په لومړي ځل افغانستان په څلورو ورځو کې پارلماني ټاکنې کوي چې له غزني پرته په نورو ټولو ولایتونو کې دا ملي چاره بشپړه شوه. په کندهار کې له نورافغانستان پرته په یوه ورځ کې د ټاکنو تر سره کول، نوې او ښه تجربه ده. د ټاکنو اوسني مدیریت، لوجیسټیکي او امنیتي ننګونو ته په کتو به دا ډېره مناسبه وي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې دې په څو ورځو کې وشي.
تر ټولو ښه موډل به یې دا وي چې افغانستان په ۶ انتخاباتي حوزو ووېشل شي او په هره حوزه کې یوه ورځ ټاکنې تر سره او څو ورځې وروسته په بله حوزه کې دغه ملي بهیر تر سره شي. دا چاره د تخنیکي، سیاسي، امنیتي او انتخاباتي مدیریرت له اړخه ښیګڼې لري چې د ډېرو خلکو د رایې ورکولو او په سم ډول د ټاکنو د تر سره کېدو زمینه برابروي او ټول بهیر د حکومت او ټاکنو کمېسیون تر پلان شوي چوکاټ لاندې راولي. دغه حوزې دې یوازې د رایې ورکولو لپاره تنظیم او جلا شي چې په هره یوه کې په جلا جلا ورځو کې رایې ورکول تر سره شي.
کېدای شي په یوه حوزه کې د ختیځ څلور ولایتونه، په بله حوزه کې د دایکنډي او غور په ګډون دلوېدیځ پنځه ولایتونه، په درېیمه حوزه کې د سویل لوېدیځ کندهار شاوخوا ۵ ولایتونه، په څلورمه حوزه کې د سویل، پکتیا، غزني، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونه، په مرکزي حوزه کې د کابل په ګډون پروان، کاپیسا، پنجشیر، وردګ او بامیان ولایتونه او په شپږمه حوزه کې د ټول شمال ولایتونو سره تنظیم او د رایې ورکولو لپاره یې له نورو حوزو سره ورځې جلا شي.
دا کار ګڼ ښهوالي او امتیازونه لري چې د ټاکنو له روڼوالي سره ډېره مرسته کولای شي. اول له امنیتي اړخه د افغانستان حکومت ته د دې وړتیا په لاس ورکوي چې خپل ټول استخباراتي او امنیتي تمرکز د ټول افغانستان پر ځای پرڅو ولایتونو وکړي او په ښه ډول سره د وسلهوالو له بریدونو ټاکنې، ټاکنیز مرکزونه او خلک خوندي کړي.
دا ډول ټاکنې کول امنیتي ادارو ته د دې وخت او فرصت ورکوي چې خپل ټول فزیکي اضافي ځواک په یوه ځانګړې سیمه ورغونډ او د تلفاتو او بریدونومخه ونیسي. دویم له تخنیکي او مدیریتي اړخه د ټاکنو کمېسیون کار اسانوي او دغه کمېسیون به وتوانېږي چې څو ورځې په یوه حوزه خپل ټول تخنیکي او مدیریتي پام ور ټول کړي.
کمېسیون د رایې ورکولو د ورځو د وېش له برکته د بایومټریکي مسالو په ګډون ټولو چارو ته اضافي وسایل برابرولای شي. دا رنګه به د ټاکنو کمېسیون کولای شي د ټاکنیزو موادو په وړلو او بېرته را خوندي کولو کې ډېرې ستونزې و نه لري او اسانه له خپلو چارو څارنه او لیدنه کتنه کولای شي.
ورسره په خوا کې د کمېسیون مشرانو ته د دې فرصت په لاس ورکوي چې په اسانه د رایې ورکولو په ورځ پېښېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او خپل ټول فشار او قوت په یوه نقطه متمرکز کړي.
درېیم د سیاسي ګوندونو لپاره هم دا چاره د دې فرصت برابرولای شي چې خپلو ګوندي ملګريو ته کار وکړ او خپل نظارت په منظم او سم ډول ترسره او یا په بله مانا دوی هم دغه بهیر تر خپل مدیریت لاندې راوستلای شي. سیاسي ګوندونو ته به دا ډول پلان د دې چانس ورکړي چې له یوې حوزې خپل څارونکي نورو سیمو ته واستوي.
څلورم ښهوالی یې د انتخاباتي بنسټونو او مدني ټولنو لپاره دی چې خپل کار منظم ووېشي او ښه څارنه وکړي.
پنځم ښهوالی یې په خپله کاندیدانو ته دی چې دوی هم په دغه بهیر منظمه څارنه او نظارت کولای شي او د بلې حوزې له تېروتنو په تجربې سره خپل څارنیز کار تنظیم او خپل پلویان سره برابر کړي. دا رنګه په یوه حوزه کې د ستونزې پېښېدل د کمېسیون په ګډون ټولو اړخونو ته وخت ورکوي چې په نورو حوزو کې یې د رایې ورکولو په ورځ د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته او ولس ډاډمن کړي.
د افغانستان اداري، سیاسي، امنیتي، لوجیسټیکي او مدیریتي وړتیاوو ته په کتو سره د کار وېشل په هره برخه کې ستونزې کموي او کار ته سرعت ورکوي. د نړۍ په ډېرو وروسته پاتې لویو هېوادونو کې په یوه ورځ د ټاکنو په څېر د لویو بهیرونو تر سره کول د افغانستان په څېر له ګڼو ستونزو، ناخوالو، نیوکو او ناندریو سره مل وي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې افغانستان کې هر ځل ټاکنې تر پخوانیو هغو حکومت، کمېسیون او ولس ته په یوه سرخوږي بدلې شوي او د سیاسي کړکېچ د پراختیا سبب ګرځېدلي. خو په پارلماني ټاکنو کې د کندهار او غزني تجربو ته په کتو سره د ټاکنو کمېسیون کولای شي، خپل کار ووېشي او د ولسمشري راتلونکي ټاکنې دې په څو حوزو کې تر سره او هرې حوزې ته کانکور د ازموینې په څېر یوه ورځ مشخصه کړي.
دا چاره د داخلي درغلیو شونتیا کموي او د اوسنیو ناخوالو تر پنځوس په سلو کې ډېرو مخه نیول کېدای شي. ټاکنې له لویه سره یوه تخنیکي او سیاسي پروسه ده چې هر هېواد د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورته سیسټم برابر کړی او د خپل ولس د سیاسي برخلیک د ټاکلو لپاره ترې ګټه اخلي.
افغانستان ته هم په کار ده چې د خپلو ټاکنو د تر سره کېدو په بهیر کې د روڼتیا او د ستونزو د کمېدو په موخه له خپل وضیعت سره سم پلانونه رامخې ته او په هېواد کې د کړکېچ، ناندریو او سیاسي تفرقې مخه ونیسي.
سرخط ورځپاڼه