د پاکستاني پوځ او استخباراتو هودې ته يوازې غومبسو او لړمانو خپل نېښونه نه دي غورځولي، بلکې ماران او ښاماران يې هم تر خپل دم لاندې راوستلي دي. دغه هوده او منتر اوس د پاکستان د ژبې پر سر دی.

پاکستان تر ځان د بېلابېلو منترونو اووه کرښې چاپېرې کړې، تر اوسه کوم مار او ښامار وروستۍ کرښې ته د رسېدو مخه نه ده موندلې، بلکې په لومړۍ او دويمه کرښه په سر ايښودو اړ شوی دی.

ټرمپ په خپله سټراټېژي کې په يوه ټوپ درې کرښې کراس کړې، خو د پاکستان منتر ته يې ځان ټينګ نه‌شوای کړای.

د ټرمپ له دغه ټوپه ځينو د پاکستان لکۍ د ده تر پښه لاندې ليدله، خو پاکستان د ډرامې په دغه پارټ کې په خپل بريالي مانور خپله لکۍ يو ځل بيا روغه را وايستله.

ټرمپ نږدې اته مياشتې د پاکستاني استخباراتو د منتر او هودې پر وړاندې د خپلې سټراټېژي په جوګ پخولو تېرې کړې، خو بيا يې هم جوګ خام را وخوت.

ابۍ مړه، تبه يې پرې شوه. د کاناډايي الاصله کورنۍ له پرېښودو يې د ټرمپ د زهرو نېښ داسې پڅ کړ چې بېرته را ايستلو ته يې د يوه بل انتظار اړتيا ده.

اوس به ټرمپ تر مياشتو د پاکستان په قصيدو بوخت اوسي او پاکستاني استخباراتو به بې‌غمه نويو فتنو ته وړ فرصتونه تر لاسه کړي وي.

پاکستان ټولې پتې پر يوه وار نه کاروي، بلکې په مناسب وخت او حالاتو کې يوه يوه پته ميدان ته را باسي.

تاسې به اورېدلي وي چې پاکستان تر دې له مخه هم په خپل ځانګړي مهارت له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره خپله لوبه په کومه بڼه او کچه غځولې ده؟

هر وار چې پر پاکستان د نړيوالې ټولنې له خوا سخته راغلې، د لوبې نوې پته يې ميدان ته غورځولې، د قرباني د نوي ګډوري پر مرۍ يې چاړه تېره کړې ده.

د همدغو فشارونو د مخنيوي په پار يې يو په بل پسې د القاعده غړي پر امريکايانو پلورلي، د طالب چارواکيو په ډالۍ کولو یې نوي فرصتونه تر لاسه کړي او د حقانيانو په نيولو، وژلو او د امريکا هوايي بريدونو ته په وربرابرولو يې له خپله سره د فشارونو لړې او بړبوکۍ لېرې کړې دي.

پاکستان نه دا چې په دغه نوې لوبه د امريکا او نړيوالې ټولې له غيض او غضبه ځان وژغوره، بلکې داد او شاباس يې هم تر لاسه کړ، تر دې چې خپله ولسمشر ټرمپ هم د امريکا غوښتنو ته د درناوي منندوی وګرځېد.

پاکستان يو ځل بيا فرصت تر لاسه کړ، لوېديزه مېډيا به تر ډېره د پاکستان د دې ښېګڼې په يادولو او د طالبانو او حقاني شبکې د بدګڼو په سپړلو او شمارلو بوخته وي، ولسمشر ټرمپ به دغه پرمختيا پاکستان ته د خپل خبرداري او سټراټېژي لاس ته راوړنه ګڼي او پاکستاني استخبارات به په برېتو کې په خپله موسکا، د يو ګام وروسته دوه ګامه وړاندې پاليسي له مخې، دغه ډالۍ پر ډېورنډ کرښه له سره د دېوال او اغزن تار لګولو د چانس په توګه، پر خپله نرمه غاړه د ټرمپ چاړه پڅه را باسي.

سرخط ورځپاڼه
Sarkhat

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *