طالب اورپکو په غزني ښار کې د نجونو هغه ټول ښوونځي تړلي چې د پښتنو کورنيو نجونې پهکې زدهکړې کوي.
مغلان، د مهاجرو د مېنې، قلعه امير محمد خان، جلالبابا، قلعه نو خواجه روشنايي ښوونځي او په دې سربېره، د مهاجرو د مېنې، جمع اوليا، قلاغج، اورزو او شالېز ديني مدرسې هم د طالبانو په امر د نجونو پر مخ تړل شوې دي.
غزنی ټولټال د نجونو او هلکانو شپږ سوه او اته دېرش ښوونځي لري چې تر نمايي زيات يې يوازې په پنځو ولسواليو کې پرانيستي او پاتې نور په څوارلسو ولسواليو کې دي چې تقريباً ټول تړلي.
په پښتني سيمو کې د هلکانو او نجونو تر نيمايي ډېر ښوونځي د طالبانو په امر تړل شوي، يو ګڼ شمېر يې بيا پنځه مياشتې د ښوونکيو د معاشونو د ځنډ له امله تړلي، ځينې نور يې د ښوونکيو د نهشتون او پاتې يې بيا له دې امله تړلي چې د ولسواليو لهپاره د معارف مديران د ناامنيو له وېرې مرکز ته راغلي يې او ښوونځي يې همداسې بېسرپرسته پرېايښي دي.
اوس تازه طالبانو تر ولسواليو وروسته، په غزني ښار کې هم د نجونو هغو ښوونځيو ته د تړلو ګواښ کړی دی چې د پښتنو کورنيو نجونې ورځي.
يوازې د نجونو ښوونځي نه دي چې طالبانو بند کړي، بلکې په غزني ښار کې هغو ديني مدرسو ته هم ګواښونه شوي او تړل شوې دي چې نجونو پهکې دينې زدهکړې کولې.
دغو ښوونځيو او مدرسو ته د هغو کورنيو نجونې تلې چې له ولسواليو څخه د ناامنيو له امله غزني ښار ته راکډه شوې وې.
غزنی ښار اووه څلوېښت لېسې، څوارلس منځني ښوونځي او څلرويشت لومړني ښوونځي لري چې په لېسو کې شپاړس د نجونو، اووه يې د هلکانو او نجونو ګډ او پاتې يې د هلکانو دي.
په څوارلسو منځنيو ښوونځيو کې بيا درې د نجونو، اووه يې ګډ او پاتې د هلکانو دي او په څلرويشتو لومړنيو ښوونځيو کې، درويشت د نجونو او هلکانو ګډ او يو يې د هلکانو دی.
اوس د نجونو په ښوونځيو او لېسو کې يوازې د پښتنو او تاجکو نجونو ښوونځي تړل شوي او پاتې يې لا هم پرانيستي دي.
د غزني اوسېدونکی او مدني فعال مجيد ژړاند وايي، طالبانو يوازې د پښتنو نجونو ټول ښوونځي چې په ځينو کې يې تاجکو هم زدهکړې کولې تړلي، خو په ښار کې هغه د نجونو هغه ښوونځي پرانيستي دي چې هزاره ماشومانې ورځي.
دی وايي، مغلان، د مهاجرو د مېنې، قلعه امير محمد خان، جلال بابا، قلعه نو خواجه روشنايي ښوونځي ټول تړل شوي، خو د جهان مليکه، حيدراباد، توحيد اباد، قلعه شهاده، نو اباد او ځينو نورو سيمو ښوونځي او لېسې چې زدهکوونکې يې د هزارهوو کورنيو دي، ټول پرانيستي.
د ژړاند په خبره، طالبان په ښوونځيو سربېره، په غزني ښار کې د مهاجرو د مېنې، جمع اوليا، قلاغج، اورزو او شالېز ديني مدرسې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.
د غزني ښوونځيو ته يوازې طالبان نه دي بلاوې، بلکې په معارف رياست کې اوج ته رسېدلی فساد بل افت دی چې د ماشومانو پر راتلونکي نازل دی.
د ډېری ولسواليو د ښوونځيو لهپاره ښوونکي اول نه موندل کېږي، بيا چې کوم ښوونکی ولسوالي ته د تلو زړه ښه کړي، په معارف رياست کې د فساد شته بانډ ورڅخه سلګونه زره افغانۍ رشوت غواړي.
همدا لامل دی چې ښوونکي دومره څه په لاس کې نه لري چې چارواکيو ته يې په رشوت کې ورکړي او په دې توګه به د ولسواليو ښوونځي د ښوونکيو د نېستي له امله پسې وتړل شي.
د غزني يو بل مدني فعال شريف سمسور بيا وايي، کوم ښوونکي چې د معارف رياست د فساد تر کړۍ ووځي، په دويم قدم کې بيا طالب ورته ولاړ وي او په معاش کې ورڅخه خپله ونډه غواړي.
دی وايي، طالبان د ځينو هغو ښوونځيو چې دوی خلاص پرېايښي دي، د ښوونکيو د نومونو لېسټ يې لري او چې مياشت پوره شي، د ښوونکيو په معاش کې ورڅخه يوه مالومه اندازه طالبان اخلي.
تر دې ورهاخوا بيا ښوونکيو ته معاشونه هم پر وخت نه رسېږي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، دا پنځمه مياشت ده چې د ولسواليو کوم ښوونکي تر اوسه معاش نه دی تر لاسه کړی.
په غزني ښار کې تر امنيت وروسته د پوهنې بهير داسې دی چې د انسان زړه ورباندې سوځي.
د لېرې پرتو سيمو ښوونځي يې ودانۍ نه لري، تر ونو لاندې او په نړېدلو کنډوالو کې ورته ماشومانو پلتۍ وهلې وي.
په ځينو کې يې د عسکرو پوستې جوړې شوې، ځينې يې ملکانو او خانانو نيولې او د څارويو لهپاره پهکې پروړه او وچ واښه ساتي او له ځينو نورو څخه يې طالبانو د ماينونو جوړولو فابريکې او زندانونه جوړ کړي دي.
خو د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد بيا دا نه مني چې په ښار کې دې کوم ښوونځی تړلی وي.
دی وايي، پنځو شپږو ښوونځيو ته اخطارونه ورکول شوي وو، خو دوی تړلو ته پرې نه ښوول.
عابد دا هم ردوي چې ګواکې په معارف رياست کې دې فساد وي او نه هم دا مني چې پنځه مياشتې ښوونکيو ته معاشونه نه دي ورکول شوي.
د ده په خبره، د اسد مياشتې معاشونه يې بانک ته رسولي او ژر به پر ښوونکيو ووېشل شي.
سرخط ورځپاڼه