دا يو پر تاسې ټولو، دا يو پر ما د بيازې

شل کليوال دوو غلو ته په لاس ورغلي وو، تر لوټلو او ډبولو وروسته يې شل واړه په مخه کړي وو او اټن يې ورباندې اچاوه. په کليوالو کې يو لږ زړور و، غوږ ته يې ګوتې اچولې، سندره يې پيل کړې وه او په ضمن کې يې دا نولس پاتې ملګري په غوږ وهل.

“دا يو پر تاسې ټولو، دا يو پر ما د بيازې”

په ځواب کې يې نولسو پاتې په يوه غږ چيغه پورته کړې وه چې؛

“وا د دين دوښمنه! پرې مړه دې کړو”

حکومت زرګونه مطبوعاتيان لري، د ارګ د بوديجې ښايستوکې غوښنه برخه پر مطبوعاتي دفتر لګېږي، ګڼ شمېر اومه خوله، تازه پرېولي موخونه ځوانان په‌کې مياشت په مياشت ښه پنډ معاشونه اخلي، د ملي امنيت لسګونه زره ډالر د هرې مياشتې په پای کې د مطبوعاتي جګړې د تورزنانو په نامه جلا کېږي، ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر کسان په مطبوعاتي دفتر کې کښېنولي، پرمختللي کمپيوټرونه، موډرنې کامرې، چټک انټرنيټ او پرېمانه امکانات يې ورته ځانګړي کړي، کورنيو چارو وزارت تر دا نورو لا بدخرڅي کوي، پاتې وزارتونه هر يو د مطبوعاتو پراخ تشکيلات لري او هره مياشت يوه لمن ډالر پر مطبوعاتو لګوي، رييسان ځانګړي وياندويان لري، وياند بيا دوه درې سلاکاران په ځان پسې کړې وي، د رييسانو مرستيالان بيا هر يو يو وياند لري، هر وياند يې يو دفتر او پنځه شپږ ماموران ورسره په مخه کړي وي، جهاديان، توپکيان، وکيلان او پاتې نور اشراف او خوانين چې وياند و نه لري، ځان ورته تر نورو سپک ښکاري.

يوازې په کابل کې د حکومت او تر حکومت د زورورو ښکرورو د يو نيم زر تنو په شا و خوا کې وياندويان يو تر بل سره تېرېږي.

تقريبا هر وزارت په هر ولايت کې يو رياست لري او هغه رياست هم ځان ته وياند او وياند يې مرستيالان ټاکلي.

ولايت مقامونه، امنيه قوماندانۍ، قول اردو، لوا او نور بېل بېل مطبوعاتي دفترونه لري چې که د هېواد په کچه وشمېرل شي، حساب يې زرګونو نفرو ته رسېږي.

زموږ د حکومت دغه واقعيت د افسانو تر مارانو اړولې ده، د مار اويا زره سرونه دي، په هر سر کې اويا زره خولې دي او په هره خوله کې اويا زره ژبې دي. سره له دومره سرونو دغه افعی بې‌زهرو يو خنثا مار دی چې تر ډېره يوه چينجي ته پاتې کېږي، سر او لکۍ يې يو په بل کې ننوتلي، زهر يې د تورو پاړوګرو په هوده کې تر اوبو ضعيف راخېژي.

باختر خبري اژانس درې نيم سوه سپين‌ږيري خبريالان لري، يوازې په کابل کې د ملي راډيو ټلوېزيون د کارکوونکيو شمېر سلګونو ته رسېږي، په ولايتونو او زونونو کې چې ملي راډيو ټلوېزيون څومره کسان ګمارلي، شمېر يې د کابل تر هغو هم زيات دی.

دغه ټول زرګونه ښاغلي يوه خوا، د طالبانو ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي بله خوا. د حکومت زرګونه تنه د دوو سړيو د سيالي نه دي. ها پلو چې په دوو تنو څومره لاس‌ته ور وړنې لري، د حکومت زرګونه تنه يې په زر کاله هم نه‌شي تر لاسه کولای.

