د طالبانو او روسانو د وروستۍ ليدنې له منځه؛
روسيه هبة‌الله په نينو خوشحاله کوي او حقاني شبکې ته درنې وسلې ورکويديارلس ورځې وړاندې له روسيې څخه پنځه پوځي افسران د پاکستان لاهور ته تللي، په ۲۲م، ۲۳م او ۲۴۴م تاريخ يې له طالب مشرانو سره يې ليدلي او هغوی ته يې د درنو وسلو ورکولو ټټبر ډبولی.

په دې ډله کې چې له روسي پوځيانو سره يې په لاهور کې په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی، د طالبانو اوسنی مشر ملاهبة الله، د طالبانو د تحريک لومړی مرستيال سراج الدين حقاني، د حقاني شبکې کليدي غړی حاجي زرين، د پاکستان د جميعت علما مشر ملا فضل الرحمن، د پېښور په اکوړه خټک کې د حقانيه مدرسې مهتمم سميع الحق شامل دي او دا ليدنه د ای‌ايس‌ای په مستقيمه رهبري شوې ده.

تر غونډه وروسته د حقاني شبکې درې کسان په کندوز کې د دې شبکې د عملياتي مسوول لاووس خان په رهبرۍ روسيې ته تللي او هورې يې له روسي نظامي چارواکيو سره ليدلي او په ډېرو برخو کې يې ترې ژمنې تر لاسه کړې دي.

د طالب جګړه اوس بل رنګ او بوی اخلي، دوی له نړيوالو څخه د درنو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي، د پاکستان ترڅنګ ايران، چين او روسيې ته هم ورنږدې شوي او يوه نوې جګړه ترې په اجاره اخلي.

مياشت وړاندې له روسيې څخه پنځه لوړ پوړي پوځيان د پاکستان لاهور ښار ته تللي، هورې يې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای‌ايس‌ای په هدايت له ځينو طالب مشرانو او په پاکستان کې د طالبانو له خواخوږيو او د ترهګرو له روزونکيو سره ليدلي دي.

هغه مالومات چې سرخط تر لاسه کړي، په‌کې راغلي چې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې چې د پاکستان د استخباراتو په هدايت جوړه شوې او پنځو لوړپوړو روسي پوځيانو په‌کې ګډون کړی، د طالبانو اوسني مشر ملاهبة الله، د طالبانو د تحريک لومړي مرستيال سراج الدين حقاني، د حقاني شبکې مهم او کليدي غړي حاجي زرين، د پاکستان د جميعت علما مشر ملا فضل الرحمن او د پېښور د اکوړه خټک حقانيه مدرسې مهتمم سميع الحق د طالبانو د مسلح کولو او ملاتړ په هدف په‌کې خبرې او بحثونه کړي دي.
په دې غونډه کې روسي پوځيانو ژمنه کړې چې د هرې مياشتې په پای کې به طالبانو ته درنې او سپکې وسلې او نور پوځي تجهيزات ورکوي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، روسيه به د طالبانو له مشر ملا هبة الله سره هسې لباسي خندا کوي، ډيپلوماټيکي اړيکې به ورسره پالي، په تشو نينو به يې خوشحاله کوي، خو درنې وسلې حقاني شبکې ته ورکوي او دغه شبکه به يې بيا پر طالب اورپکو وېشي.

“په غونډه کې پر دې هم پرېکړه شوې چې د طالبانو او حقاني شبکې له‌پاره به يو باصلاحيته پلاوی ګمارل کېږي، روسيې ته به ځي، څو د روسیې له لوري طالبانو ته د وسلو د ورکړې پر مهال هورې حاضر وي.”

يوې باوري استخباراتي سرچينې سرخط ته ويلي چې په دې وروستيو کې د حقاني شبکې درې کسان په کندوز کې د حقاني شبکې د عملياتي مسوول لاووس خان تر رهبرۍ لاندې د ای‌ايس‌ای په مستقيمه مرسته روسيې ته تللي او هورې يې له روسي نظامي چارواکيو سره ليدلي او په ډېرو برخو کې ورسره توافق ته رسېدلي دي.

د طالباني چارو شنونکی وحيد مژده وايي، اوسنی حالت په سياسي برخه کې د طالبانو له‌پاره يوه بريا ده، خو تر کومه چې دی مالومات لري، طالبان به تر هغه انتظار باسي چې د امريکا د نوي ولسمشر سياست مالوم شي.

“که د امريکا او روسيې اړيکي د اوس په څېر وي او يا تر دې ترينګلې شي، نو بيا طالبان ډېر څه ترلاسه کولای شي او روسيه هم مرسته کوي. له ايران سره هم همداسې ده، که د امريکا سياست د ايران په برخه کې همداسې وي، نو بيا ايران هم د طالبانو لاسنيوی کوي، نوي حرکتونه پيلېدونکي دي، خو تراوسه پورې هيڅ راز ژمنه نه ده شوې. له ډېره وخته طالبان د درنو وسلو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي، داسې وسلې چې الوتکې پرې نسکورې کړي. طالبان وايي، وړو وسلو ته د دوی لاس‌رسی اسان دی، خو مهمه دا ده چې درنې او د هوايي دفاع وسلې بايد ترلاسه کړي.”

مژده زياتوي چې د لاهور د غونډې په تړاو مالومات نه لري، خو امکان شته چې ځينې جلا شوي طالبان د طالبانو له اصلي ادرس څخه په استفادې ځينې ليدنې وکړي، مرستې وغواړي، خپلې غوښتنې مطرح کړي، خو په اصل کې د طالبانو په سياست کې بدلون نه دی راغلی.

تر دې وړاندې سرخط ورځپاڼې ته داسې اسناد په لاس ورغلي وو چې ښووه يې چې د طالبانو د قطر د دفتر څلور تنه بړېڅي، پټ مسکو ته تللي او له روسيې استخباراتو سره يې غوږونه جنګولي دي.

#سرخط ورځپاڼه
#Sarkhat

3 thoughts on “سرخط؛ طالبان ۱۳ورځې وړاندې په لاهور کې له روسيې سره توافق ته ورسېدل”
  1. طالبان یعني د تریاکو قاچاقبران او د ای ایس ای نوی کارمندان دي او په دولت کې اکثریت لوړپوړي چارواکي پخواني اشرار د ای ایس ای پخواني کارمندان چې دواړه جنګي ډلي.
    دي چې د وطن د ابادولو او جوړولو هیڅ مثبتي برنامي نشته ورسره خو د اسلام په نامه یې تجارت شروع کړی د عامو مظلومو مسلمانان په وینو د بردیو هیوادونو او ځان شخصی ګټي ساتي
    افوسوس د هغو افغانانو په حال چې د دوی د درواغجنو شعارونو په وجه د جنګ لیکو ته ځي
    باجاخان څه ښه ویلی دي
    اسلام خو مینه ده ،محبت ده، سوله ده، وروري ده خو دا جګړماران خو د روس او امریکي په خاطر وطن ورانوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *