د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي ګڼ شمېر کورنۍ شل کاله وړاندې د جګړو او ناامنيو له وېرې پېښور ته کډه شوې، خو اوس چې راګرځېدلې، د پلار و نيکه پر مېنه يې څوک اوسېدو ته نه پرېږدي، پر سر ولاړې جونګړې يې نړوي او په ورځو ورځو يې کډې بار ولاړې وي، خو کښته کولو ته يې اجازه نه ورکول کېږي.
له څه مودې راهيسې حضرت سلطان ولسوالي ته د پېښور له هريپوره د دوو سوو په شاوخوا کې کډوال را ستانه شوي چې ټول يې پښتانه دي، خو ولايتي اداره يوې کورنۍ ته هم پر خپلو پلرنيو مېنو د اوسېدو اجازه نه ورکوي.
هېواد ته راغلي کډوال وايي، موده وړاندې يې د خپل وطن، ګل وطن له شعار سره د مهاجرت له پنډغالو هېواد ته مخه ونيوه، خو دلته چې راغلل، حکومت يې د هغو کنډوالو ودانولو ته هم نه پرېږدي چې شل کاله وړاندې ورڅخه پاتې شوې او د دوی پلرونو او نيکونو پهکې خاپوړې کړې وې.
دوی ادعا کوي چې ولايتي اداره د تعصب په اساس دوی پر خپلو پخوانيو مېنو مېشتېدو ته نه پرېږدي.
حاجي اکرم چې تازه له پېښوره راغلی، وايي، پاکستانيانو پردي مهاجر بلل، هلته يې سختې ورځې تېرې کړې، سپکې، ورکې او بېوطني يې وګاللـه، خو نن دا دی په خپل وطن کې هم مهاجر بلل کېږي.
دی وايي، د دوی له ډلې څو تنه څو مياشتې وړاندې سمنګان ته راغلي وو او دلته يې له پلرونو او نيکونو ور پاتې مېنې چې په جګړو کې کنډواله شوې وې، بېرته ورغولې او اوس يې کورنۍ ورته راوستې، خو ولسوال ورغلی د دوی پر سر يې جونګړې ور نړولې دي.
سرخط ته داسې مالومات هم رسېدلي چې له پېښوره تر راتلو وروسته د ډېری کورنيو کډې بار ولاړې وې، خو ولسوال حتا درې ورځې د موټرو خالي کولو ته هم اجازه نه ورکوله.
د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين راستنو شويو کډوالو ته ويلي دي چې د مهاجرو ښارګوټي ته دې ولاړ شي، کهنه بېرته دې کډې بار کړي او پېښور ته دې يې يوسي.
د راستنو شويو کډوالو په خبره، د مهاجرو ښارګوټی هسې نوم دی، په حقيقيت کې بېديا ده چې د ژوند تېرول پکې تر مرګ سخت دي.
خپله ولايتي اداره هم مني چې د مهاجرانو په ښارګوټي کې نه د څښلو اوبه شته، نه روغتون لري او نه هم ښوونځی شته چې ماشومان پکې زدهکړې وکړي.
بده لا دا چې هلته ودانۍ او سرپناه هم نهشته، خو ولایتي اداره راستنو شويو کډوالو ته وايي چې يا دې همدې دښتې ته ولاړ شي، يا دې بېرته پېښور ته ځانونه ورسوي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د سمنګان والي او ځينې نور چارواکي د حضرت سلطان له ولسوال سره يو ځای، د چهارشنبې په ورځ ولسوالي ته تللي او هغه جونګړې يې نړولې دي چې راستنو شويو کډوالو جوړې کړې وې.
دوی له ځان سره د جونګړو نړولو لهپاره د سيمې يو سکواټر چلوونکی هم بېولی، خو هغه د جونګړو له نړولو ډډه کړې او ويلي يې وو چې د کډوالو پر سر جونګړې نهشي نړولای، مګر ولسوال د والي او کډوالو په مخ کې هماغه سکواټر چلوونکی په خپلو ساتونکيو وهلی دی.
که څه هم کډوال ادعا کوي چې نيکونه يې پر همدې مېنو مېشت وو او قبالې لري، خو ولايتي اداره وايي، دا ځمکې دولتي دي او که هر کډوال ورباندې مېنه اباده کړي، بېرته به يې ونړوي.
د سمنګان د ولایتي شورا رييسې غاټول شېرزۍ سرخط ته ويلي دي چې ولسوال او والي هلته له راغليو کډوالو سره تعصب کوي.
دا وايي، يوازې پښتانه پر خپلو مېنو مېشتېدو ته نه پرېښودل کېږي، د نورو قومونو راستانه شوي، بېغمه ژوند کوي.
غاټول وايي، رښتيا هم ولسوال د چهارشنبې په ورځ د والي او خلکو په مخ کې هغه کس وهلی چې د کورونو له نړولو يې ډډه کوله او بيا يې په زور د خلکو کورونه هم نړولي دي.
د دې په خبره، په سمنګان کې ډېری دولتي ځمکې غصب شوې، حتا د تخت رستم شاوخوا سيمه چې په تاريخي ابدې پورې تړلې ځمکه ده هم زورورو لاندې کړې، څوک ور ته هيڅ نه وايي، خو راستانه شوي کډوال پر خپلو پلرنيو مېنو اوسېدو ته نه پرېښودل کېږي.
خو د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين بيا دا نه مني چې هلته يې د خلکو په مخ کې سړی ډبولی دی.
دی وايي، کورونه يې رښتيا هم نړولي دي، خو ځکه يې نړولي چې پر دولتي ځمکو جوړ شوي وو.
ولسوال ګواښ کوي چې تر دې وروسته به هم که چا په دغه ځمکه د کور جوړولو هڅه وکړه، مخه به يې نيسي او که يې کور جوړ کړ، نړوي به يې.
سرخط ورځپاڼه
په یاد وساتئ چې دغه پښتانه به ډیرې چیغې وکړي، وحشي ولسوال ته به عذر هم وکړي، ګټه به ونکړي، بیا به یې څو سپين ږیري کرایه پورکړي کابل ته به لاړ شي، دشپې ځای به نلري، هاخوا دیخوا دروازې به وټکوي، ارګ ته به یې څوک نه پرایږدي، بیا به یو موسمي پښتون دلال راپیدا شي او د ګټې په نیت به دوی ارګ ته د ننه کړي، هلته به د یوچا مخ ته خپلې پټکي په غولي ووهي، په سپیرو ږیرو به یې اوښکي روانې شي او…. ارګ به وعده وکړي… دوی به په تمه بیرته لاړشي خو هماغه خرک و درک به وي… بیا به تش لاس د ولسوال اوباشانو سره لاس وګریوان… ولسوال به یو دوه دری سپین ږیري په کې وولي… ځوانان به یې د طالب ټوپک راواخلي او… بیا به طیاره پرې بمبارد وکړي او بیا به داسې خبر په تلویزونونو او ویبپاڼو په ټنده ووینو
…چارواکي وایي چې د سمنګانو په حضرت سلطان کې په یوه هوایي حمله کې ۲۰ تنه ترهګر ووژل شول…
د طالبانو بد اعمال په خپل ځای خو د ترهګرسازۍ پروسه که څه هم پیچیلې خو همدې ته ورته یو څه د
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې څنګه دې پروسه کې، ولسوال قانوني مشروع او ډموکرات راوځي او دا نور بیا ترهګر او…