والي هند ته په هني‌مون تللی؛
دوې مياشتې کېږي چې سرتېريو ته وسلې او ډوډۍ نه دي ورکول شوي
غزنی محاصره او لحظه په لحظه د سقوط پر خوا ښويېږي

غزنی د ګړنګ پر ژۍ ولاړ دی. جګړه د مرکز تر لمنو را رسېدلې او ولسوالۍ يو په بل پسې د طالبانو لاس ته لوېدلې. د ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې محاصره سرتېريو ته له دوو مياشتو راهيسې وسلې او خواړه نه دي رسېدلي او والي صاحب يوه اوونۍ کېږي چې هند ته له مېرمنې سره د تداوي په پلمه تللی دی.
ښايي والي را وګرځي، خو اندېښنه ده چې هغه وخت به د غزني حرم‌سرای د طالبانو په لاس کې او پر ولايت مقام د امارت بيرغ رپېږي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د غزني له ښاره دباندې پرتو پوستو او امنيتي قرارګاوو ته نه خواړه رسول شوي دي او نه هم وسلې، همالته تللي سرتېري پرله‌پسې تر محاصرو لاندې دي او تر قرارګاوو هاخوا يې ټولې سيمې طالبانو نيولې دي.

دوې اوونۍ وړاندې د ښار د کمربند اته پوستې يو په بل پسې راټولې او پر يوه ځای شوې چې په دې توګه لا ترهګرو ته، ښار ته د نږدې کېدو زمينه په لاس ورغله او د غزني مرکز نور هم د سقوط له ګواښ سره مخ شو.
همدا وړمه شپه د خواجه عمرو ولسوالي په نوبرجه کې د سيمه‌يزو پوليسو پر يوه پوسته بريدونه شوي، درې سرتېري پکې ژوندي پاتې وو چې دوه يې شهيدان شوي او يو يې ژوبل دی.
وروسته پوستې ته اور اچول شوی او پکې شته موټر او وسلې ترهګرو له ځان سره وړې دي.

څه موده وړاندې په مرموزه توګه دغې ولسوالي سقوط کړی و او پکې شته ټولې وسلې، ټانکونه او موټر طالبانو له ځان سره ځنې بېولي ول.
د غزني ښار ته څېرمه، د اندړو ولسوالي ټول کلي طالبانو نيولي، يوازې د ولسوالي مرکز د پوليسو په لاس کې دی چې هغو ته هم وسله‌وال کله د لاوډ سپيکرو له لارې، کله د خطونو په واسطه او کله د رويبارانو په خوله د تسليمي پيغامونه او د مرګ ګواښونه ورلېږي.
دغې ولسوالي ته څو ورځې وړاندې له پکتيکا څخه مرستدوی سرتېري ولېږل شول، خو نيم ساعت وروسته يې بېرته پښې سپکې کړې.
تر اندړو ولسوالي تېره شوې د غزني ـ پکتيکا لويه لاره له دوو اونيو راهيسې تړلې، د لويې لارې په منځ کې وسله‌والو کندې ايستلې او هيچا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

سرخط ته په ولايتي اداره کې ځينو سرچينو ويلي دي چې په وار وار اندړو او نورو سيمو ته له ښاره سرتېري لېږل شوي، خو هغوی تر ښار د باندې نه‌شي وتلای، د اورزو په نامه سيمې ته چې رسېږي، مجبوره شي، بېرته را وګرځي او خپلو قرارګاوو ته ستانه شي.
په اندړو ولسوالي کې وړمه شپه، طالبانو د ولسوالي عسکرو ته يو ليک لېږلی چې سرخط ته هم په لاس ورغلی دی.

په دغه ليک کې سرتېريو ته ويل شوي دي چې خپلې مېندې او خوېندې دې نه ژړوي، ځانونه دي تسليم کړي او طالبان به يې ژوندي پرېږدي.
په دې سربېره، طالبانو د ولسوالي مرکز ته څېرمه ټول کلي له خلکو خالي کړي او تر غوږ يې ورتېره کړې ده چې پر ولسوالي بريدونه کوي او نيسي يې.
د ښار بل پلو، واغظ ولسوالي ده چې له يوه کانټينر او څو له خاورو ډکو بوجيو پرته، نوره بشپړه سقوط ده.
د غزني بله ولسوالي زنخان ده چې همداسې له يوې ودانۍ پرته چې عسکر پکې محاصره دي، نوره ټوله د طالبانو لاس ته لوېدلې.
سرخط ته د په لاس ورغليو مالوماتو په اساس، د غزني د څلورو ولسواليو مرکزونه اوس په ښار کې دي. خوږياڼي، واغظ، رشيدان او زنخان هغه ولسوالۍ دي چې په غزني ښار کې يې د ولسوالي مقام ته يو کانټينر ورکول شوی او يا يې ولسوال په ښار کې هوټل پر هوټل او پياده رو پر پياده رو ګرځي.

په دې سربېره، د غزني اووه ولسوالۍ داسې دي چې يا بشپړه سقوط دي، يا په ځينو کې يوازې يوه پوسته پاتې ده چې سرتېري پکې محاصره او شاوخوا يې طالبان را تاو دي.
ناوه، ګېرو، واغظ، زنخان، رشيدان، جغتو او اجرستان هغه ولسوالۍ دي چې تقريباً د حکومت له لاسه بشپړه وتلې دي.
د غزني په مرکز کې له څه مودې راهيسې يوه وېره خپره ده او خلک فکر کوي چې لحظه په لحظه پر ښار د درنو بريدونو او سقوط امکان دی.
د ښار د لمنو پر پوستو له استثنا پرته، هره شپه بريدونه کېږي، يوازې دوې الوتکې د شپې يو ځل راځي، ټيټې تېرېږي او ګزمه کوي.

سرخط ته ځينو باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني والي، د امنيت رييس او امنيه‌ قوماندان به له وېرې د شپې په پټه له ښاره وتل او په لوا کې به يې شپه تېروله.
اوس يوه اوونۍ کېږي چې والي په همداسې بد حالت کې غزنی تر شا پرېيښی او هند ته يې پښې سپکې کړې دي.
د غزني د والي وياند عارف نوري له سرخط سره په خبرو کې وويل چې والي د خپلې مېرمنې د تداوي لپاره هند ته تللی دی.
ده ومنله چې د غزني زياتې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي، خو وايي، زړه ته يې نه لوېږي چې طالبان دې د ولايت مرکز هم ونيوای شي.

عارف نوري وايي، له يوې تر دوو مياشتو کېږي چې د ولايت لېرې پوستو او قرارګاوو ته نه خواړه رسېدلي، نه وسلې رسېدلې او همدا لامل دی چې د سيمو د سقوط ګواښ يې لوړ کړی دی.
د ده په خبره، هغه مسوول کسان هم تښتېدلي دي چې سرتېريو ته د اعاشې، امکاناتو او تجهيزاتو د رسولو مسووليت يې لاره.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *