د امريکا په مشرۍ د ناټو د غوڅ ملاتړ الوتکو پرون سهار وختي د کندوز د ولايت مقام په پنځه سوه مټري کې يو ښوونځی بمبار کړی، ښوونځی او ورڅېرمه د عامو خلکو کورونه يې ويجاړ کړي او څو تنه يې ژوبل کړي هم دي.
هغه ورځ يې په روزګان کې پر عامو خلکو بمونه ويشتي وو او تر هغه وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې همدا بمونه دي چې د بهرنيو همکارانو له الوتکو راغورځول کېږي او د ولس پر سر لګېږي.
کاشکې په دغو بمباريو کې طالب، داعش او يا بل جګړهمار په نښه کېدای، غم دا دی چې د هوايي بمباريو ټکه همېشه د خوار او غریب ولس پر سر رالوېږي.
بده خبره دا ده چې حکومت په دې برخه کې داسې ځان کوڼ، ړوند او ګونګ اچولی دی، ته به وايې، هيڅ پېښه نه ده شوې، بلکې لا خوشحاله پرې ښکاري، لکه د دوی په خوښه چې بهرنيانو د عامو وګړو کورونه ويشتي وي.
پر دې خاوره د بمونو مور وازمايل شوه، حکومت د دې پر ځای چې پوښتنه ځنې وکړي چې ولې پر دې خاوره دومره ستر بمونه غورځول کېږي، ولې دوه تنه داعشيان چې په لاسي بم هم وژل کېدای شي، په يو ټن بم وويشتل شي، ولې د يوې سپږې لهپاره بشپړ پوستين اور ته وغورځول شي، لا يې د امريکا د دغه کار ملاتړ وکړ، حتا د حکومت وياندويانو هغه افغانان وښکنځل چې پر خپله خاوره يې د دومره درانه بم غندنه کوله.
دا حکومت د امريکا په يارانه کې د جنون مرحلې ته رسېدلی دی او دغه جنون به که ژر و، يا وروسته، د ولس د ازادۍ، د هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او تماميت په مرګ تمام شي.
دا څه ډول سټراټيژيکه ملګرتيا ده چې دښمن له بيرغونو او لاوډسپيکرونو سره پر رڼه ميدان روان وي، تر ګل ترخه ورته څوک نه کوي، خو د عامو خلکو کورونه، روغتونونه، جوماتونه او ښوونځي دې په بمونو وويشتل شي. خلک دې اندام اندام شي او حکومت دې د فيل په غوږ کې خوبونه کوي. دې خلکو دې حکومت ته رايه د همدې ورځې لهپاره ورکړې وه؟
له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون لېونتوب چې د واک په اولو ساعتو کې وشو، د همدې لهپاره و؟
امريکا نه پوهېږي چې ترهګر له کومه ځايه راځي، پر کومو لارو راځي، چېرته په وسلو بارېږي او چې دلته زموږ سرتېري سخته ورباندې راولي، کومو پټنځايونو ته فنا وړي؟
امريکا نه پوهېږي چې پاکستان ترهګر روزي، ترهګري يې کاروبار دی او د سيمې پر ټولو هېوادونو بدماشي چلوي؟
امريکا څنګه پر يوه وخت هم د ترهګر هېواد او هم د ترهګرۍ د قرباني هېواد سټراټيژيک ملګری کېدای شي؟
موږ به له امريکا سره تر پايه ملګرتيا وپالو، خو دا ملګرتيا بايد له دواړو غاړو وي. که مو دښمن شريک دی، بايد په شريکه يې مخه ونيسو، داسې خو نه کېږي چې هم دې دښمن ما ووژني، هم دې ملګری پر ما بمونه وغورځوي.
دغسې بمبارۍ، خپل سرۍ او د حکومت دغسې شومه چوپيتا نه يوازې په هېواد کې د امريکا دښمنانان زياتوي، بلکې دا ولس اړ کوي چې د دې حکومت ګرېوان ته لاس ورواچوي.
دا شبکه د پاکستان د اسخباراتو له خوا کنترول کیژی چی د افغانستان او د داخل د خلقو پر منځ کی نفاق واچوی پر قندوز او ارزګان کشی هیس داسی پیشه نده سوی چی پر څير یی ملکی خلقو ته ذیان اووښتی وی مننه دا صفحه بلاک کړی تر څو زموژ ملک له داسۍ مردارو عناصرو سخه پاک سی
لطفا دقیق شی ، که کارونه او امانتونه اهل ته یی ونسپارل شی، خود سازی او خود کفایی ته کار ونشی ،ملت سازی ونشی دا رشوتخواری، دا معاملی،دا ښکرور ملت دښمنه مفسدین چی هر کال یوه ښځه کوی او اوس خارجی ښځو پسی یی پښی لوڅی کړی ، پدی بهیمی خواصو اوسنی افغانستان اومشکلات یی( پیش کله خر یاسین خواندن است)
عقل، علم او اسلام حکم کوی چی نااهلو ته امانتونه مه سپاری ، خپل کارونه خپله وکړی ،نورمو پروا نلری درباندی لوبی کوی او لن ترضی مه هیروی ، تنازع مه تکراروی چی نورهم ذلیل او شرمنده کیږی او ملی او اسلامی ګټو ته ترجیح ورکړی چی ملت مو معزز شی ،یو موټی او مرصوص صف جوړ کړی بیا شر اچوونکی جرآت د تجاوز نشی کولی او ضرورت یی نفی کیږی.