بالاخره، جګړې، بېوزلي او بېکاري افغانان د خپلو اولادونو پلورلو ته اړ ايستل، يوازې د هرات په شيدايي ولسوالي کې سږ کال بېځایه شویو کورنيو خپل ۷۱ ماشومان پلورلي دي.
د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولانو رياست وايي، سږ كال هلته ۷۱ ماشومان د خپلو كورنيو له خوا د كوژدې په نوم له ۱۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانيو په بدل كې پلورل شوي دي.
د دې ادارې رييس عبدالقيوم افغان وايي، دا ماشومان له يوه تر پنځو كلونو عمرونه لري او د شيدايي سيمې د بېځايه شويو كورنيو اړوند دي.
که څه هم تر دې وړاندې هم د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د کورنيو له لوري د خپلو اولادونو د پلورلو راپورونه خپاره شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې په يوه ځانګړې سيمه کې يوازې په يوه کال کې ۷۱ ماشومان پلورل کېږي.
تر ټولو جالبه يې دا ده چې د همدې خبر له خپرېدو سره په يو وخت د ملي يووالي حکومت څلور کلونه هم پوره شول او دا څرګندوي چې له بدهمرغه د دغه حکومت پر مهال بېکاري او بېوزلي خپل اوج ته رسېدلي، تر دې چې پلرونه او مېندې د خپلو زړونو ټوټې د څو روپو په بدل کې پلوري.
دا په داسې حال کې ده چې څلور كاله وړاندې د ملي يووالي حکومت مشرانو په هېواد كې د سولې، امنيت، اقتصاد، اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او ځينو نورو برخو كې جدي ژمنې وكړې.
که څه هم د څلورو كلونو په تېرېدو سره د ملي يووالي حكومت وايي، په يو شمېر برخو كې لاس ته راوړنې لري، خو ستونزې هم نه ردوي.
د اجراييه رياست مرستيال وياند امېد ميثم وايي، سره له دې چې په امنيتي او ځينو نورو برخو كې حكومت له ستونزو سره مخ دى، له نړيوالو سره په اړيكو، ټاكنيزو اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او يو شمېر نورو برخو كې لاس ته راوړنې هم لري.
خو د سياسي چارو شنونكي وايي، له تېرو څلورو كلونو د وړاندې مودې په پرتله په هېواد كې سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز وضعيت خراب شوى، د بېكاري كچه لوړه شوې او د هېواد پرېښودونكو افغانانو شمېر ډېر شوى چې دا حالت د حكومت او ولس تر منځ د واټن د زياتوالي سبب شوى دى.
د وروستيو شمېرو له مخې همدا اوس د جګړو له کبله شاوخوا ۲ ميليونه افغانان بېځايه شوي دي، کور، کالي او ژوند ترې پاتې دی او يوازې د خپل سر د ساتلو لپاره تر شنه اسمان لاندې او يا په کېږديو کې ژوند تېروي.
د دې تر څنګ څه باندې اووه ميليونه د کار پر شرايطو برابر وګړي بېکاره دي او نه پوهېږي د خپلې کورنۍ او ماشومانو لپاره لپاره يوه مړۍ ډوډۍ له کومه کړي. تر دې چې اړ کېږي خپل اولادونه وپلوري او د هغو په پيسو څو نورو اولادونو ته ډوډۍ وپېري.
د دې تر څنګ شاوخوا ۳۰ سلنه افغانان په ناامنو سيمو کې ژوند کوي او هره ورځ د دې تريخ انتظار باسي چې د طالب، داعش يا حکومتي ځواکونو ګولۍ يې تندی يخ کړي. ځکه هغوی چې د جګړو په سيمو کې ژوند کوي، له شک پرته چې هلته نه ګلان کرل کېږي او نه حلوا وېشل کېږي او دغه وګړي هره ورځ له ګواښونو او مرګونو سره مخ دي.
که له يوه لوري نړيوال په ۲۱مه پېړۍ کې د اقتصاد، سياست، ټيکنالوجي او ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د پرمختګ بېشانه کارنامې ثبتوي، خو افغانان ورځ تر بلې لا کندې ته لوېږي، جګړې، بېوزلي، بېکاري او بېکوري لا پسې ډېرېږي او ژوند نور هم سختېږي.
که حکومت نا توانه دی نو علما باید احساس د مسؤلیت وکړی خلک دی دعوت او تشویق کړی ، څوک چی توان لری ، یو، دوه ، دری….. دا خرڅ شوی ماشومان دی واخلی او بیرته دی خپلو کورنیو ته وسپاری .
علما دی منحیث وارثان د انبیاء علیهم السلام شددیدا مسؤلیت لری چی ګنګ پاتی نشی او همداسی حج او اوقاف وزارت دی د افغانستان ټولو مساجدو امامانو ته دستور ورکړی چی یوه جمعه همدی مسئلی ته خاص کړی او د خاصو امناوو د لاری هغوی ته رسیدګی او قسما مسؤلیت اداء شی
همداسی نوری اداری لکه ان جی او- ګانی ،شرکتونه ،تنظیمونه،وکلاء، کانددیدان ،قوماندانان، میلیونران او میلیاردران او نور اقشارو تحرک په داسی مسائلو کی د علماوو کار او مسؤلیت دی چی باید ایجاد او تقویت شی
همداسی طالبان حضرات هم له باب د فاستبقوا الخیرات او نور ډیر اجرونه او امتیازات چی علماء یی باید روښانه کړی د خیر مسابقه او انسانی همدردی کی زموږ د ټولو خیر او موجبات رحمت الهی برابروی چی موږ او امة مسلمه ، ډیر ورته اړ یو