افغانمل

که د زابل والي بسم الله افغان‌نمل شپه و ورځ نه ډوډۍ وخوري، نه لمونځ وکړي، نه اوداسه ته ولاړ شي، نه هم ويده شي، بشپړ شواروز په ټلېفون کې خبرې وکړي او دقيقه په يوه نيمه افغانۍ شي؛ نو په شواروز کې به يې ټلېفون ۲۱۶۰ افغانۍ مصرف کړي، خو افغان‌مل له بيت المال څخه هره ورځ يوازې د ټليفون درې زره افغانۍ جېب ته اچوي.

د زابل ولايت مقام هره مياشت يو ميليون افغانۍ اپراټيفي بوديجه لري، دغه بوديجه بايد په غونډو، سمينارونو، د حکومت په نېک‌نامي او له قومي مخورو او ديني عالمانو سره په اړيکو جوړولو ولګېږي، خو والي نه يوازې دا چې په هفتو هفتو د ولايت مخ نه ويني او په کندهار کې پروت وي، په څو مياشتو کې د قومي مخورو يوه غونډه کوي او د هغې لګښت هم د ملي اردو په لوا پرې کوي.

سرخط ورځپاڼې ته رسېدلي اسناد ښيي چې افغان‌مل هره مياشت له ديني علماوو او قومي مخورو سره د ارتباط په پلمه درې سوه او څلوېښت زره افغانۍ اخلي او نر غوندې يې جېب ته اچوي.

په دې سربېره، قومي مخورو او ديني عالمانو ته د تحفو، پټکيو او نورو ډاليو ورکولو په نوم دوه لکه افغانۍ له بيت المال څخه اخلي، خو د زابل قومي مخورو چې دوه کاله مخکې کوم پټکی تړلی، تر اوسه نوی شوی نه دی.

د سرخط موندنې ښيي چې والي صاحب تر دې ورهاخوا د هرې مياشتې په پای کې درې لکه نورې افغانۍ د مېلمه‌پالنې په نوم له بيت المال څخه اخلي، په داسې حال کې چې دی په خپله په اوونيو اوونيو په کندهار کې پروت وي او کله چې زابل ته لاره ورغلطه کړي؛ نو د بل چا مېلمه وي.

نوي زره افغانۍ بيا د زابل د والي د موبايل حق حلال کريډټ کارټ دی چې هره مياشت يې بايد مستوفيت والي صاحب ته تسليم کړي. په داسې حال کې چې د ولايت ټول کارکوونکي خپل معاش او د ټلېفون د لګښت بېلې پيسې لري.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې د زابل د علماوو شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم حکمت په شهادت ورساوه، خو ايله اوس مالومېږي چې ارواښاد حکمت د والي د همدې فساد قرباني شو.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان وايي، طالبانو له مستوفيت څخه ټول اسناد ايستلي او بيا د شهيد مخ ته ايښي وو چې ګواکې دغه دی تاسې د حکومت ماموران ياست او ستاسې په نوم پيسې وتلې دي، خو شهيد حکمت د بېګا نه درلودل او پيسې والي جېب ته اچولې وې.

ښاغلي حق بيان سرخط ته وويل چې څو واره د زابل ديني عالمان والي ته نانواتي ورغلي چې که پيسې غلا کوي، که پر ولايت چور ګډوي، که بل هر څه کوي، د دوی په نوم دې يې نه کوي، خو والي لا هم د جېب خوله پرانيستې ساتلې.

دی وايي، والي تر اوسه يوازې د ديني عالمانو په نوم تر شپږنيم ميليونونه زياتې افغانۍ غلا کړې دي.

د حق بيان په خبره، دوی والي ته څو ځله ويلي دي چې د نولسو مياشتو په غلاوو کې دې، د يوې مياشتې حساب دوی ته ورکړي؛ نو دوی به ومني چې افغان‌مل سپين چرګ دی.

 د زابل د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ بيا وايي، والي تر هغه اندازه پيسو چې سرخط ته يې اسناد رسېدلي، لا زياتې پيسې د مياشتې په پای کې اخلي.

دی وايي، د علماوو شورا له رييس مولوي يوسف او مولوي روح الله سره يې هم په دې اړه خبرې کړې دي چې رښتيا هم والي دوی ته کله پيسې ورکړې، که يې هسې رنګ بد دی، خو وايي، دواړو ووايو چې افغانۍ ورباندې حرامه ده.

سرخط په دې اړه د زابل له يوه ديني عالم مولوي مجيد سره هم خبرې وکړې.

مولوي مجيد وايي؛

“زه د زابل اوسېدونکی يم، په اوقافو کې هم کار کوم، څلوېښت تنه عالمان يوو، په دې يو نيم کال کې د زابل والي زر افغانۍ هم نه دي راکړې.”

د زابل مدني فعال او ازاد خبريال احمد ولي سرحدي بيا وايي، والي که په دوو دريو مياشتو کې يوه غونډه هم کړې وي، هغه يې يا د ملي اردو په لوا کې کړې وي، يا يې د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې کوي.

دی وايي، په دې اتلسو يا نولسو مياشتو کې که دوه يا درې غونډې شوې وې، د هغو لګښت يا لوا او يا هم ښاروالۍ پرې کړی او والي په خپله په‌کې د مېلمه په توګه برخه اخلي.

خو د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال بيا دا نه مني چې والي دې دومره زياتې پيسې جېب ته اچولې وي.

دی وايي، کومې پيسې چې والي د عالمانو په نوم باسي، د عالمانو لاسليکونه هم اخلي، خو وايي، دا داسې عالمان دي چې د ولايتي شورا وکيلانو ته نه دي مالوم.

د ده په خبره، په زابل کې خلک له والي سره ستونزې لري، ځکه ورباندې داسې تورونه پورې کوي.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ د زابل والي د ملايانو او مشرانو اتلس ميليونه افغانۍ پټې کړې”
  1. کله چی سلام رحیمی د والی به ټاکلو دری لکه یا څلور لکه ډالر دبۍ کی د حکم د امضا په پلمه وصولوی نو افغانمل څه ملامت؟ افغانمل باید مخکی لدی چی دری کاله یی پوره سی باید خپلی پیسی خو بیرته د ملت یا زما او ستا له جیبه را وباسی او کنه؟ په فساد کی ريیس ج هم شریک دۍ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *