که د مرحوم احمدشاه مسعود تلین د لویې جرګې په پخه کېږدۍ کې تر دې هم په پرتمینو او درنو مراسمو ونمانځل شي، هيڅوک به یې مخالفت و نه کړي.
که په عیدګاه جومات کې یوازې د وږي پر اتلسمه نه، ټوله میاشت د ختمونو لړۍ وغځېږي، زما په څېر ګناهکار به هم د ثواب او د دعا په تمه پهکې برخه واخیستای شي.
که د ښار په بېلابېلو برخو کې د خیرات زرګونه دېګونه بار شي، ښايي دا یوه ورځ که د ښار ټول وږي نه وي، سم نیمايي خو به یې په مړه ګېده د یوه څاښت خوړو مخه وموندای شي.
که دغه ورځ د شهیدانو د اوونۍ پر ځای په رسمیاتو کې هم یوازې د احمدشاه مسعود ورځ وګڼل شي، بیا هم ښايي د چا پر زړه درنه و نه غورځي.
که پر دغه ورځ په پنجشېر کې د احمدشاه مسعود پر مقبره لویه او درنه مشاعره جوړه شي، زموږ ډېری شاعران به د زړه له ځوښه پهکې برخه واخلي.
که د شهید په څلورلارې کې د احمدشاه مسعود پر څلي په خروارونو ګلان او زرګونه د ګلونو ګېډۍ کېښودل شي، فکر نه کوم څوک یې د غندنې غږ پورته کړي.
د وږي اتلسمه که افراد نمانځي، که تنظیمونه، ډلې او حکومت، هيڅوک یې پر مخالفت نهشي راپورته کېدلای او راپورته به هم نهشي.
تنازع یا مخالفت په دې را ولاړ شوی چې پر دغه ورځ ښار د وحشت ډاروونکی تصویر ګرځېدلی وي، د کاروبار ارابه په ټپه ولاړه او د ترینګلتیاوو تورې ورېځې پر ښار را ټیټې وي.
دغه ورځ ما او تا نه ده متنارعه کړې، بلکې پر ښار د مسعود د پلیونو په نامه یو شمېر لنډهغرو له راغورځېدو متنازغه کړې ده.
یوازې تنازعه نه، نږدې ده دغه ورځ د نفرت د سمبول په توګه د ولس په حافظه کې ثبت شي. وار له مخه د دعا پر ځای د خلکو خولې په ښکنځلو او ښېراوو بېرته دي.
له څو کرایي لنډهغرو پرته ډېری پنجشېریان هم په دغه بڼه او کچه د وږي له اتلسمې پوزو ته راغلي، د همدغې ورځې د بدماشیو پایله ده چې احمد شاه مسعود یې له افغانستان څخه پرې او یوازې په تاجکو پورې منحصر کړ، بیا یې له تاجکو په را اخیستو، په پنجشېر کې را لنډ کړ او اوس یې یادون او نمانځنه په واټونو کې څو کرایي لنډهغرو ته پاتې ده.
د وږي اتلسمه په حقیقت کې د قانون د تعلیق ورځ ګرځېدلې، تاسې به د سرخط پرونۍ ګڼه او د ټولنیزو رسنیو خپاره کړي تصویرونه لیدلي وي، تاسې او خدای د کابل څېره وېروونکې او له وحشت څخه ډکه نه ده؟
پر دغه ورځ څوک په ښار کې د قانون، نظم او حکومت درک لګولای شي؟
توپکسالاري څه ته وايي؟ بیا د جنګسالار په نامه څرنګه ځینې خوا بدوي، په داسې حال کې چې پر دغه ورځ سلګونه وسلهوال له ناقانونه وسلو سره پر ښار ورغورځېدلي وي، د هوایي ډزو او سړو مرمیو په لګېدو لسګونه بېګناه انسانان مړه او زخمیان وي، خو څوک دې چاته دا و نه شي ويلای چې پر مخ دې څو ګله؟
پر دغه ورځ لسګونه بېپلېټه، بېنمبره موټر له کومه راوځي، ټرافیکو چا ته د سنبلې د ۱۸مې پلېټ او کاغذونه ورکړي؟
د وږي پر اتلسمه د هوايي ډزو، خپلسرو وسلهوالو او ناقانونه وسلو د نندارې او مانور پیغام څه کېدای شي؟
د قانون د دغسې تر پښو لاندې کولو د عواقبو پر ځواب څوک پړ پېژندلای شي؟
پرېږدئ چې د وږي اتلسمه په سولهییزو غونډو یو تلین و اوسي؛ تلین پاتې شي. دغه ورځ د نفرت وسیله او سمبول مه ګرځوئ، په ښار کې یې د ډار او وحشت هیولا مه پېژنئ؛ مه پرېږدئ چې دغه ورځ د کرکې د تورې ورځې په نامه په تاریخ کې ثبت شي.
سرخط ورځپاڼه