکټوري وزارت په توګه کوله؛ نو ځکه دې وزارت د یوه پلې کوونکي بنسټ په څېر کوم اجرایوي صلاحیت نه درلود.
دا یو حقیقت دی چې د دغه ښارګوټي په رغاونیز بهیر کې له پیله تر پایه ستونزې وې، ټاکل شوې وه چې دغه ښارګوټی به د څلورو کلونو په لړ کې مستهلکینو ته ورسپارل کېږي، خو دا چې د ښار او کور جوړولو وزارت د تېر مدیریت او د عربي متحده اماراتو په چارو کې، له بدهمرغه نیمګړتیاوې موجودې وې؛ نو د ښار او کور جوړولو وزارت اوسني مدیریت و پتېیله چې لومړی باید ټولې تخنیکي ستونزې اساسي حل او وروسته مالکانو ته ور وسپارل شي.
د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو وېش، د ملي یووالي حکومت له منځ ته راتګه مخکې د پخواني مدیریت له لوري پیل شوی وو، د اپارتمانونو بیه هم په دغه دوره کې تثبیت شوې وه، په ډالرو د قستونو ورکړه او همدارنګه د قستونو د ورکړې ډول هم د مخکېني مدیریت د کارونو پایله بلل کېږي؛ نو پر همدې بنسټ نوي مدیریت په دې موضوع کې هیڅ ډول مداخله نه درلوده.
د ښار او کور د جوړولو وزارت له اوسني مدیریت سره له دې چې د مخکېني مدیریت نیمګړې چارې یې بشپړې کړې، دا لاندې بنسټي فعالیتونه یې هم د اسانتیاوو په موخه تر سره کړي دي.
د پلې تګ ځایونو «پیادهرونو» جوړول، د څښاک د اوبو تیارول، د اړینې برېښنا د پوره کولو لهپاره د سب سټېشنونو جوړول، د چټلو اوبو لهپاره د تصفیه خونو رغول، پر بلاکونو د نښې لګول، د صفایي کتابچو وېش، د سړکونو د روښانولو لهپاره د برېښنایي سیسټم ایجاد او د پالنې او ساتنې په پار د غوره مدیریت ګمارنه.
د دې تر څنګ نورې اړینې اسانتیاوې هم را منځ ته شوې چې له بدهمرغه د پروژې په پیل کې ورته هیڅ پاملرنه نه وه شوې.
په ۱۳۹۰ کال کې د ښار جوړولو وزارت له لوري د دغو اپارتمانونو د وېش لهپاره چې کوم طرزالعمل جوړ شوی و، د دې طرزالعمل پر بنسټ زموږ هېوادوال اړ وو چې د راتلونکيو ۱۸کالو قستونه د ډالرو په ورځني نرخ تبادله او تحویل کړي؛ نو له دې اړخه به پېرودونکي پرلهپسې زیانمنېدل.
له بلې خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د راکړې ورکړې معیار د هېواد ملي پیسې «افغانۍ» دي؛ نو دغه اندېښنه د عالي پراختیایي شورا له لوري د افغانستان د ولسمشري له عالي مقام سره شریکه شوه.
د ولسمشرۍ عالي مقام هم مخکېنۍ ناسمې پرېکړې ته په پاملرنې سره، ښار او کور جوړولو وزارت، مالیې وزارت او مرکزي بانک ته دنده وسپارله چې دا موضوع ډېره ژر تحلیل او د عالي پراختیایي شورا په ناسته کې مطرح کړي.
په پایله کې د ۱۳۹۶ کال د ښاري پراختیا عالي شورا په شپاړسمه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اپارتمانونو پاتې ټول قسطونه به له دې وروسته د هېواد په ملي پیسو «افغانیو» تحویلوېږي د پرېکړې پر بنسټ به هر کال یو ډالر په ۶۷ افغانیو پرته له کوم بدلونه تباله کېږي.
د عربي متحده اماراتو ۱۱۰پنځه پوړیزه بلاکونه چې په ۲۶۹ جریبه ځمکه کې رغېدلي دي ۳۳۳۰ دوه، درې، څلور او پنځه کوټیز استوګنیز اپارتمانونه په ځان کې را نغاړي چې اوس یې چارې په یو مخیزه توګه بشپړې شوې دي.
د دې پروژې ټولې تخنیکي ربړې پوره حل شوې دي، ښار او کور جوړولو وزارت په وار وار د عربي متحده اماراتو له سفارت او اړونده مسولانو سره د دغه ښارګوټي د رسمي پرانیستنې په پار لیدنې کړې دي، د مستهلکینو اندېښنې یې ورسره شریکې کړې، له هغوی څخه یې جدي غوښتي چې د اماراتو ښارګوټی رسمي له ډیپلوماټيکي نورم سره سم د افغانستان دولت ته وسپاري.
د ښار او کور جوړولو وزارت له خپلې کړې ژمنې سره سم غواړي چې ډېر ژر په راتلونکو څو ورځو کې یاد ښارګوټی مستهلکینو ته د ورسپارنې په موخه پرانیزي.
سرخط ورځپاڼه