د پاکستان پوځ خبر ورکړ چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه يې د شوال او راجګال په درو کې د خيبر فور په نامه پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.
د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وايي، په دغو عملياتو کې به ځمکنۍ قواوې د ترهګرو پر پټنځايونو بريدونه کوي او هوايي ځواک به یې ملاتړ کوي.
د ده په خبره، د پاکستان پوځ وروسته له هغه دغه اقدام وکړ چې ګواکې د ده په خبره، تر ډېورنډ دې غاړې ته د داعش فعاليتونه ډېر شول او دوی غواړي په دې توګه د ډېورنډ پورې غاړه، د داعش له خطره خوندي کړي.
داعشيان څوک دي او افغانستان ته له کومې خوا راځي؟
رښتيا خبره دا ده چې داعشيان نيم يې پنجابيان، نيم يې د پورې غاړې پښتانه دي چې په وسلو بار د پاکستان د استخباراتو تر نظر لاندې راتېرېږي او تر ډېورونډ کرښه دې غاړې ته خلک پر بمونو کښېنوي، ماشومان په منځ پرې کوي، کورونه سوځي او سل او زر نور جرمونه او رذالتونه دي چې د افغان ولس پر اولادونو يې کوي.
پاکستان دغه اقدام د داعش له وېرې نه دی کړی، بلکې دا يو جنګي تاکتيک دی چې پوځ يې د افغانستان د ناارامه کولو لهپاره کاروي.
په دې وروستيو کې تر کرښه دې خوا پرلهپسې افغان سرتېرو د داعش مرکزونه په نښه کړل او درنه مرګ ژوبله يې ورواړوله.
تر ډېورنډ کرښه دې غاړه، يو په بل پسې د داعش مشران ووژل شول، نيم يې ونيول شول، نيم په ټپي حالت کې پاکستان ته وتښتېدل او هغوی چې ټاکل شوې وه افغانستان ته راشي، له وېرې په پاکستان کې سرونه په تخرګو ننهايستل.
د ایايسای او پاکستاني پوځ وروستی اقدام له همدې ځايه پيلېږي.
هر وخت چې تر ډېورنډ کرښې دې غاړې ته ترهګر سخت ځپل شوي، سيمې ورڅخه پاکې شوې دي او ترهګر پاکستان ته اوښتي، هلته يې پاکستان پر ضد همداسې عمليات پيل کړي.
پاکستان په دغسې عملياتو کې ترهګر نه وژني، يوازې يې لکه د مردارې مچان پاروي او دې خوا ته يې راالوځوي.
په وزيرستانونو کې د پاکستان پوځ ضرب عضب او ردالفساد عمليات، چې اوسني خيبرفور يې هم يوه برخه ده، ښه بېلګه ده.
په ضرب عضب او ردالفساد کې يوازې د پښتنو پر کورونو بمبارۍ وشوې، هغه سيمې چې لاسرسی ورته سخت و او ترهګر پهکې مېشت وو، پاکستاني پوځ وسلې وروسولې، پر جګړهمارو يې ووېشلې، افغانستان ته يې راوشړل او نړۍ ته يې وښوده چې ګواکې د ترهګرو پر ضد يې عمليات کړي دي.
رښتيا دا ده چې د پاکستاني پوځ هر عمليات د ترهګرو نه، يوازې ډېورنډ کرښې ته د څېرمه پرتو پښتنو او افغانانو پر ضد کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت او نور امنيتي ارګانونه بايد سر له همدا ننه، تيارسئ وو اوسي او پرې نه ږدي چې له کرښې کوم ترهګر دې خوا ته راواوړي. کنه بيا به دلته د ډېرو ځوانيو سر ته ناست يوو.