د طالبانو د مخکېني جنجالي مشر ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د طالب وسلهوالو او ایايسای تر منځ يو پر بل شکونه، ناندرۍ او کشالې پيل شوې چې اوس خطرناک حالت ته رسېدلې دي.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې ملا منصور په مري کې د سولې د خبرو په اړه د پاکستان فرمايش و نه مانه، له ايران سره يې ګوتې پټې کړې او د راګرځېدو پر مهال يې سر وخوړ.
له همدې ځايه وروسته په امارت کې د منصور نږدې کسانو پر ایايسای شکونه پيل کړل او همدلته د پاکستان او طالبانو تر منځ يو وړوکی درز پيدا شو چې اوس ښه غټ شوی دی.
د منصور تر مرګ وروسته د منصور د پرې يارانو ملا ګل اغا، صدر ابراهيم، ملا محمدزي بلوڅ او ملا محمد رحيم چې په منان مشهور دی، له پاکستان څخه ايران ته مخ واړاوه او بيا يې په مسلسله توګه د پاکستان فرمايشونه و نه منل.
د دغو څلورو طالب مشرانو سرغړونو ایايسای هم په قهر کړ او بيا د دواړو غاړو تر منځ د اختلافاتو او ناندريو يوه نوې لړۍ پيل شوه.
په امارت کې همدا څو کسان چې ملا منصور ته ډېر نږدې وو، د امارت پر زياته برخه کسانو نفوذ لري او خبره يې تر ډېره حده منله کېږي.
دوی د ايران ملاتړ لري، د مخدره موادو پرېمانه پيسې يې په لاس کې دي او د هلمند ټول عوايد دوی ته ورځي. دغو څو امکاناتو په امارت کې د دوی زور زيات کړی دی او تر ډېره د پاچاهي ژوند لري.
ملا ګل اغا د امارت د رهبري شورا غړيتوب لري، مالي مسوول يې هم دی، ملا صدر ابراهيم بيا د امارت عمومي نظامي مشري په غاړه لري. ملا محمدزی بلوڅ د کندهار لهپاره د طالبانو مسوول دی او ملا محمد رحيم چې په منان مشهور دی، د هلمند مسووليت لري.
که يوې خوا ته حکومت د عطا په نامه داسې والي لري چې تر حکومت زورور دی، بل پلو منان د امارت عطا دی، له درست امارت او پاکستان سره ټانټې ژويې.
دی په يوازې ځان له درست امارت سره ډغره وهي، ډېر وخت دامارت پرېکړې نه مني، څه چې يې زړه غواړي، هغه کوي او د امارت هم زور نه ورباندې رسېږي.
ایايسای هم نه شي کولای په يوه وار دغه کسان وځپي، ځکه وېره لري چې د دوی له ځپلو سره يې تر نيمايي زيات امارت له واکه وځي او سرغړونې پيلېږي.
د طالب مشرانو او ایايسای تر منځ د ناندريو لړۍ له دې امله هم په دې وروستيو کې تونده شوې ده چې هلته پر پاکستان د چين فشار دی چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي او د سولې د پروسې په نامه دې يو فرصت جوړ کړي او دلته طالبان د ایايسای دغه فرمايش ته غاړه نه ږدي.
له بلې خوا ايران تر يوې اندازې پورې په پرلهپسې توګه د ملا منصور پاتې شونو طالب مشرانو ته تر غوږ ورتېروي چې خبرې دې نه کوي. همدا طالبان په ايران کې د استازولي يو دفتر هم لري.
په ټوله کې دغه د پټې خولې جنګ د چين او ايران تر منځ دی، پاکستان له چين سره ګوتې پټې کړې او د منصور يارانو له ايران سره، تر منځ ډېر خراب طالبان او پاکستان دي.
د همدې اختلافاتو په ټس کې ځينو طالبانو مشرانو د پاکستان پړی له غاړې ايستلی، يا نورو هېوادونو ته تللي، يا يې افغانستان ته مخه نيولې ده.
داسې اوازې دي چې څه موده وړاندې د کندهار پنجوايي ته د طالب مشرانو راغلې ډله هم د همدې اختلافاتو له امله هېواد ته راستنه شوې وه.
د طالبانو يو بل مشر شيخ عبدالحکيم هم د همدې اختلافاتو له امله په کوټه کې خپل کور او مدرسه تر شا پرېښوول او هلمند ته راغلی دی.
شيخ عبدالحکيم د طالبانو قاضي القضات و، د کوټې په اسحاق اباد کې يې مدرسه درلوده او اوس په طالبانو کې د ملا منصور د پلوې ډلې د شورا غړيتوب لري.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د ملا منصور په ژوند هم، تر ملا منصور له شيخ عبدالحکيم سره د امارت زيات واک و.
د طالبانو د تعليم او تربيې د کمېسيون مسوول مولوي نور محمد ثاقب چې د ملا منصور د ډلې غړی و، هم له څه مودې راهيسې ورک دی.
داسې اندېښنې دي چې دغه کس ایایسای په کومه بلا خوړلی دی.
ها پلو بيا د طالبانو په منځ کې ملا هبة الله، ملا يعقوب او خليفه سراج پاتې دي چې د پاکستان خولې ته ګوري او تر ډېرې اندازې پرې د ایايسای منتر چلېږي.
ملا هبة الله د طالبانو د امارت بې واکه مشر دی. ملا يعقوب د ملا محمد عمر اخوند مشر زوی دی او خليفه سراج بيا د حقاني زوی دی او د امارت دويمه مرستيالي هم لري.
دوی درې واړه حاضر دي چې د ایايسای په خوښه، هر ځای چې وي د چين د خوشحالولو په پار له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، خو غم دا دی چې په امارت کې څوک د دغو کسانو په خوله پياز نه خوري.
د ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د طالبانو په امارت کې درزونه پيدا شول، ملا منصور يې ځایناستی او ملا رسول ورڅخه ډله بېله کړه.
وروسته چې ملا منصور ووژل شو، د امارت پاتې ډله هم په څو ډلو پسې ووېشل شوه.
ایايسای ملا هيبة الله د ملا منصور ځای ناستی کړ او د ملا منصور د برخې نيم طالب مشران له پاتې نورو څخه پسې مرور شول.
د پاکستان استخباراتي شبکې څه موده وړاندې ملا محمد رسول کوټې ته په چل وغوښت او هلته پسې ترې تم شو، خو پلويان يې اوس هم فعاليت کوي.
اوس پاکستانيان هڅې کوي د ملا منصور پلويان د ملا هبة الله ډلې ته ورنږدې کړي، خو غشی له کمانه وتلی.
هغوی نيم افغانستان ته راغلي، سولهييز ژوند کوي، نيم يې د ايران ملاتړ، د مخدره موادو پرېمانه پيسې او د هلمند او کندهار ټول عوايد لري او نيم نور يې يا نورو هېوادونو ته تللي، يا يې د سفر موزې په پښو کړې او روان دي.
د طالبانو هغه برخه چې لا هم ایايسای ته وفاداره پاتې ده، پر طالب اورپکو نفوذ نه لري او نه شي کولای پاکستان ته هغسې خدمت وکړي، څنګه يې چې ورڅخه تمه کېږي.
سرخط ورځپاڼه