په غور او فاریاب ولایتونو کې د سرخط موندنې ښيي چې طالبانو د دغو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې مواصلاتي لارې تړلې او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د ځان او کورنۍ لپاره خوراکي توکي راوړي.
سرچینې وايي، طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې ځکه د غور د پسابند او د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالیو لارې تړلې او خلک نه پرېږدي چې د ځان لپاره خوراکي توکي راوړي چې په وینا یې له دولت سره همکاري کوي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري وايي، طالبانو له تېرو اتو میاشتو راهیسې د غور پسابند ولسوالي پر اوسېدونکیو اقتصادي بندیزونه لګولي او د دې ولسوالي په بازار او دوکانونو کې هيڅ خوراکي توکي نه موندل کېږي چې خلک یې وخوري.
د ده په وینا، د طالبانو له لاسه په دې ولسوالي کې د یو لېټر تېلو بیه چې هغه هم په ډېره سختي موندل کېږي ۱۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
سرچینه وايي، طالبانو پسابند ولسوالي ته ټولې راغلې لارې تړلې او په بشپړ ډول یې کلابنده کړې ده.
د سرچینې په وینا، طالبانو دغو ولسوالیو ته د خوراکي توکيو پر لېږد بندیز لګولی او که څوک یې د وړلو هڅه وکړي، سختې سزاوې ورکوي.
په همدې حال کې سرچینه د سیمې یو شمېر اوسېدونکيو د وینا پر بنسټ وايي چې د خوراک لپاره هيڅ نه لري.
که طالبانو یې پر وړلو بندیز لګولی، خو دولت یې هم غږ نه اوري.
د دوی په وینا، که څه هم د غور سیمهيیز چارواکي د دوی له ستونزو خبر دي، خو بیا یې هم په اړه هيڅ ګام نه دی پورته کړی.
د پسابند ولسوالي اوسېدونکي له حکومته، په تېره بيا امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي او دوی یې له لګول شویو بندیزونو او ظلمونو خلاص کړي.
دغه ولسي خلک خبرداری ورکوي، که غم یې و نه خوړل شي، په دې ولسوالي کې به انساني ناورین پېښ شي.
په همدې حال کې د غور ولایتي مسوولان هم دغه ستونزه مني، خو وايي، د حلولو لپاره به یې لاس په کار شي.
د چارواکیو په وینا، د غور پسابند ولسوالي اوسېدونکي نه یوازې، خوراکي توکي نه لري، بلکې په دې ولسوالي کې د تېلو نه موجودیت له کبله د مخابراتي شبکو پایو هم کار پرې ايښي او له اوسېدونکیو سره یې هيڅ ډول اړیکه نه نیول کېږي.
بله خوا په فاریاب کې یوې باوري سرچینې سرخط ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې پر خلکو اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سیمې خلکو ته د خوراکي توکیو د لېږد اجازه ورکړې نه ده او په وینا یې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سرچینې په وینا، طالبان نه یوازې د پښتونکوټ ولسوالي اوسېدونکي د خوراکي توکيو پېر او لېږد ته نه پرېږدي، بلکې ورباندې له هر ډول ظلم نه هم درېغ نه کوي.
سرچینه وايي، د دغې ولسوالي اوسېدونکي اوسمهال د طالبانو د بندیزونو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او تراوسه ۳ ماشومان او ۲ ښځې له لوږې مړې شوې دي.
په پښتونکوټ ولسوالي کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سرخط ویلي، له تېرو شلو ورځو راهیسې د دغې ولسوالي د اوسېدونکيو خوراکي توکي خلاص شوي او طالبان ورته د نورو توکیو راوړلو اجازه نه ورکوي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو د سیمې پر خلکو اور بل کړی او که غم یې و نه خوړل شي، د هغوی د ظلم له لاسه به خپل ژوند و بایلي.
د پښتونکوټ ولسوالي اوسېدونکي له حکومته غواړي چې ولسوالي یې امنیت کړي او د طالبانو له شره یې وساتي. دوی نیوکه کوي چې دولت تر اوسه د طالبانو پر وړاندې او د دوی د ستونزو حل لپاره هيڅ اقدام نه دی کړی.
بل خوا د فاریاب سیمهيیز چارواکي هم مني چې طالبانو په پښتونکوټ ولسوالي کې د خوراکي توکیو پر لېږد بندیز لګولی دی.
دوی وايي، د خلکو له ستونزو خبر دي او په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي او د سیمې خلک به د هغوی له شره په امان کړي.
طالبانو یوازې په غور او فاریاب کې پر خلکو اقتصادي بندیزونه نه دي لګولي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو لپاره ځانګړي قوانین جوړ کړي وو او په زوره یې پرې پلي کول.
سرخط ورځپاڼه
باید چې حکومت هلته تیار خواړه، وریژې، لوبیا او اوړه د الوتکو له لارې ور وغورځوي او ورسره معلوماتي پاڼې هم خپرې کړي چې خلک یې په وېش کې نظم مراعت کړي.
که طالب داسی ظلم کوي نو حکومت چه په هره میاشت کښي په سونو ملکیان وژني کورونه ورانوی، کلي، جوماتونه او مکتبونه ورانوي هلته بیا نه انسانيت ته څوک قایل دي نه حقوق بشر ته
ایا محمدي (ص) سیرت همدې ته وايي