اباسین بریال/
په کوم ځای کې سخته یخني راغله، اکثره حیوانات یخنۍ مړه کړل، څېزګیو غوره وګڼله چې سره راټول شي چې د یو بل له وجودونو ګرم شي.
یوه ستونزه وه، یو د بل د وجود په ازغیو خوږېدل. بېرته سره خواره شول، خو یخني دومره سخته وه، لکه په سترګو لیدونکي مرګ ته غاړه ورکول. بالاخره څېزګیو پرېکړه وکړه چې سره نږدې شي، د مرګ پر ځای د وجود واړه زخمونه وزغمي.
موږ افغانان د بقا لهپاره د تفکیک له همداسې یوې مرحلې تېرېدونکي یوو.
د یو واړه نفوس زبردست هېواد لرو، هغه زموږ د یو کلیوال خبره، که بېایمانه نه وو، دا نفوس په نخودو هم ساتلای شو.
عجیبه ده، د افغانستان اقتصادي سټراټيژیک موقعیت ټول وخت د جنګي سټراټيژیک هغه په توګه کارېدلی.
اقتصادي سټراټیژیکې جغرافیاوې هله د جنګ میدانونه او د زبرځواکونو جنګ پسندو خلکو خځې شي چې د حفاظت او مالکیت میراثي مدعیان و نه لري او یا هغوی شعوري عمل و نه کړای شي.
په اصل کې خو زموږ د تاریخ وروستۍ ډېره برخه په توره پیل او زموږ د وجود په وینه یې اخېري جمله لیکل شوې، اما د شلمې پېړۍ وروستۍ څو لسیزې او د یو ویشتمې پېړۍ لومړۍ لسیزه زموږ په حق کې ډېرې بدې وې، دا ځکه چې موږ د خپل سرنوشت فیصلې نورو خلکو ته پرېښودې وې.
اوس چې پر نیمه دنیا د جنګ او ترهګرۍ غدۍ ګډه ده، موږ ته اول ښه فرصت په خپل صورت حال د تفکر او سوچ دی.
موږ باید ځان ته زحمت ورکړو چې ځان ومومو او د خپل برخلیک د ټاکلو ابتکار تر لاسه کړو.
دویم فرصت د شعوري نسل د ځوانېدو او پخېدو دی، زموږ ډېر ځوانان د نړۍ په تحصلي مراکزو خواره شول، ماسټرۍ او دوکتوراوې یې واخیستې، د مالوماتو نړۍ په یوه واړه کلي بدله شوه او په هماغه یوه ثانیه کې افغان وګړی په کلي کې هماغه مالوماتو ته لاسرسی لرلای شي چې یو امریکایي یې په نیوجرسي او یو المانی یې د بن په یوه مزین کور کې ورته لرلای شي.
علم عام او پر لیکه شو، دنیا ته سفرونه پراخ شول، تجربې د شتمنو او قدرتمنو له حق څخه په عالم دنیا امتیاز بدلې شوې او د سوشل مېډیا په څېر د ازادۍ او اظهار نظر پدیده موږ هم د خپل کور غړي ګڼي، نه مو بېوزلي مخه نیولای شي، نه د درېيمې نړۍ په وروستي هېواد کې استوګنه.
بېوزلي او مظلومیت د یو ملت تقدیر نه دی، زموږ تقدیر خو په هيڅ وجه نه دی، موږ په ناخوالو کې ډېر پاخه شوو، کټ مټ لکه ډېره څټک خوړلې طلا، خو اوس له دې طلا څنګه استفاده کوو، موږ پورې اړه لري، د وزن په ارزښت یې ساتو، که د کیفیت او استعمال په ارزښت؟
افغانستان ته چې مخ ور واړوې او خپل فرصتونه امکانات او مادي معنوي دارايي له خپل غربت او مایوسي سره مقایسه کړې، داسې به اېسي لکه د ورېښمو کاروباري چې د لباس له نیستۍ شکایت کوي، نور نو دا شکایت له موږ سره نه ښايي.
خوږې اوبه لرو، هغه اوبه چې وايي بل جنګ به په خوږو اوبو پسې د ورکو ملتونو تر منځ وي، هر غر مو یو ډول نایابه کاڼي خامخا لري، پر هر سیند مو د برېښنا یو تر دوه ډېمونه جوړېدای شي، د زراعت لهپاره داسې یو اقلیم را په برخه دی چې خلک یې په ارمان مړه دي، نه د واورې کمی دی، نه د لمر.
نایابه مېوې او زراعتي محصولات مو په درسته نړۍ کې شهرت لري، غالۍ لرو، د ورېښمو چنجي او د قره قل د تولید وري لرو.