که يو پيدا شي او غږ وکړي چې “دا يو پر تاسې ټولو، دا يو پر ما د بيازې”، خامخا به له پاتې ښاغليو چيغه کېږي چې “وا د دين دوښمنه! پرې مړه دې کړو”، نه دين په بزدلانو ساتل کېږي، نه حکومت په مفت‌خورو او لټانو مطبوعاتي او رواني جګړه ګټلای شي.

کټ مټ؛ لکه درې نيم سوه زره سرتېري چې مو د درې نيم سوه طالبانو مخه نه‌شي نيولای، له کمه حسابه، دوه زره وياندويان مو د طالبانو د دوو وياندويانو د سيالي نه دي. موږ نه وايوو چې سرتېري مو خدای مه کړه، د وياندويانو غوندې لټان او تيارخواره دي، زموږ هر سرتېری يو لښکر دی، خو د خاين قوماندان ناکردو يې دوښمن ته غبرګ لاسونه تړلي دي.

د حکومت وياندويان، وياندويان کم، د فېشن او ساټ و باټ موډولونه زيات دي. يوه مياشت د ږيرې موډ وي، پر سلمانيانو وار نه کېږي، وياندويان يو تر بل بترې تېشې تېشې ږيرې جوړوي، بله مياشت د برېتو سيالي وي، ډانګ ډانګ برېتونه يې خوشې کړي وي، بله مياشت د کورتۍ د مخ په جېب کې د راوتلي درې کونجه دسمال نوبت وي، کله غټ، کله وړوکی، کله ډېر راوتلی، کله نيم راځوړند، بيا د نيکټايي وار وي، چې هغه تېرېږي، بله مياشت يې وېښتان لکه د چرګانو، پر سر جګ جګ درولي وي، چې ګورې يې يوه سترګې تورې کړې وي، بل شونډې سرې کوي، بل په دنداسه اخته وي، هغه بل د مخ وېښتان په تار کاږي، بل سفېدې موښي او هغه بل بيا تر غرمې خرېلي مخ ته کلونيا نيولې وي، کال په مېک اپ او ناف اخيستو تېر شي، خو د وياند سينګار لا نه وي بشپړ شوی.

د ولسوالي مرکز له يوه ځايه بل ته ولېږدول شي، کامره په لاس طالب بيا د سترګو په رپ کې د زړې ودانۍ عکاسي کړې، پر فېسبوک او وېب‌پاڼو خپره کړې او ادعا کړې وي چې ولسوالي يې سقوط کړه، ولس حکومت ته سور او شين اوړي چې په لوی لاس سيمې خوشې کوي، د حکومت د جنګ ناخبره قوماندان يې تاکتيکي پر شا تګ بولي، درې ورځې دغه خبرونه تاوده لاس په لاس کېږي، چې ښه د ولس ماغزه خراب شي، په څلورمه ورځ نو بيا د دفاع وزارت سپين‌ږيری وياند پر وېښتانو ږمنځ تېره کړي، د کامرې مخ ته ودرېږي او ووايي چې نه صاحب، ولسوالي مو له يوه ځایه بل ته لېږدولې.

د طالبانو پر پټن‌ځای او مورچو هوايي بريدونه وشي، ګڼ شمېر طالب قوماندانان او جګړه‌ماران ووژل شي، طالبان، وژل شوي ملکي وګړي ياد کړي، درست ولس حکومت ته ښکنځلې کوي، خو حکومتي وياند څلور ورځې وروسته له ارايشګاه راووځي او ووايي چې په بريد کې ملکيان نه، پلانی، پلانی او پلانی طالب قوماندانان وژل شوي دي.

تر اختر تېرې نکرېزې پر دېوال د تپلو دي، طالب چې يو وار د خلکو اذهان مغشوش کړي، بيا که څلور ورځې وروسته حکومت هر څه وايي، خبرې يې د اوبو د جوړا هومره مانا هم نه لري.

افغانستان د وينو او وژنو تر جګړې، له رواني جګړې کم خراب نه دی، بلکې همدا رواني جګړه د ډګر په جګړه اوړي، خو د رواني جګړې په برخه کې حکومت په چرګانو قولبې وهي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *