له نن څخه شپاړس کاله وړاندې د سپټمبر پر يوولسمه د امريکا په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې د ترهګرو د خونړيو حملو له امله په یوه ورځ شا و خوا درې زره کسان ووژل شول.
هغه ورځ دوو الوتکو په نیویارک کې د نړۍ سوداګریز مرکز او یوې الوتکې د امریکا دفاع وزارت په نښه کړ او څلورمې هغې په پنسلوانیا کې سقوط وکړ.
دغه حملې د القاعده شبکې د نولسو غړيو په واسطه په امریکا کې وشوې او وروسته بيا امريکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د پوځي حملې پرېکړه وکړه.
هغه مهال داسې اوازې وې چې امريکا به په شپاړس ساعته کې د طالبانو رژيم نسکور او جګړه وګټي، خو طالبانو يوه مياشت مقاومت وکړ او بيا جګړه له شپاړسو ساعتو، شپاړسو کالو ته وغځېده.
شپاړس کاله کېږي په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د امريکا جګړه روانه ده، خو لا هم د سلګونه زره بېګناه افغانانو په شهادت او ژوبلېدو سربېره، د جګړې بری او ناکامي د رحمان بابا د دېوان په فال هم نه مالومېږي. دواړه غاړې ځانونه بريالي بولي، دواړه غاړې ادعا کوي چې لا نورې جګړې ته يې تر وس نه ده تېره، توپير دومره دی چې امريکا کله کله د بېوسي کومه تمثیلي چيغه وکړي، خو ترهګر لا په کنډې کپر ځان د جګړې دوام ته ټټر ډبوي.
شپاړس کاله وړاندې افغانستان ته د امريکايانو په ګډون د نړۍ يو سل او شل زره سرتېري راغلل، جګړه يې پيل کړه، چاودنې، چاپې، بمبارۍ او نښتې يې وکړې، ځينې يې مړه شول، ځينې بېرته کورونو ته ولاړل، خو دا دی شپاړس کاله وروسته لا هم ترهګر د افغان انسان پر مرۍ غلی دی، په ښارونو کې وژنې روانې دي، ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي، ولسوالۍ طالبانو نيولې او پر لويو لارو څوک د ترهګرو له وېرې سفر کولو ته زړه نهشي ښه کولای.
د جګړې دغسې اوږدېدو، لا پسې زياتېدو، کله کله د ماتې منلو نغارې وهلو او بيا بېرته د دواړو غاړو له خوا د بريا اعلانولو، عام افغانان په دې باور کړي دي چې امريکا له طالبانو سره ګوتې پټې کړې، دواړه د امريکا د ګټو لهپاره په افغانستان کې خلک وژني، طالبان د امريکا او امريکا د طالبانو شتون ته زمينه برابروي او چل ټول د افغان انسان په لاس کې غنمينې ډوډۍ او تر ځمکه لاندې کانونو ته جوړ دی.
افغان انسان يوه ورځ له امريکا څخه اوري چې تر څو په افغانستان کې طالبان او نور ترهګر وي، دوی به همدلته جګړه کوي، پر دا بله ورځ له طالب څخه اوري چې تر څو يو بهرنی هم په افغانستان کې پاتې وي، دوی به له جګړې لاس وا نه خلي او په دې توګه خلک په دې باوري شي چې د جګړې دواړه غاړې له يوه ادرسه قومانده اخلي، دواړه د جګړې اوږېدېدل غواړي، دواړه غاړې کبان نيسي او اوبه رڼېدو ته نه پرېږدي.
خلک ملامت نه دي، خلک بدې ورځې اخيستي، خلک که د امريکا بمبارۍ تاييدوي، يا د طالبانو صحرايي محاکمو ته ځي، له بدې ورځې ځي.
رښتيا خبره دا ده چې امريکا نه جګړه بايللې، نه يې ګټلې ده، بلکې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نامه يې شپاړس کاله، په يوه غلطه سيمه کې ګوزارونه کړي دي.
د سپټمبر د يوولمسې بريدونه القاعده وکړل، امريکا په افغانستان کې د طالبانو رژيم له دې امله چپه کړ چې القاعده ته يې ځای ورکړی، خو دې ته څوک ولې نه ګوري چې د القاعده مشر اسامه بن لادن چېرې ووژل شو؟
که امريکايان له امريکا، افغانستان ته د القاعده او نورو ترهګرو ډلو په ځپلو پسې راغلې وي او د طالبانو رژيم له دې امله نړول شوی وي چې اسامه يې ساتلی و؛ نو پاکستان خو هم اسامه امريکا ته ژوندی په لاس نه دی ورکړی، پاکستان خو هم اسامه ساته.
که اسامه په افغانستان کې وي، پر افغانستان بريدونه کېدای شي، اسامه که په پاکستان کې وي ولې بريدونه ورباندې و نهشي؟
که طالبان د القاعده په ساتلو د مرګ سزاوار بلل کېدای شي، پاکستانيان ولې نه يوازې د ترهګرو په ساتلو، بلکې تمويلولو او روزلو سربېره، بيا هم د امريکا له قهر څخه خوندي وبلل شي.
دا جګړه غلطه پيل شوې او لا هم غلطه روانه ده.
تر څو پورې چې امريکا له پاکستان سره ملامت او سلامت نه وي مالوم کړی، حساب يې ورسره ټکي په ټکي تصفيه کړی نه وي، په افغانستان کې به د افغانانو او امريکايانو وينې همداسې بهېږي او جګړه به هم نه ګټونکی لري، نه بايلونکی.
دا جګړه به کلونه وروسته هم د دوو تاواني غاړو تر منځ يو بېمانا جنګ وي.
سرخط ورځپاڼه