افغان سرتېری د انتحاري موټربمي حملې ځای ته ګوري. د ۲۰۱۵ د اکتوبر۱۱ مه

د افغانستان زړه ته څېرمه، د زيارتونو وطن د حکومتولي په قبر بدلېږي. ولسوالۍ يو په بل پسې له لاسه وځي، کلي طالبانو نيولي، د ښار په منځ کې هدفي وژنې په پېخر روانې دي، له ناامنيو سر نه پورته کېږي، د ګوتو په شمار ولسوالۍ د غزني له مرکزه اداره کېږي او د اسلامي تمدن پلازمېنه د سقوط د ګړنګ پر خوا ښويېږي.

په غزني کې له څو کالو راهيسې ناامنۍ روانې دي. هدفي وژنې، سړي تښتونې او چاودنې د هرې ورځې کيسه ده، خو په دې وروستۍ مياشت کې په دغه ولايت کې د ناامنيو لړۍ تر پخوا څو چنده زور اخيستی دی.

لس کاله کېږي چې ناوه سقوط ده. يو ځل ونيول شوه، بېرته په قصدي توګه طالبانو ته پرېښوول شوه.

طالبانو تر دويم ځل نيولو وروسته د ولسوالۍ پر خلکو قيامت راووست، وهل، تړل او ټکول د هغه اخلاص قرباني وه چې کليوالو له سرتېرو سره کړی و او د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال يې قرباني ورکوله.

اوس طالبان په دغه ولسوالي کې پراخ حضور لري، هلته يې پخې قرارګاوې جوړې کړې دي، روغتون يې نيولی او پاکستاني ډاکټران يې ورته راوستي دي، د شاوخوا ولايتونو ټول کنډوکپر، ټپي طالبان همالته ترميمېږي او له همدې ولسوالۍ نه يوازې د غزني نورو ولسواليو، بلکې ورڅېرمه ولايتونو ته هم پراخ تشکيلات کېږي.

دا اوس اوس زنخان، خوګیاڼي، رشیدان او واغظ ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط دي، مرکزونه يې د ښار څنډو ته رالېږدول شوي دي، د پوستو غوندې په غرفو او کانټينرونو کې ځای پر ځای شوي او له همدې ښاره تش په نوم اداره کېږي.

طالبانو چې کومې ولسوالۍ نيولې، يو تن يې ورته څوکيدار نيولی وي، هماغه يو تن درسته ولسوالي ساتي او د هماغه يوه تن له زوره، زرګونه سرتېري نه دي.

د اندړو، قره باغ، ګېرو، ګیلان، اب بند، اجرستان او ده یک ولسوالیو وضعیت ورځ تر بلې سقوط ته نږدې کېږي، دولتي حاکمیت تر یوې امنیتي پوستې محدود شوی او له امنیتي برخې پرته هیڅ ملکي خدمات نه لري.

د اندړو، قره باغ او مقر ولسوالۍ د پاڅون له ماتېدو وروسته په تدریجي ډول د سقوط پر خوا روانې دي.

یو وخت د اندړو څه باندې سل کلي د حکومت تر حاکمیت لاندې و، خو همدا تېره اوونۍ د حکومت تر حاکمیت لاندې وروستي مرکزونه میر هزار، پایندی، ملنګي او یو شمېر نور هم سقوط شول.

د غزني کندهار او غزني پکتیکا پر لارو وسله‌وال طالبان په رڼا ورځ ګزمې کوي، دولتي کارکونکي خو څه چې عادي وګړي لا هم پر دغو لارو تګ راتګ نه‌شي کولای.

د غزني غوندې مهم او له امنیتي پلوه له ګواښونو ډک ولایت سرپرستي نوی ډګروال شوی مصطفی مایار کوي.

مخکېنی امنیه قوماندان که څه هم د واکمني په دوره کې يې د غزني واغظ ولسوالۍ سقوط شوه، زیاتې سیمې د دولت له حاکمیت څخه ووتې، په ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی و او له دندې باید هغه مهال لا ایسته شوی وای، خو د ناغېړيو ترڅنګ له والي سره اختلافاتو یې د غزني سرنوشت په دې ډول کړ.

یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د غزني د ګیلان او جغتو ولسوالیو امنیه قوماندانان ووژل شول، د غزني پر قره باغ ولسوالۍ حمله وشوه، د غزني پر ښار حمله افشا او د نویو ځواکونو له ځای پر ځای کولو سره یې موقتي مخنیوی وشو.

د غزني مدني فعال مجيد ژړاند وايي، که مرکزي دولت پاملرنه و نه کړي او په امنیتي برخه کې وړ اشخاص ور و نه لېږي، وضعیت به تر دې ډېر بدتر وي.

دی وايي، د ملي امنیت ريیس دومره ضعیف سړی دی چې په اداره کې د عادي مامور د سرغړونې د اصلاح صلاحیت نه لري.

د ده په خبره، رييس په غیررسمي عادي جلسو کې شکایتونه او پر خپلې بې‌وسي اعتراف کوي.

د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس، په ښار کې هدفي وژنې لا هم روانې دي، کله یې ټرافیک وژلی وي، کله یې کلاشینکوف په غاړه عسکر ويشتی وي.

د ښار ټول مارکېټونه او تجاران وسله‌والو طالبانو ته مالیه ورکوي او په دې چارې ملي امنیت او نور امنیتي بنسټونه هم خبر دي.

د ښار تجارانو له ملي امنیت سره په متواترو ناستو کې دا خبرې په ځلونو شریکې کړې دي، خو ملي امنیت ځان بې‌وسه بللی دی.

ولایتي شورا بل مزاحمت دی چې له والي سره د ګټو په سر جنجال دی.

د غزني امنيه قوماندان مصطفی مايار وايي، سمه ده چې ولسوالۍ سقوط او امنيت خراب دی، خو وايي، ملامتيا ټوله د مخکېني قوماندان ده.

ده سرخط ته وويل، دا ولسوالۍ د مخکېني امنيه قوماندان د واک پر مهال سقوط شوې او له ده څخه يې بايد پوښتنه و نه شي.

د ده په خبره، پلان لري چې بېرته ټولې ولسوالۍ او سيمې له طالبانو ونيسي، خو دا چې څومره وخت به واخلي، دی څه نه شي ويلای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *