۴۰۲يمه کوټه؛
د جنوري په شلمه، ماخوستن، شاوخوا نهه نيمې بجې يوه ډله ځانمرګي د کابل انټرکانټينينټل هوټل ته ننوتل او پر خلکو يې ناتار ډزې پيل کړې.
په دغه شپه ځانمرګيو په کانټينينټل کې داسې جګړه کوله، لکه د وسلو کوم ډېپو ته چې ننوتي وي. دوی د سبا تر ماسپښينه پورې جګړه وکړه او بالاخره بريد د پنځو ځانمرګيو په وژل کېدو پای ته ورسېده.
په دغه بريد کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، هوټل وسوځېده او ځينې سرتېري هم ژوبل شول. موږ دلته په دې نه غږېږو چې څنګه چاودېدونکي توکي هوټل ته ننه ايستل شول او څنګه ځانمرګي هوټل ته ننوتل، موږ د هوټل څلورم پوړ ته خېژو او څلور سوه، دويمې دروازې ته پښه نيسو.
د څلور سوه، دويمې کوټې په اړه به مو د سرخط په تېر تحليل کې هم لوستي وي چې د دغې کوټې استوګن مساپر د پيايچډي ډاکټر، وحيد پويان و، څه باندې درې میاشتې وړاندې په پېښور کې د افغان جنرال کونسل له څوکۍ ایسته او د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسل ګومارل شوی و. دا په هيڅ صورت يوه نورماله تبديلي نه وه.
پویان په پېښور کې د خپل ماموریت له پیل سره هلته د افغان کډوالو له استازيو سره د پټو او ښکاره ناستو لړۍ پیل کړه. پخوا تر دې چې پاکستان د افغان کډوالو د را شړلو ضرب الاجل وټاکي، افغان حکومت د یوه پلان له مخې هڅه کوله، د ډېورنډ پر کرښه د نانندریو، د پاکستاني حکومت له خوا له افغان کډوالو د ابزاري استفادې او د کډوالو په منځ کې د ایايسای له خوا د طالبانیزېشن د نوي تحریک چلولو له کبله، افغان کډوال وهڅوي یا یې په حقیقت پوه کړي چې نور یې د راوتلو وخت را رسېدلی او که را و نه وځي، خپلې ټولې شتمنۍ به د پاکستاني حکومت ته وبایلي.
هغه اقدام چې څه موده وړاندې د افغان کډوالو د را شړلو په هکله پاکستان وکړ، افغان دولت د پویان پر ماموریت له وړاندې په خپل ابتکار مخ ته وړی و.
که د پویان د مهاجرت ختمولو ماموریت د ده له برنامې سره سم مخ ته تللی وای، ښايي پاکستان ته نه د سیاسي ګوزار موقع ور پاتې وای، نه به د فشار لهپاره بله موثره لاره ورسره وای، نه به د کډوالو په نوم د راټولېدونکيو مرستو په نوم د خیرات غوښتلو فشار پر نړیواله ټولنه د تطبیق وړ وای.
پويان د خپل وطن، ګل وطن کمپاين پيل کړ. هلته له مېشتو افغان طالب چارواکيو سره يې ناستې وکړې چې کورنۍ افغانستان ته را ولي او سوله وکړي، خو پاکستان وار له مخه کړ.
د پویان د ماموریت بل اړخ تر پاسني هغه چې ډېر پاکستاني استخباراتو ته خطرناک برېښېده، له پښتنو قبایلي مخورو، پښتنو سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او ځینو نشنليسټو پښتنو سره د اړیکو تارونه غځول و.
له استثنا پرته، پویان له هغوی سره ناستې ولاړې لرلې، سیاسي او حزبي مجالسو ته ورته، له ځینو پاکستان مېشتو ملایانو سره یې په خپل کارځای کې لیدنې او جدي غونډې کولې.
پویان هلته د پښتنو په منځ کې داسې سیاسي ساه پو کوله چې د ډېورند په اړه د دوی خاموشي د پښتنو د ابدي جلاوالي لامل کېدای شي.
دغه راز هغه په ډاګه کوله چې د پاکستاني استخباراتو له سیوري سېوا د قبایلو د اړیکو یو وار بیا غښتلي کول کولای شي، نه یوازې دا چې د ډېورنډ په اړه د پاکستان اقدامات خنثا کړي، لا کېدای شي د طالبانیزېشن پښتونمحوره لمبه خاموشه کړي.
دا هغه څه وو چې پویان غوښتل، خو پاکستان یې په اړه تر حد زیات حساس دی.
۴۰۲يمه کوټه او د بريد شپه؛
پويان تر بريد، تقريبا دوه مياشتې وړاندې د ولسمشر غني په امر د پاکستان کراچۍ ته د جنرال کونسل په توګه وټاکل شو، خو دوه مياشتې يې د پاکستان سفارت منلو ته غاړه نه کېښوده.
د پاکستان سفارت نه هو ويله، نه نه او همداسې دا زړه خوړېنی انتظار د بريد تر شپې پورې وغځېده.
د بريد په شپه په ۴۰۲يمه کوټه کې څلور تنه وو. وحيد پويان، احمد فرزان، حارث مومند او د طلوع ټلوېزيون خبريال عبدالحق عمري چې له ډلې يې يوازې عمري ژوندی او روغ رمټ وتلی، د مومند په لوګي تور جسد موندل شوی، فرزان پېژندل کېده نه، خو له پويان سره چې څه شوي، نن په دې خبرې کوو.
د دغه بريد او د پويان د وژنې هغه ټوټې ټوټې انځور چې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورځي او سره يو ځای کوي يې، قوي احتمال پيدا کوي چې پويان لا هم ژوندی دی.
عبدالحق عمري د بريد له شپې نېولې، تر اوسه پورې ګډې وډې خبرې کوي او هره خبره يې سل پوښتنې را ولاړوي.
موږ نن د عمري په بېکګراونډ خبرې نه کوو چې په پېښور کې يې څه کول، چا سره د تار لرلو شک ورباندې کېږي، څنګه او د څه لهپاره په هغه شپه کابل ته راغی او دفتر يې هم نه و ورباندې خبر، دروازې ته يې کوچونه څنګه کېښودل، بيا هم څنګه ځانمرګي ننوتل، پويان او فرزان څنګه اور واخيست، مومند ولې ځان وغورځاوه؟ عمري ولې حتا په لوګي تور نه شو؟ په دې اړه موږ په تېر تحليل کې خبرې کړې، نن يوازې پر دې غږېږو چې عمري څنګه ووت او پويان څه شو؟
۴۰۲يمه کوټه د هوټل يوازېنۍ کوټه ده چې چاودنه پهکې شوې ده، خو دغه چاودنه څه وخت شوې؟ د چاودنې پر وخت عمري وتلی او حارث لوېدلی و؟ که دوی يو وتلی او بل لوېدلی وي، نو حتما په دغه وحت کې پويان او فرزان شهيدان شوي، بيا چاودنه د څه لهپاره؟ که ټول ژوندي وو، نو بيا په چاودنه کې عمري څنګه بچ پاتې شو او د مومند پر بدن د چاودنې له امله زخم ولې نهشته؟
پويان دوه مياشتې په دغه هوټل کې اوسېده، څنګه يې د وتو لاره و نه مونده، خو عمري ومونده؟
عمري په خپله يوه مرکه کې وايي چې زه تر سهاره د هوټل څنګ ته ولاړ وم، خو دا نه وايې چې د هوټل په کومه برخه کې ولاړ و او څنګه ووت؟ دی وايي، تر څلورو بجو سرتېري هوټل ته را نه غلل، خو رښتيا دا دي چې سرتېري ماخوستن هوټل ته ننوتي، دغه وخت عمري چېرې و؟
يوه نوې خبره دا ده چې عمري د بريد په شپه په فرزان پسې تللی، په شهر نو کې يې موندلی، له هغه ځايه يې اخيستی او هوټل ته يې بېولی دی. دا خبره خپله عمري کړې ده.
بله نوې دا ده چې عمري وايي، پويان ته مې د بريد پر مهال وويل چې راووځه، خو ده وويل چې نه، زه د اوبو جګ مخې ته ږدم، ګيلاسونه په لاس کې نيسم، چې ځانمرګي راننوځي، په ګيلاس يې ولم. دا عقل مني چې پويان دې داسې خبره وکړي؟
تر هغه لا جالبه دا ده چې په کوټه کې د پويان جسد نه دی موندل شوی. د پويان تابوت تش خاورو ته سپارل شوی دی، نو پويان څه شو؟
څه مالومات چې سرخط ته په لاس ورغلي، دا دي چې په ۴۰۲يمه کوټه کې د فرزان جسد موندل شوی او ثابته شوې چې فرزان دی، خو د پويان جسد نهشته.
وروسته همدلته شاوخوا يوازې د کوپرۍ هډوکی موندل شوی او هغه د پويان کوپرۍ يا جمجه بلله شوې، خو بيا هم د دغې کوپرۍ ډيايناې او د پويان ډيايناې سر نه دی سره خوړلی، نو پويان څه شو؟
کانټينينټل، باغ بالا او د پاکستان سفارت؛
عمري دا نه وايي چې په کومه لاره له هوټله ووت، خو قوي اټکل دا دی چې د باغ بالا خوا ته کښته شوی دی، ځکه که د هوټل مخ ته راوتلی وای، سرتېري يې ليدل، په داسې حال کې چې دی خپله وايي، سرتېري يې نه دي ليدلي.
په پېښور کې د پويان لاسته راوړنو، پلانونو او مجلسونو او له هغه ځايه د پاکستان په ټينګار له دندې لېرې کولو او بيا دغه بريد ته په کتو سره، باور دا دی چې که دغه سړی په ۴۰۲يمه کوټه کې وژل شوی وای، هر څه همدلته د ده له جسد سره ايرې کېدل، خو پاکستان اړتيا درلوده چې بايد له دې سړي يې مالومات تر لاسه کړي وای چې په پېښور کې يې له کومو کومو طالبانو، د قبايلو له کومو مشرانو، د ډېورنډ کرښې د پورې غاړې له کومو ځوانو سياسيونو سره وليدل، هغوی څه وويل، پلان څه دی؟
د پورته يادو شويو څو ټوټو له يو ځای کېدو څخه يو انځور جوړېږي او دا انځور داسې ښيي چې پويان د بريد په شپه نه دی وژل شوی، له عبدالحق عمري سره يو ځای ايستل شوی او دا احتمال شته چې تر اوسه ژوندی وي.
د کانټينيټل شا ته باغ بالا دی، ګڼې ونې، شېلې او ژورې لري، بيا څو کوره او يو سړک ها خوا د پاکستان سفارت دی.
موږ بيا هم په ټينګار وايو چې دغه موضوع دې داسې اسانه نه پرېښوول کېږي او بايد پوښتنه يې وشي.
که عمري په حقه وي، سرخط ورځپاڼه او ټول به ورڅخه بښنه وغواړو، بښنه غوښتل اسانه دي، خو پر موضوع خاورې اړول به د دې لامل شي چې سبا به د بلې دغسې فاجعې شاهدان يوو.
که د کانټیننټل اصلي عاملان پیدا شول، په یقین وایوو چې افغان امنیت د سلو مخکېنیو پېښو عاملان موندلي دي.
سرخط ورځپاڼه
یره یو کال به لا نه پوره کیږي چې په فیسبوک داسې اوازې خپرې شوې چې پویان له خپلې اشپزې سره نوم بدی شو او بیا یې اشپزه خارج ته ولېږله، باور وکړئ چې ما هم پرې کوم څه ولیکل، خو زه چې اوس ګورم هغه هم د پاکستاني استخباراتو لوبه وه چې پویان خواره کي ته یې جوړه کړې وه او بیا یې مونږ فیسبوکیان پرې استحمار کړو. یعنې په فیسبوک هره خپرېدونکې اوازه باید سړی اول تحلیل کړي بیا پرې لیکل وکړي.
دا څومره ښه او ژور تحلیل دی
حکومت باید دا موضوع وڅېړي