د جمعیت اصلاح ډلې یو مشر ملا عبدالصبور

په کار نه ده چې ځینې غرضي خلکو ته په خپلو تبصرو او بحثونو اهمیت ورکړل شي، ځکه د هغوی د رذالت اجنډا همدا وي چې د خلکو ځان ته ورپام کړي او د اهمیت لوبه وکړي، اما د صبور ملا کیسه هغه هم هر کال د افغانستان د استقلال د جشن په ورځو کې څه تخریشوونکي اړخونه لري، یا په بله مانا د لستوڼي د مار زړه کیسه تازه کوي.

ملا صبور چې د جمعيت اصلاح د مرموز نیمه مذهبي، مکمل سیاسي استخباراتي جریان مخکښ غړی دی، تېر کال یې پر استقلال ور وبلوسل، دی په دې کې هیڅ دوه زړی نه‌شو چې د افغانستان د یو ستر تاریخي ملي ټول‌منلي ارزښت سپکاوی کوي، فکر کېږي چې په عملي سیاست کې دا د جمعيت اصلاح د پټې اجنډا لومړنی عملیاتي پاړکی و.

سره له دې چې ځوان روشنفکر او سرخلاصي نسل د صبور ملا د بد نیت په اړه د خلکو ذهنونه ښه روښانه کړل، د ملا پرازیټ یې په نطفه کې خنثا کړل، خو له بده‌مرغه د ټولو توجه د یو فرد په توګه صبور ملا ته شوه او دا ځنې هېر شول چې دا د یو مرموز جریان سیاسي اجنډا ده او هغه جریان د افغانستان په کلیو کليو کې خصوصاً په جنګ‌ځپلو سیمو کې ریښې ځغلولې دي.

په ۲۸ د اسد د سږني کال د استقلال نامداره جشن له‌پاره بیا تیاری نیول کېږي، په همدې وخت کې ورک ملا صبور یوار بیا خپل تورم ته لاس کړی او په ډېر جرات په هغومره جرات چې حتا طالب یې د خپلې واکمنۍ په ټوله دوره کې جرات و نه کړای شوای، د افغانستان د استقلال باني شاه امان الله ته توهیني بیانونه ورکوي.

ملا صبور له استقلال سره ستونزه لري، که جمعيت اصلاح؟

د دې جریان ریښې له پاکستانه خړوبېږي، هغه پاکستان چې د ملا او امي یې په یو افغان انسان باندې د ځنګندن پر وخت یو ګیلاس اوبه پیرزو نه دي، پاتې شو تاریخ او د خودۍ احساس یا د ارزښتونو درناوی.

له کله چې په افغانستان کې سیاسي شعور او بیداري وده پیل کړې، پاکستان له زرو نیرنګونو د دغسې خودجوشه او ځان پېژندنې په سلسلو پسې تبرګی او لور رااخیستي دی، خو دا کار یا د جنګ په میدان کې په طالب او داعش کوي، په دولت کې یې په جنګسالار کوي او په ممبرونو او جوماتونو یا تجمعاتو کې یې په جمعيت اصلاح کوي.

دا یوه لویه خطرناکه پروسه ده، خو زموږ هسې کله کله په ناپامي کې ورپام شي، موږ په داسې جنګ اخته یوو چې زموږ د نوي نسل پر اذهانو استعمالېدونکي باروت بېخي وینو نه.

همدا جمعيت اصلاح چې نن د غازي امان الله خان توهین کوي، په کلیو او دیني تجمعاتو کې طالبانو ته د جګړه‌مارو د جلب و جذب روزګار لري، دوی یې اماده کوي، طالب یې جنګوي او پاکستان یې چاغوي.

که تېر کال ملا صبور د قانون له اصلي مخ سره مخ شوی وای، که دولت دا مساله د یوه هېواد د ملي حکومت په توګه جدي اخيستې وای، نن به جمعيت اصلاح یا په افغانستان کې وجود نه درلود، یا به یې اوس د استقلال شعارونه پرینټ کړي، پر سړکونو ګرځول، خو برعکس صبور او امثاله زړور شول، بیا ولاړل په کوهدامن کې يې بیانونه ورکړل، کلکانی حبیب الله یې قهرمان کړ، امان الله خان یې خاین کړ او حکومت په رڼو سترګو ورته کتل.

د افغانستان بدمرغي دا ده چې خلکو یې حکومت او قضا ته سترګې نیولې وي او قضا او حکومت د معذرت غبرګ لاسونه سترګو ته نیولي دي، که د صبور ملا په غاړه کې تېر کال کړۍ اچول شوې وای، په ملي خیانت او د ملي نوامیسو په جرم یې زندان ته اچولی وای، نن به شل او سل نور صبوران نه راتودېدل.

د حکومت همدا غفلت او له ملي قضایاوو سره سطحي چلند د دې باعث کېږي چې پروسږ کال یو ملا صبور و، غلی غلی روان و، سږ شل ملا صبوران دي او کال ته به زرګونه وي او همدا صبوران به کال بل کال ته په افغانستان کې د اصلاحاتو او ارزښتونو تازه جوړېدونکې ماڼۍ په دا بل مخ کړي او افغانان به سل کاله نور ملا ته ښکنځلې کوي او په غازي یا غازي‌ماننده ارمانیانو پسې به لاس مروړي.

اوبه په سر کې پاکې کړئ، په لښتي کې چټلې اوبه تر اوبه‌خوره چټلې بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ ملا صبور او بغدادي پیر”
  1. ملا صبور په شعوري توګه د هېواد د ملی او اسلامی ارزښتونو پرضد موضیعګیري کوی. د خپل ژوند د بقا لپاره له ډېرو منحوسو څېرو سره یې لاس یو کړای ، د ګران هېواد د استقلال د شهیدانو او د تاریخ سپکاوی کوي. دوی غواړی دین مسخره او په هره برخه کې د خپلواهدافو لپاره استعمال او هيوادوالو مذهبي احساسات جریحه دار کړي.
    که څه هم اوسنی نسل تر سلو کلونو مخکې ډېر هوښیار شوی او د ملاصبور د ایدیال ملا پېر کرم شاه او ګوډ ملا تر کوناټولاندې د مځکې د ژېرېدو افسانې خلکو ته د خندا وړ دی، اما د افغانستان ملی امنیت او نور امیتی ارګانونه دنده لري چې د آی اس آی د شبکي دا مرموزه شبکه تر څار لاندې ونیسي.
    دا لاندې معلومات د پښتون وال خان له فېسبوک نه کاپي شوي چې ستاسو پام ورته را اړوو:

    Pakhtunwal Khan
    د جمعیت نا اصلاح شیطاني ډلې ځیني فکستاني او دافغانیت ضد کرایی مشران!
    یوې خبرې ته مو خیال دی ډیری یې دهیرا منډیانو زومان دي . دا لدې لپاره چې تر مرګه د هیرامنډیانو په ننګه او دلالۍ ولاړ وي .

    صفت الله قانت : د جماعت اسلامي، جماعت طلبه عربیه پاکستان په مدرسو کې روزل شوی، او د جماعت رکن دی. [رکن د هغوی بااعتماده تنظیمي مرحله ده]، پاکستانی تابعیت هم لري او کور یې په پاکستان کې، بچي یې هلته دي.
    فضل الهادي وزین : د جماعت اسلامي رکن، ښځه یې پنجابۍ، کور یې اسلام اباد کې او پاکستانی تابعیت هم لري.
    مصباح الله عبدالباقي: د جماعت اسلامي، طلبه عربیه کې روزل شوی او د دوی رکن دی. پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد G11 کې دی، بچې یې هم هملته دی.
    عبدالباقي امین: د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لری. کور یې پنډۍ کې دی، درې ښځې لري دوهمه ښځه یې پنجابۍ ده، درېيمه ښځه یې سوډانۍ ده، سوډانی تابعیت هم لري.
    رفیع الله عطا: د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد کې دی.‌
    فصیح الله: په طلبه عربیه کې روزل شوی، د هغوی رکن دی.
    مولوي عبدالصبور: د طلبه عربیه رکن، د نوښار د ضلعې امیر، پاکستانی تابعیت لري چې له هغه ځایه افغانستان ته په مېشن رالیږل شوی چې خلکو کې حرکت پیدا کړي! او داسې فکر لرې،….!!
    رحمت الله زاهد: د طلبه عربیه روزل شوی، د هغې رکن، پاکستانی تابعیت لرونکی دی، په افغانستان کې د نجم (نهاد جوانان افغانستان) رئیس دی.
    محمد هارون خطیبي: د جمعیت طلبه عربیه روزل شوی، رکن، پاکستانی تابعیت لرونکی دی، ښځه یې د المغرب ده، کور یې په پنډۍ کې دی. د جمعیت اصلاح د بهرنيواړیکو او خارجی تمویل مسؤل دی چې په افغانستان کې یې ډېر خلک نه پیژني..!
    نصیر احمد نویدي: د جماعت اسلامي روزل شوی، د دوی رکن د پاکستان د منطقوي او ستراتیژیکو څېړنو د مرکز پخوانې کارکن او اوس د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس دی !! کور یې په پاکستان کې دی.
    دوی ټول په پاکستان کې ازاد دي هیڅ نوعه بندیز پرې نشته او د جماعت اسلامي د ټولو مرکزونو او حقوقو نه ګټه اخيستلی شي. اکثره خاصې غوڼډې د دوی په اسلام اباد د جماعت اسلامي په مرکزي دفتر کې وي، او یا هم د جماعت اسلامي پورې په تړلو کوچنيو مرکزونو چې [قران هوسیز] یې بولي هلته وي…! سربیره پردې، دوی د جماعت اسلامي د مشرانو سره ډیرې قوي او شخصي حتی تجارتي اړیکې هم لري او د هغوی په هره اساسي غونډه کې د جمعیت اصلاح بیل ډسک یا مشخص ځای لري !!
    طلبه عربیه : د جماعت اسلامي پاکستان د دیني مدرسو سخت سری تنظیم دی چې ملایان په کې دي او د جماعت اسلامي د قیادت لاندې کار کوي

  2. که زما چا منلی یو مې د پدرام په وړاندې په تبصرو او غبرګونونو بندیز لګاوه، یو مې د ملا صبور غږیدا په غپیدا کې حسابوله، اصلا مونږ بیشعوره یو، چې دداسې پلیتو او فاحشه صفتو خلکو غپیدا ته اهمیت ورکوو، مونږ باید پدې پوه شو چې دوی همدا غواړي چې خلک غبرګون وښيي، ددوی له خبرو د پاچا ټیز جوړ کړي او ټوله میډیا ددوی په خبرو راوڅرخي… مونږ باید دوی ته دا امتیاز ورنکړو، حتی په فیسبوک کې د دوی د پوسټ لوستل او په هغه وخت ضایع کول د ځان سره ظلم دی او خیانت دی، پدرام پخوا څوک وو اوس مو څه ترې جوړ کړ، له یوه لاوبالي انسانه مو پخپله اتل جوړ کړ… ملا صبور به چې د هر لوی اختر وروسته د قربانیو په پوستکو پسې په کوڅو کې منډې وهلې او خلکو ورته د توسن سپ… لقب ورکړی وو، نن مو اسمان ته وخیږاوه… زمونږ تعلیم یافته ځوان نسل باید شعوري غبرګون وښيي، په سلو کې ۸۰ سلنه تاجکان تر مونږ زیات له پدرامه نفرت لري، پریږدئ، چې هماغه تاجکان یې ځواب ووايي، که مونږ د پدرام د غپیدا په غبرګون کې ټولو تاجکانو ته کنځلې کوو، په حقیقت کې هماغه تاجکان چې د پدرام دښمنان دي د پدرام په صف کې دروو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *