سرخط ورځپاڼه
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د غزني والي کريم متين خپله يوه لانجه د طالبانو محکمې ته وړې او هلته طالبانو د والي په ګټه پرېکړه کړې ده.
د کريم متين شخړه د اندړو ولسوالي له قيام الدين کاکا سره د يوه هوټل په سر وه، کيسه تر څارنوالي رسېدلې، په څارنوالي کې چې قيام الدين کاکا سلامت او والي ملامت بلل شوی، والي صاحب پرېکړه بېانصافي بللې او د طالبانو صحرايي محاکمې ته یې کيسه رسولې ده.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، غزني ښار ته څېرمه په ناني سيمه کې د غزني والي له قيام الدين کاکا سره د يوه هوټل په جوړولو کې مرسته کړې وه او بیا یې د همدې هوټل په سر له قيام الدين کاکا سره لانجه راغلې وه.
والي په لومړي سر کې قيام الدين کاکا ته ويلي چې پيسې په قرض ورکوي، هغه دې دغه پيسې په هوټل ولګوي او هر وخت چې یې وګټلې، ده ته دې خپل قرض ورکړي، خو کله چې هوټل جوړېږي والي وايي، دی پکې سم نيمايي شريک دی.
د تر لاسه شویو مالوماتو په اساس، وروسته قيام الدين کاکا څارنوالي ته ګرېوان څيرلی، قاضيانو چې د قيام الدين کاکا اسناد څېړلي او پوښتنې ګروېږنې يې کړې دي، پرېکړه کوي چې والي ملامت دی او پر قيام الدين یې يوازې قرض باندې دی، خو والي چې پر دې پرېکړه خبرېږي، وايي، په حکومت کې فساد دی، بايد د دوی تر منځ سلامت او ملامت د طالبانو قاضي مالوم کړي.
په دې توګه قضيه ځي او د طالبانو لاس ته لوېږي، والي خپل ورور او د حاجي خوشحال په نامه خپل يو خپلوان طالبانو ته لېږي او طالبان هم قيام الدين کاکا ورغواړي.
وروسته د طالبانو قاضي نه يوازې دا چې د غزني د والي کريم متين په ګټه پرېکړه کوي، په دې سربېره، قيام الدين کاکا وهي او ډبوي او تر غوږ پسې ورتېروي چې پر والي صاحب ملامت يې.
د طالبانو قاضي د والي صاحب د سپېڅلتيا، پرهېزګاري او سلامتيا يو لامل دا هم يادوي چې طالبانو ته یې عریضه کړې ده.
د غزني د ولايتي شورا يوه وکيل له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، پر دغه کيسه د ولايتي شورا وکيلان هم خبر دي.
دی وايي، قيام الدين کاکا څو ځله ولايتي شورا ته ورغلی او هلته یې شکايت کړی دی، وکيلانو ورته ويلي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ولاړ شي، خو هلته چې ولاړ، دعوه یې وګټله، اما والي د محکمې پرېکړه په لغته ووهله.
دی وايي، د طالبانو په صحرايي محاکمه کې، همالته د پرېکړې په ځای کې قيام الدين کاکا په لغتو وهل شوی او ورته ويل شوي دي چې بل وخت دې له والي صاحب سره ټانټې نه ژويي.
سرچينه وايي، د غزني ولايتي شورا ته په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه هوټل له دوه زره او شپږم کال راهيسې قيام الدين کاکا چلاوه او په وروستيو کې والي ورسره ځان شريک بللی دی.
د دغې سرچينې په خبره، اوس په دغه هوټل کې سرتېرو پوسته جوړه کړې او په شاړه اوښتی دی.
سرچينه وايي، هوټل د يو لک ډالرو ارزښت لري.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې طالبانو د قيام الدين کاکا يو زوی هم پنځهويشت ورځې په دې جرم بندي کړی و چې د فېسبوک په يوه پوسټ کې يې د غزني له والي کريم متين څخه سر ټکولی و.
سرخط قيام الدين کاکا هم را پيدا کړ او په دې اړه یې وغږاوه.
قيام الدين کاکا چې له وېرې طالبان ببر زورور بولي، وايي، ښه پوهېږي چې ببرو زورورو او والي لاره سره يوه کړې، خو دی اوس د هغوی له ډاره د حکومت په عدلي او قضايي ارګانونو کې خپل ګټلی حق نهشي تر لاسه کولای.
قيام الدين کاکا وايي، دومره مالومات یې هم تر لاسه کړي دي چې د غزني والي کريم متين د خپل يوه ورور او د حاجي خوشحال په نامه خپل يوه خپلوان ته سل زره کلدارې د رشوت په توګه په لاس ورکړې وې او هغوی طالبانو ته سپارلې چې پرېکړه د والي په ګټه وکړي.
دی وايي، اوس نو له وېرې خپل حق نهشي اخيستلای، ځکه حکومت او د حکومت دښمن دواړه ورته يوه خوا دي او کور د ده په پکې خراب شوی دی.
د قيام الدين کاکا په خبره، صبر یې کړی، والي طالبانو ته عريضه وکړه، خو دی به یې يو وخت خدای ته وکړي او باور لري چې خدای بېانصافي نه کوي.
سرخط په دې اړه د غزني د والي وياند عارف نوري ته هم زنګ وواهه، خو هغه له څه ويلو، ډډه وکړه.
سرخط ورځپاڼه