پاکستان زموږ په اوبدليو غالیو خپلې مارکې ووهي، خو د دنیا په اخېري مارکېټ کې بیا هم مجبوره شي اعتراف وکړي چې افغاني غالۍ دي، ځکه چې افغاني غالۍ د مزینو مفشنو وګړو تقاضا ده.
هند مو په جلغوزو خپله مارکه ونښلوي، خو په نړیوال مارکېټ کې دا دروغ بیا هم نهشي ثابتولای چې د دنیا بل ملک دې دغسې جلغوزي ولرلای شي.
د پاکستان پاپړو مو د ماشومانو کولمې وشړولې او درملو یې د غټانو، اوس چې منځنۍ اسیا او د نړۍ مارکېټ ته له نورو کرښو لارې پرانېزو، پاکستان به خود سوځي، د پاکستان تولیدي سکټور چې پر افغانستان تکیه نهشي، په دې پرېوتي کیفیت تولید چېرته بکالي وکړي؟
نو خود به یې زړه درد کوي چې افغان ولسمشر په منځنۍ اسیا کې ولاړ وي، کله د رېل پټلۍ بولټونه ټینګوي، کله د تجارت د دهلېزونو پټۍ پرې کوي.
پاکستان حیران دی چې له داسې وحشیانه جنګ څخه دا ملت څنګه بیا هم جوړ راووت؟
حکومتداري کوي، انتخابات کوي او ولسمشران یې پر نړیوالو معتبرو سټېجونو لکه د غرور غرونه هسک ولاړ وي.
ایران په افغان پدرسوخته اباد و چې چېرته لوړ بلډینګ دی، اخېري خښته به یې د دې بیوزله وطن خوار بچي ايښې وي، نه یې هلته زما د وطن هزاره ته د انسان په سترګه کتلي، نه بلوڅ او پښتانه ته. افغانان یې یا خښتو اچولو ته پکار وو، یا یې په سوریه کې د ایراني هژموني سازۍ و جنګ ته.
زموږ دایران لېږلو هزاره ځوانانو جسدونه یا په سوریه کې او یا د پاکستان لېږليو پښتنو جسدونه په ازاربایجان کې سپیو وخوړل.
زموږ پر تکیه خانه برید ته هم داعش رامارش کړي، هم د داعش ضد جنګ ډنډوره غږوي، زموږ په جومات کې د خطابې د مېز په قرانکریم کې بم هم کېږدي او د طالب او ترهګر پر ضد د ټلوالې د تشکیل او مبارزې چیغې هم له دوی خېژي.
دا ځکه چې ترهګرۍ ته یې د تقدس جامه وراغوستې وه او په همدې تقدس یې موږ هم وژلو. موږ یې په زور دوزخیان او جنتیان کولو، خو موږ یې په خپله خوښه افغان کېدو ته هيڅکله نه پرېښودو.
بې تحرکه او تقدیر ته ځان سپارلي ملتونه که واړه وي، یا غټ، برخلیک یې د دوی د تمایل خلاف ټاکل کېږي. که په ټوله دنیا سوله حاکمه وه، خو چې موږ په جنګ کې نېکمرغه اخېرت لټوو، موږ د سولې څرک و نه لید.
خو موږ نور نو هغه بېسده خلک نه یوو.
زموږ بېداري، وحدت، هوښیارتیا او درایت زموږ اینده ټاکي، نن چې په ایران کې شدید داخليکړکېچ دی، له پاکستان سره د امریکا ناندرۍ د اخېري بټنې وهلو سرحد ته رسېدلې دي، موږ لګیا یوو، وړمه ورځ مو په غزني کې د برېښنا څراغونه روښانه کړل او نن مو د اوسپنې وېلې کولو یوه کارخانه پرانيسته. سل ټنه مېوه هند ته صادره شوه او په راتلونکيو دوو میاشتو کې به په اسټرالیا، دوبۍ، تاشکند کې غټې تجارتي ناستې او نندارتونونه ولرو.
د ملت ستونزې مو د نورو ملتونو په نسبت ډېرې وړې دي، زموږ داخلي سیاسي کشمکشونه اوس هغسې نه دي چې نن به جنګسالار چېلنج شو، سبا به ولایت سقوط و. ملت له جنګسالار نه په رابېلېدو دی، ځینې خلک تر اوسه هم په جنګسالار کې د خپلو ګټو بقا ویني، که دا ګټې په مشروع لارو تضمین شي، جنګسالار به له تنهایي او تجریده ومري.
ځینې هېوادونه له ترهګرۍ ځان ته ډوډۍ پیدا کوي، یا د ترهګرو په طاقت نور وطنونه تسخیروي، خو ترهګري چې لېونۍ شوه، اوس یې هر ملک د محوه کولو په هڅه کې دی او ډېر به هغوی خوږېږي چې ترهګري یې د اقتصادي او سیاسي بقا ضامنه منبع وه.
که هر ټکسیوان یا ګاډیوان وپوښتې د افغانستان اینده، د دولت قاطعیت او د سمسکي څرک ته یې امیدونه په غوړېدو دي، له دوی سره وېره ده، هغه وېره د ګذشته په پلیتو تجربو لړلې او هغه دا ده چې دوی پوښتي:
ایا د حکومت به پر جنګسالار او زورواکيلاس بر شي؟ ایا حکومت به له دې مقابلې جوړ راووځي؟ ایا له هر چا سره به حساب وشي؟ ایا زموږ د تقدیر بدلیدل امکان هم لرلای شي؟ ایا دا جنګ به په خپل توان ختم کړای شو؟
موږ وایو هو! هرڅه بدلېدونکي دي، فقط د نظام د غښتلتیا لهپاره کار وکړئ، خپله برخه کار، په صداقت او په ایماندارۍ.
هو بدلېدونکي دي، خو همت لوړ ساتئ او امید له لاسه مه ورکوئ، هو هر څه بدلېدونکي دي، انتظار وکړئ او له غلو جاسوسانو او وطن فروشو قاتلانو ځان را ټول کړئ. هو بدلېدونکي دي، بچیان مکتب ته ولېږئ، لوڼې له ښوونځي او پوهنتون مه راګرځوئ. هر څه بدلېدونکي دي، باور وکړئ خو د قومونو، خېلونو، سمتونو او ژبنیو وړو کورګیو له دایرو راووځئ. ستاسې قاتلان چې ستا په اوږو سپاره دي هغوی راکوز کړئ، رایه په امانت دارۍ وکاروئ، د یوه جنګسالار په اندازه عزت د ښوونځي یوه معلم ته ورکړئ چې سبا مو درتضمین کړي.
د دنیا هيڅ هېواد له سختیو سره له ډغرو پرته نه دی طاقت شوی، دا ورځې به مو سره په یاد وي، او مخته به ګورو، موږ و ښې خواته روان یوو، یوازې د اتفاق ساتل او سخت کار کول، له زوراکيو سره مخه ښه او د نظام د ټینګښت لهپاره لکه بې تنخا عسکر درېدل زموږ اینده تضمینوي.
سوله چېرته هم په زاریو نه ده راغلې، سوله هله راځي چې خپل بېتعلیمه او وږي ځوانان ترې راتاو کړئ، چې همدلته جنت ورته جوړ کړئ او د تکفیر هغه وارداتي فتوا ووژلای شئ چې د شراب خانې او رنډۍ خانې په منځ کې د جوړ پاکستاني جومات ډوله استخباراتي ممبر د ملا له خولې وتلې او دلته یې خونونه جاري کړي دي.
او موږ اوس په همداسې موقف کې یوو چې خپل هر څه سم کړو او د نورو لاسونه ور لنډ کړو.
سرخط ورځپاڼه
هرڅوک یې باید له ځانه راپیل کړي ، په درواغو ، شالتانیو اودوه رنګیواو دالفاظوپه نڅا کي باید حقایق ونه نغاړو او له استانبول او ډیلی څځه باید د خلکو په جنازو تمساح اوښکې تویې نه کړو ،خپل لس کاله دمخه او اوس موسره مقایسه کړئ … په ډیرډیراخترام
ز رین ګل
بسم الله الرحمان الرحیم
ان الله لا یغیر مابقوم حتی یغیروا ما بانفسهم او بل ځای کی رب العزت فرمایی:
تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان
نو که تصمیم ونیسو بیا خصوصا امرا او علما چی دملت خدمت کوو ، ایماندار او متخصص خلک خدمت ته ګمارو، فسادی ائتلافونو پر ځای هغه چی خدمت کوی هغوی تقویه کوو ، آزمایل شوی بیا نه آزمایو، د رذایلو سره جهاد کوو ،د اسلامی او ملی ګټو په محور راټولیږو نه سمت او ژبه، موږ مستقل ملت یو د چا غلامی نه کوو که بیرونی مفسد ملکان وی که داخلی ملون انحصار ګرډلګی،
نو د تغیر اولنی لازمه قاطع تصیم او تعهد او بیا له فساد لیریوالی او نیک خادمانو سره تعاون ، هغوی ته رایه ورکول او د فساد ټولی سوړی د تغذیی بندول دی
ذکر شوی دوه پورتنی هدایات زموږ د اوسنیو مشکللاتو کلیدی حل دی ، یو ځل یی تجربه کړی بیا د خدای رب العزت او د مؤمنانو مدد وګوری