طالبانو څه موده وړاندې په ويښه هم د درست هلمند د نيولو خوبونه ليدل، ځکه تر لښګرګاه رسېدلي، په وسلو سنبال او پاکستاني عسکر يې تر څنګ روان وو، خو له هغې ورځې چې افغان کمانډو ځواک د جنګ پر ميدان ورکښته شوی، اوس طالبان له کوټې څخه د باروتو او مرميو پر ځای، د خوب ګولۍ زياتې را غواړي.
دوی له عادي طالبه نيولې، تر سرګروپ، ولسوال او والي پورې، حتا اوس د هلمند په هغو سيمو کې هم ځان خوندي نه بولي چې تر کليوالو پکې طالبان ډېر دي. دوی اوس د کمانډو له وېرې په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې هم دوې شپې پر يوه ځای او يوه شپه په بشپړ خوب پوره کولو نهشي تېرولای.
په لومړيو کې چې پاکستاني استخباراتو او کوټې شورا د هلمند د سقوط نقشه جوړه کړه او پر هلمند د جګړو يوه خونړۍ څپه راپورته شوه، خلک او هلته ځينې مېشت سرتېري د طالبانو تبليغاتو او په جګړه کې حيرانوونکيو پرمختګونو وارخطا کړل، هلمند د سقوط تر کرښې ورسېده، سلګونو سرتېريو سرونه وبايلل، جګړه د طالبان پر ګټه تمامېدو ته نږدې وه چې د افغان کمانډو په نامه يو مېړنی ځواک پر ميدان ورکښته شو او لوبه يې پر دا بل مخ را واړوله.
کمانډو پر هلمند له ورکښته کېدو سره سم د هلمند له باغرانه تر بهرامچې پورې د طالبانو پر قوي او سترو مرکزونو پرلهپسې چاپې ووهلې او پر هلمند د راپورته شوې هيولا پښې يې وځپلې.
افغان کومانډو د چاپو او هوايي بريدونو تر څنګ، په ځمکنيو عملياتو کې هم له عملياتي سرتېريو سره مرسته کوله.
کومانډو د ناوې ولسوالي د نيولو تر عملياتو مخکې د طالبانو يو کلنې جنګې کرښې ته ور کښته شول، دوې شپې دوې ورځې يې د ترهګرو په مرکزونو کې تېرې کړې، لسګونه طالبان يې ووژل، وسلې يې ترې راوړې، مورچې يې ور ورانې کړې او ډېری وسايط يې هم ور ويجاړ کړل.
تر دې وروسته پليو ځواکونو عمليات پيل کړل او ناوه يې بشپړه له طالبانو پاکه کړه.
افغان کمانډو تر اوسه، تر لس ځله ډېرې چاپې د هلمند په شمالي ولسواليو کې وهلې چې زياته برخه چاپې يې د طالبانو پر هغو زندانانو وهل شوې دي چې اسير سرتېري او عام وګړي يې پکې زنداني ساتل.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، افغان کمانډو شپږ ځله د طالبانو پر بنديخانو چاپې وهلې دي او هر ځل يې له شلو تر شپېتو پورې بنديان ازاد کړي.
دغه زندانونه د هلمند په هغو ځايونو کې وو چې طالبانو ته تر ټولو خوندي ښکارېدل.
کمانډو د هلمند په سنګين، نوزاد، موسا کلا، بهرامچه، واشېر، سنګين او نورو ولسواليو کې د طالبانو پر مهمو مرکزونو چاپې وهلې او هره چاپه يې له زيان پرته د طالبانو په درنه مرګژوبله پای ته رسېدلې ده.
دوی د داسې يوه تاکتيک په اساس، د ترهګرو پر مرکزونو ور کښته کېږي چې د هغوی يې مخنيوي ته هيڅ چل نه دی زده.
کمانډو د هلمند خانشين د همداسې تاکتيک په اساس بېرته ونيوه.
دوی چې فقط ۳۰ کسيزه ډله وه، د شپې له مخې د خانشين په رېګونو کې کښته شوه، دوه کيلومټره يې په پښو مزل وکړ او د سهار خوا ته د خانشين پر ولسوالۍ ور وختل، هلته راټول سلګونه طالبان يې تباه و برباد کړل، يا په ټپي حالت کې وتښتېدل او ولسوالي يې په نيم ساعت کې ترې ونيوله.
هلته د طالب اورپکيو شمېر سلګونه کسانو ته رسېده. د پاکستان او نورو هېوادونو پرمختللې وسلې ورسره وې، مګر بيا يې هم د افغان کومانډو د جګړې تاب را نه وړ، پښې يې ټينګې نهشوای کړی، خرپنده ماتې يې وخوړه.
همدې افغان ځواک د قاچاقبرو سترې کارخانې هم تر بريدونو او عملياتو لاندې راوستې او درانده زيانونه يې ور واړول.
د هلمند د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي، پخوا به طالبان او قاچاقبر تر خپل واک په لاندې سيمو کې ډاډه ګرځېدل، مګر اوس د شپې تېرولو ځای نه لري. په منځ کې يې وېره خپره ده او حتا پر خپلو ملګريو بېباوره شوي دي.
طالبان ملامت نه دي، ځکه په تېره څه موده کې يې د کمانډو له لاسه پرلهپسې ولسوالان، مهم قوماندانان، ډلګۍ مشران او حتا مرستيال والي ملا ناصر هم د سلګونو کسانو په ګډون وژل شوي دي.
ملا ناصر په هلمند کې د طالبانو د امارت د ملا تېر بلل کېده، هغه له هلمنده دباندې هم جګړې کولې او خلک به يې وژل.
همدا افغان ځواک و چې د هلمند د بايللې جګړې په وروستيو شېبو کې يې پر ماشه ګوته کېښوده، لوبه برعکس وڅرخېده او اوس يې جګړه ګټلو ته نږدې کړې ده.
سرخط ورځپاڼه