سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې د زابل ښاروال کريم الله حکيمي د کلات ښار د پنځو دروازو په جوړولو کې پنځه ميليونه افغانۍ غلا کړې دي.

سيمې ته تللی پلاوی وايي، ښاروال د دغو دروازو پر سر لس ميليونه افغانۍ له بيت المان څخه اخيستې، خو لګولې يې تر پنځه ميليونه هم کمې دي.

وروسته له هغه چې سرخط د زابل د والي بسم الله افغان‌مل د څوالس ميليونه غلا راپورونه خپاره کړل، په دغه ولايت کې د يوې بلې سترې غلا اسناد رابرسېره شول.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دا مهال زابل دوه ښاروالان لري، يوه يې په زور پر څوکۍ ځان سريښ کړی او بل چې والي سپرست مقرر کړی دی، خپلې غصب شوې څوکۍ ته حيران ګوري.

د زابل زوړ ښاروال کريم الله حکيمي په کلات ښار کې د پنځو دروازو په جوړولو کې د پنځه ميليونه افغانيو غلا په تور څارنوالۍ ته هم معرفي شوی و او له دندې د ګوښه کېدو مکتبونه يې هم صادر شوي، خو لا هم سرې سترګې ګرځي او خپلې دندې ته په عادي توګه دوام ورکوي.

څارنوالۍ ته د حکيمي تر معرفي کېدو وروسته د زابل والي يو بل کس د زابل د ښاروال په توګه سرپرست مقرروي، خو هغه بې‌چاره د حکيمي له وېرې خپلې څوکۍ ته نږدې نه شي ورتلای.

اوس په زابل کې دوه ښاروالان لکه دوه بنې، مشره يې له څوکۍ نه کښته کېږي، د کشرې زړه نه صبرېږي، تمامه ورځ دعوې او ناندرۍ روانې وي، ښار لېونو سپو، چټليو او خاورو په سر اخيستی دی.

بده لا دا ده چې ښاروال چې د زابل د استيناف څارنوالي او لويې څارنوالي ته د تحقيق له‌پاره حاضر نه شو، عدلي او قضايي مرکز د جزايي اجراتو د قانون د ۹۷ مادې حکم په اساس، د کورنيو چارو وزارت، نظامي څارنوالي، د زابل امينه قومانداني، ملي امنيت، استناف څارنوالي او د زابل ولايت مقام ته د زاړه ښاروال د نيولو امر کړی دی، خو نر نه‌شته چې ښاروال ته تر ګل ترخه وکړي.

د زابل يو تن مدني فعال عبدالخاق رحيمي وايي، د کورنيو چارو وزارت، نظامي څارنوالي، د زابل امينه قومانداني، ملي امنيت، استناف څارنوالي او د زابل ولايت مقام د ښاروال په موضوع کې له قانون څخه سرغړونه کوي.

دی وايي، د ولسمشر د درې‌پنځوسمه ګڼه فرمان په متن کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت په ګډون، ټول امنيتي او کشفي ارګانونه مکلف دي چې له عدلي او قضايي ارګانو سره مرسته وکړي، خو اوس چې عدلي او قضايي ارګانونو د ښاروال د نيولو امر کړی، هيڅوک ځان نه پوهوي.

سرخط ته رسېدلي اسناد ښيي چې تازه د ښاروال د نيول کېدو څلورم تعقيبي مکتوب هم زابل ته رسېدلی، خو ښاروا لا غوړې څڼې ګرځي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر کلاتوال د ولسي جرګې رييس ته هم د ښاروال د فساد په اړه عريضه کړې چې يوه کاپي يې سرخط ته رسېدلې ده.

کلاتوال له سرخط سره د خبرو پر مهال وويل، د ښاروال غلا تر پنځه میليونه هم اوړي.

دی وايي، دا يوازې يوه غلا ده چې اسناد يې سرخط ته رسېدلي، نورې هم پرېمانه غلاوې شوې دي.

وروسته له هغه چې والي د انجينر طيب په نامه د زابل ښاروالي اداري مدير د ښاروالي سرپرست مقرر کړ، زاړه ښاروال له سيمه‌ييزو ارګانونو څخه بېرته د خپلې دندې د دوام يوه مکتوب وړی او اوس د هغه په اساس، څوکۍ نه خوشې کوي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په سيمه‌ييزو ارګانونو کې د دغې ادارې سرپرست باقي پوپل له دغه ښاروال سره قومي تار لري او له همدې امله پرله‌پسې د فاسد ښاروال ملاتړ کوي او مکتبونو لېږي چې هغه دې پر دنده پاتې شي.

خو د زابل ښاروال کريم الله حکيمي بيا ورباندې لګېدلي ټول تورونه بې‌اساسه بولي.

دی وايي، په ولايت کې ورسره ځينې کسان شخصي عقدې لري او د هماغو عقدو د سړولو په موخه ورباندې تورونه لګوي.

ښاروال وايي، کور ته په رخصتي تللی و او والي د ده تر راتګ پورې يو بل کس سرپرست مقرر کړی و، نور هيڅ هم نه‌شته.

سرخط

One thought on “سرخط؛ د زابل ښاروال هم پنځه ميليونه افغانۍ غلا کړې”
  1. If the government can not replace Hakimi and can not apply the court order to remove him from post then why are we blaming Pakistan on every thing? This means the government has no power.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *