دوستم او عطا نور

د ولسمشر غني د لومړي مرستيال جنرال دوستم وياند وايي، دوستم به په لس ورځې کې پر کابل راکښته شي او بيا به د افغانستان د نجات ايتلاف هم رسماً خپل موجوديت اعلان کړي.

دغه ايتلاف څو ورځې وړاندې په ترکيه کې د جنرال دوستم، عطا او محقق له خوا جوړ شو. عطا او محقق په هماغو ورځو کې افغانستان ته راغلل، خو دوستم چې پر مزار راکښته کېده، الوتکه يې بېرته ترکيې ته وشړل شوه. مار يې مړ نه کړ، لنډ يې کړ.

د نجات ايتلاف فعاليت پيلول، ځکه د حکومت له‌پاره د خطر زنګ دی چې د دریو لويو قومونو تاجک، ازبک او هزاره‌وو مخور يې مشري کوي او د هېواد د نفوس لويه برخه د همدې دريو کسانو په اورادو او منتر کې ده.

ازبک افغانان د دوستم په مرورېدو، له يوې مخې له درست نظامه څخه مرور دي، که دوستم ووايي هغوی مړه دي، که دوستم ووايي، هغوی ژوند کوي.

د تاجکو لويه برخه پر عبدالله عبدالله غوسه دي چې ګواکې د دوی حق يې نه دی ورته ساتلی، بله برخه يې د احمد ضيا مسعود په ګوښه کېدو په قهر دي، نور يې په عطا او امرالله پسې ولاړ دي او دا اوس د ټولو قومانده عطا په لاس کې اخيستې ده.

هزاره افغانان که څه هم په دريو څلورو ډلو وېشلي، يوه اندازه يې د خليلي په خوښه غلي دي، خو يوه لويه برخه يې د محقق په امر راوتو ته تيار دي، د روښنايي غورځنګ وار له مخه سر سپارلي ولاړ دي او د حکومت له اړخه د دانش په خوله ډېر کم خلک تريخ پياز خوري.

هلته د مشرقي خوځښت سر پورته کړی، هاخوا په لوی کندهار کې د مرورتيا، ګيلو، مانو او کله کله غاښ چيچلو خبرداري ورکول کېږي.

لويه پکتيا هم ځان باقي بولي، د مجاهدينو ځینې ډلې له صحنې د مجاهدينو په ګوښه کېدو خپه دي، ځینې افراطي کړۍ په منځ کې د خپلو موخو له‌پاره منډې وهي چې د حکومت پر ضد څوک هم سر پورته کوي، دوی اوږه ورکوي او د حکومت په دننه کې هم داسې کم کسان شته چې له زړه يې پر حکومت زړه سوځي.

راتلونکې ورځې ښايي حکومت له جدي ننګونو سره مخ شي، د نجات ايتلاف که موجوديت اعلان کړي، د ختيز خوځښت اتومات سر پورته کوي، د لوی کندهار غورځنګ که غلی پاتې شي ځان به بد ورته ښکاره شي او د روښنايي غورځنګ خو له خدايه غواړي همداسې ورځ چې اوږې د نورو وي، وسلې دوی ورباندې وچلوي.

دغو ټولو ته په کتو سره له ورايه مالومېږي چې حکومت د خلکو په خوشالولو کې پاتې راغلی، خلک دې نه وای خوشاله، په خپله غريبي يې هم نه دي قانع کړي او بده لا دا ده چې کله کله خو داسې ښکاري چې حکومت له خپله لاسه ځان ته سرخوږي جوړوي.

بده خبره دا ده چې د ګاونډ او سيمې استخبارات يوې داسې ورځې ته په تمه ناست دي چې خلک او حکومت سره لاس و ګرېوان شي، دوی به له دغې موقع بشپړه استفاده وکړي او شديده وېره ده چې د همدې استخباراتو په واسطه به افغانان يو وار بيا په ډلو ډلو ووېشل شي چې بيا به يې راټولولو ته نه د غني تفکر رسېږي، نه به هغه وخت د عبدالله اوتو کړې درېشي چلېږي.

موږ د دغسې ډلبنديو ترخې تجربې لرو، خو درد يې دا ځل ځکه ډېر دی چې حکومت درګرده پر خپلو پښو وارونو کوي.

6 thoughts on “سرخط؛ د خطر يو بل زنګ چې حکومت يې نه اوري”
  1. موږ د دغسې ډلبنديو ترخې تجربې لرو، خو درد يې دا ځل ځکه ډېر دی چې حکومت درګرده پر خپلو” “پښو وارونو کوي.

    A perfect closing statement. Time will tell soon if President Ashraf Ghani dubbed as genius have a working plan for the coming dangerous scenario just around the corner. No one throw out their second in line partner whom brought over million votes in the winter cold to freeze, unless creasy enough to shoot your own feed expecting to pain or fall.

  2. نه یاره داسې مړه کول او ژوندي کول الله جل جلاله کوي،
    دا قومي مشران نه دي بلکې د قوم یو جز دي مثلاً محقق سره کېدای شي یو څو بېسواده هزاه ګان وی؛ ځکه لوستي هزګان له ده سره نه ودرېږي چې هغوی د دې پخاطر ماسټریاني نه کوي چې په دا ډول چټیاټو سر شي.
    همدا شان معلم نور هم د قوم استازیتوب نه شي کولای؛ ځکه دی اصلاً د لوګر د څرخ ولسوالۍ دي شمالي ټلواله به په ده اعتبار ونه کړي او …

  3. د مار د مرګ خبره به نه وي خو په مزار کي کوزيدل د لنډغرو لپاره يوه بي پرنصيبه ګواښنه وه او لنډغر ډير بي ادبه مخته تلل اوس که کابل ته راشي نو د قانون نه سر غړونه به ونکړي او د سياسي چوکاټ نه به خارج نشي او د خاريجيدو په صورت کي به يي له دندي ګوښه کړي .

  4. سلام
    دا موز يؤ جي له مج نه فيل جوردو خو كله له فيل نه مج د رشيد كليم جم يؤ خورد ضا لذ جي هيخ بوهه نه لري دافعان مظلوم ولس وزونكي جي تاريخ له هغه نه ستركب نشي بتوالي هغه عيني واقعيت دي جي دهرافغان بجي به هغه نه بشي
    زه له دي بغارتين كوونكي سره شخصي هيخ دول كومه ستونذه نه لرم زه تاسف كرم هغه جا نه جي له يوجا سره ملكرتيا كُوي جي نه اخلاق لري آه اسلامى شخصين هغه به ديوه دائي هيواد لباره من وكري كله جي علته خبير بيزندل شوي شخصيتونه من نشي كولاي
    له اسمانه راكشته كبري أو كه له غره افغان زعامت يؤ تاريخي أمانا دي بار مج به منزل نميرسد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *