غزنی يا د اسلامي هېوادونو د تمدن پلازمېنه د افغانستان په کچه لومړۍ درجه ولايت دی چې تر ټولو ډېرې هدفي وژنې پکې کېږي.

د دغه ولايت تر نيمايي زياتې ولسوالۍ سقوط دي، خو جالبه دا ده چې په دومره ناامنيو سربېره يې هم ولسوالۍ تر مرکز ډېرې امن دي.

د غزني ښار هره کوڅه لږ تر لږه درې هدفي وژونکي لري او داسې ورځ به کمه راځي چې په يوه نه، يوه سيمه کې يې اجرتي قاتلانو په بې‌غږه تمانچه د يوه ځوان ژوند نه وي اخيستی.

غزنی چې څومره د وليانو په ولايت مشهور دی، هومره د معجزو، نابلدو او نادودو وطن هم دی.

کلي يې چې د ترهګرو په ولکه کې دي، تر ښار امن دي او د ښار طالبان يې له څېلمې هزاره او تاجک افغانان دي.

د ښار تاجکو او هزاره طالبانو د کليو له ترهګرو سره لاس يو کړی او په ټس کې يې يوازې ښار ته راتښتېدلي پښتانه ځوانان مري.

دوی لوستي، په خبره پوه او د سر ځوانان په نښه کوي، لېسټ يې د ښار په اجرتي قاتلانو چې د طالبانو په نوم فعاليت کوي، وېشي او بيا يو يو په نښه کېږي.

تر اوسه پورې په دغه ولايت کې په هدفي وژنو کې د په نښه شويو ځوانانو نهه نوي سلنه پښتانه زلمي دي چې نه يې وژونکی نيول شوی، نه يې چا د مرګ پوښتنه کړې، نه ورباندې د چا خوا شنه شوې ده.

عجيبه لا دا ده چې د ښار ډېری هدفي وژونکي تر نيول کېدو څو لحظې وروسته خوشې شوي دي.

تر دې لا نادوده دا ده چې يو پښتون ځوان چې اجرتي قاتل ورباندې د بې‌غږه تمانچې ډزې کړې وې، ژوبل شوی و او په ژوبل حالت کې يې اجرتي قاتل په سر ويشتی او وژلی دی، نيول کېږي او بيا د سلګونه زره افغانيو په بدل کې خوشې کېږي.

د حيرانتيا خبره دا ده چې دغه ځوان د پوليسو په ليکو کې هم دی، بريد د دندې پر مهال په درېشي کې ورباندې شوی او په دې تور شکنجې ورکول کېدې چې ولې يې ورباندې بريد کوونکی سړی وژلی دی.

سرخط د لنډې تېرې مودې يو لېسټ چمتو کړی، د هغو ځوانانو نومونه پکې راغلي چې چې د همدې هدفي قاتلانو تر بريدونو لاندې راغلي دي، دغه نوملړ مشت نمونه خروار دی؛

شهيد محمد ظاهر د ده‌یک اوسېدونکی، د ملي امنيت مدير و او د جنايي مخې ته پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد ښایسته خان، د قره باغ اوسېدونکی او معتمد و، په قصابي کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد حبیب الرحمن د اندړو و، هوټل يې درلود او په شلګر اډه کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد جنت ګل د میدان وردګو و، د قومانداني د تخنيک کارکوونکی و، له مات‌پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد عبدالحکیم د اندړو و، پوليس و او له مات‌پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد عبدالباقي د میدان وردګو و، ټرافيک و او له کلاه سبز سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد محمد رسول د اندړو و، له فرخي څلور لارې سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد عبدالله او شهيد میر حبیب د اندړو وو، شهيد عبدالحق د قره‌باغ او شهيد محسن د پکتیکا و، دوی پوليس وو او له کابل اډې سره پرې چاودنه وشوه.

شهيد اغا محمد د اندړو و، د ملي پاڅونوالو غړی و، د ټرانسپورټ رياست بغل ته پرې چاودنه وشوه.

نورالله د اندړو پاڅونوال و، له نصيب هوټل سره پرې چاودنه وشوه او پښه يې پرې شوه.

شهيد نورالدین د اب‌بند و، د ګیلان معتمد و، له شاه جهان مارکېټ سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد محمد عمر د اندړو پاڅونوال و، له سکورټ بازار سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد سردار محمد د ګېرو و، په پوليسو کې يې دنده درلوده، له سکورټ بازار سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد اسدالله د اندړو و، په ګيلان کې پوليس و، له بهلول صاحب سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد حبیب الله د اندړو و، له اولې حوزې سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد محمد جاوېد د اندړو و، پوليس و، له سکورټ بازار سره پرې چاودنه وشوه.

شهيد محمد عثمان د قره‌باغ و، د درېيمې حوزې له پوستې سره پرې ماين وچاودېده.

شهيد محمد نبي او شهيد اختر محمد د ګېرو وو، له شپږم ماموریت سره پرې چاودنه وشوه.

شهيد داد محمد د اندړو و، له شپږم ماموریت سره پرې چاودنه وشوه.

شهيد محمد بشیر د ګیلان و، د درېیمې حوزې امر و، له کلا جوز سره پرې چاودنه وشوه.

شهيد عبدالمحمد د اندړ و، په درېيمه حوزه کې پرې د ماين چاودنه وشوه.

بخت محمد د اندړو و، پوليس و، پر پوهنتون سړک پرې چاودنه وشوه او ژوبل يې کړ.

عجب خان د اندړو و، په درېيمه حوزه کې پرې چاودنه وشوه او ژوبل شو.

شهيد خدای‌داد او شهيد محمد الله د قره‌باغ وو، شهيد ښایسته خان د اندړو و، شهيد یاسین د ګېرو و، پر ټولو له سخي صاحب سره چاودنه وشوه.

شهيد محمد یحیا د اندړو د پاڅون قوماندان و، په پښتون‌اباد کې يې پر کور د بمونو بريد وشو.

شهيد عمرزی د واغظ معتمد و، په واغظ اډه کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد عبدالقیوم، د قره‌باغ، د اووم ماموریت مامور و، له کلاجوز سره ورته کمين نيول شوی و.

شهيد حمید ودان د ګيلان و، له پلان سه سره، خواجه علي مکتب ته څېرمه پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد علاوالدین ځلاند د اندړو و، د ملي اردو په کمیساري کې، له لوی پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

قدرت الله عام سړی و، له حيدراباد سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

شهيد میرزا احمد د ده یک قومي مشر و، په پښتون‌اباد کې پرې چسپکي ماين والوځول شو.

شهيد نور عالم خان د لغمان و، د اب‌بند قوماندان و، په غزني ښار کې د فرقې مخې ته پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې.

دا نوملړ له خروار څخه نيم موټ نمونه ده، درې چنده همدومره نور ځوانان چې له ولسواليو ښار ته راغلي وو، په مرموزه توګه د ښار پر سړکونو ويشتل شوي او بريد کوونکی يې په خپله مخه تللی دی.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې زيات وخت بريد کوونکي نيول شوي وي، خو چې قوماندانۍ ته لا نه وي رسول شوي، له شا د لوړپوړيو چارواکيو زنګونه ورروان وي او بريد کوونکی سرې سترګې بېرته کور ته روان شي.

د سرخط موندنې ښيي چې په غزني کې ډېری زورورو د طالبانو داړې جوړې کړې او هغه کسان ورباندې ترور کوي چې د دوی ګټې ګواښي.

د غزني د سولې شورا مخکېنی رييس خليل هوتک وايي، په ښار کې د هدفي وژنو لويه برخه د علي اکبر قاسمي داړه‌ماران کوي.

علي اکبر قاسمي هزاره دی او په پارلمان کې د غزني د خلکو استازيتوب کوي.

هوتک سرخط ته وويل، هر پښتون که د خپل قوم او ژبې خبره کړې، په غزني ښار کې ترور شوی دی.

د ده په خبره، قاسمي له ايرانه وسلې راوړي او په طالبانو يې وېشي او طالبان بيا د دې په بدل کې د قاسمي په کسانو کار نه لري او په دې سربېره، ورته د پښتنو د سر ځوانان هم وژني.

سرخط ته رسېدلي مالومات په ډاګه کوي چې طالبانو د غزني له تاجکو سره هم لاس يو کړی دی او په ګډه يې د پښتنو ځوانانو د سرونو لو پيل کړی.

سرخط هڅه وکړه چې په دې اړه د علي اکبر قاسمي، طالبانو او د غزني د چارواکيو نظرونه هم واخلي، خو يو هم حاضر نه‌شول.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ د غزني په هدفي وژنو کې ۹۹ سلنه پښتانه ځوانان په نښه کېږي”
  1. د طالب دښمنان درې دي: افغانستان، پښتانه او اسلام.
    اسلام یې د قتل او خشونت او علم دښمنۍ لاره معرفي کړه. د افغانستان د ختمولو لپاره چې دوی څومره کار کوي، پدرام یې نه کوي او پښتانه خو دا شل کاله وشول چې د طالب جان له خوا قتل عام کیږي، له علم او تمدنه محروم ساتل کیږي او پلونه، سړکونه او ان روغتونونه یې په بمونو الوزول کیږي. خو بیا هم خینې ګوډاګي شته چې مستقیمه یا غیرمستقیمه دفاع یې کوي.

  2. پدې لیکنه کې د ۳۸ مظلومو شهیدانو نومونه یاد شويدي. که د پښتنو پرځای دومره هزاره یا تاجک افغانان وژل شوي وای ، نن به ټول افغانستان مظاهرو پرسر اخیستی وو. محقق او خلیلي به لا دوخته په غزني کې ناست ول او د خپل قوم د ملاتړ روژې به یی نيولې وې . خو افسوس د پښتون پرحال . هم یې علی اکبر قاسمی دښمن دي ، هم ټالیب او هم یی سیاف ، « خود کرده را درد است و درمان ني .»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *