که د زړه دننه وي که له پاسه، موږ ځانونه د ډېموکراسي په پلوي اړ ګڼو، ان هغوی هم چې ډېموکراسي ډاګيز کفر ورته ښکارېده، د ولسواکي شعار خپل ذکر او وظيفه ګرځولې، له همدې ځايه پر ولسواکي تظاهر د سياست موډ او فېشن پېژندل شوی دی، خو دې ته مو پام نه دی چې د هر يوه دننه يو ديکټېټر پټ دی چې وخت پر وخت له لويو تورو داړو، ببرو څڼو، اوږدې ږيرې سره، چاړه په لاس راوتلی وي، د ډېموکراسي او ډېموکراټيکو ارزښتونو پر سينه يې تېره چاړه خښه وي.
سره له دې چې د ښاغلي کرزي سياسي حوصله او زغم حيرانوونکي ګڼل کېدل، خو دننه به يې چې کله ديکټېټر کرزي سر را پورته کړ، لوی څارنوال عبدالجبار ثابت به چې ولسمشريزو ټاکنو ته پر درېدو خوله چوله کړه، له واره به يې له دندې ګوښه کړ.
که څه هم په همدې يوه خبره ښاغلي ثابت خپله چوکۍ بايلوده، خو په ظاهر کې يې د لويې سينې خاوند حامد کرزي له دننه يو جابر او ډيکټېټر کرزی هم د باندې راوايست.
دومره ځانغوښتونکی چې ټاکنو ته مازې د درېدو په اعلانګوټي يې يو برحاله لوړپوړی چارواکی له دندې ګوښه کړ. ټولو کتل چې ښاغلي کرزي په ولسمشري کې هم د ټاکنو په پار خپلې مېرمنې ته د رايې کارولو حق ور نه کړ.
جبر د وېرې زېږنده دی، که نه حامد کرزي به د داسې چا تر اعلان چې په ټاکنو کې يې بری صفر هم ټيټ راوتلای شوای، دومره نه وای وېرېدلی.
محمد اشرف غني د ژوند زياته برخه په لوېديځ کې په زدهکړو، تخصص او ماموريت تېره کړې، خو له دې ټولو سره يې د خپل ځان دننه د جابر او ډيکټېټر اشرف غني له شره ځان و نهشوای ژغورلای.
د مشرانو جرګې غړي شېر محمد اخوندزاده چې څنګه د لويې جرګې په پلوي خوله پرانيسته، د سينټ له چوکۍ يې د برطرفي فرمان لاسليک شو.
سلاکار ښاغلي عليزي د لويې جرګې له غوښتنې سره مازې د سر په ښورولو خپله چوکۍ له لاسه ورکړه.
داسې ښکاري چې حامد کرزی او اشرف غني خپل زور د لويې جرګې پر سر مالوموي، له همدې ځايه يې لويه جرګه د خپلې وزلوبې خوسکی ګرځولی.
خو د لويې جرګې يې څه ګناه؟ دغه ملي ارزښت څنګه د ملي نزاع، سيالي او تربګني لامل ګرځېدلای شي؟
حامد کرزی او ډله يې لويه جرګه د حکومت پر وړاندې د يوه چلېنج په توګه را پورته کوي، حکومت لويه جرګه د حکومت د نسکورولو توطيه پېژني.
د حکومت په اند د اساسي قانون لويې جرګې ته اړتيا نهشته، نه يې شرايط برابر دي، مشورتي هغه په قانون کې نه ده تسجيل. د حامد کرزي ټلواله وايي، د کومت پر وړاندې را ولاړې شوې ستونزې يوازې لويه جرګه هوارولای شي.
تاسې وليدل چې ستاسې دغه ملي عنعنه او ارزښت يې څنګه مسخره او د تنازعاتو ښکار وګرځاوه، د هاتيانو هغه جګړه چې غوماشې يې تر پښو لاندې يو پر بل پسې ژوند له لاسه ورکوي.
پوښتنه دا ده چې له لويې جرګې څنګه دغسې وېره د حکومت پر زړه ننوتلې؟
د دې څو لاملونه دي، يو دا چې حکومت له دننه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، ولسمشر په لويو وړو ژمنو کې پاتې راغلی، خلک ناخوښه دي، ځکه خو د حکومت د بايلات له اندېښنې سترګې نهشي پټولای.
حامد کرزي د حکومت پر وړاندې لويه جرګه لښکر ګرځولی او ګڼ د پيو مجنونان يې پر ځان را ټول کړي دي. که څه هم دوی هر يو جلا اجنډا لري، خو خوار فقير ته يې مسلات يو دی.
محوريانو خپله سويه غلې کړې، د پخوانيو چارواکيو د نويو کونجاړو اشتها يې سر ته ختلې، حکومت ته په راتلونکيو ټاکنو کې د بايلات لالهاندي ورپېښه ده، خو حکومت خپل رنګ توس ګرځولی، لوېديځ، په سر کې يې امريکا پر ملاتړ ژمنه ده.
پر ملت د طالب، داعش، جګړې، جنګسالارانو، غاصبانو، ناامنيو، ناقانونيو اور پورې دی، پخواني حکومتيان د واک له هوسه زړه نهشي صبرولای.
بز در جانکندن، قصاب در غم چربو.
سرخط ورځپاڼه