دا پلو د حکومت مشران د بلخ له‌پاره له خپل والي څخه ښه ورځ نه لري، ها پلو د کوټې شورا ته د هلمند ځان‌بولی والي ملامنان بلا شوی او يوه نه بله ورځ ورته ګوته څنډي.
سرخط ته د ملامنان اخوند يو ليک او يو غږيز کليپ په لاس ورغلی چې په دواړو کې يې د کوټې شورا تر اور لاندې او د امارت مشران تر ګرېوان نيولي دي.
په دغه کليپ کې ملا منان د کندوز له‌پاره د طالبان د والي ملا سلام وژل کېدل د امارت داخلي ستونزې، کشالې او د نويو مشرانو کمزوري بولي او په دې سربېره ګواښ کوي چې که امارت سم نه شي، دی به خونړۍ پرېکړه وکړي.

ملا منان د نورو جګړ‌مارو طالبانو په استازي توب ګواښ کړی، که د طالبانو په ليکو کې د بدلونونو او برطرفي لړۍ و نه درول شي، د جګړې ليکو ته پام و نه شي او د دوی اصطلاح په غنيمت کې ونډه ور نه کول شي، دی به له مجبورۍ کومه خونړۍ پرېکړه وکړي.
له څه مودې راهيسې د طالبانو ليکو درزونه کړي او اوس يې خپلمنځي ستونزې او لانجې ورو ورو پسې پراخېږي.

د طالب یاغيانو په ليکو کې له دوو مياشتو راهيسې بدلونونه او برطرفۍ پيل شوې، هغه مشران چې د دوی له فرمانو سرغړونه کوي او يا هم طالبان د هغوی له نفوذ څخه په وېره کې شي، په مرموز ډول وژل کېږي او يا هم څنډې ته کېږي.
له بل لوري د طالبانو څو ګوښه شوي مشران وايي چې د دوی مشر ملا هبة الله هيڅ صلاحيت نه لري او نه هم له وضعيت څخه خبرېږي.

“ملا هبة الله يو سمبوليک مشر دی، نه د کوټې شورا او نه هم د پېښور شورا له پرېکړو خبرېږي، بلکې ځينې وخت خو له لويو لويو پرېکړو هم بې خبره ساتل شوی وي.”
اوس تازه سرخط ته په لاس ورغلی د هلمند ولايت د طالبانو د جنګي مسوول ملا عبدالمنان له لوري خپور شوی پيغام او پرېکړه ليک په ډاګه کوي چې د طالبانو په منځ درزونه نور هم ژوند شوي دي.

په پيغام او ليک کې راغلي چې په کندوز کې د ملا سلام د وژنې يو لامل هم د طالبانو ناسمه او غيرمسوولانه رهبري ده، همدا ناسمه رهبري لامل شوه چې په کندوز کې د ملا سلام او ملګرو د راټولېدو ځای په نښه او هغه له منځه يووړل شي.

ده ويلي، اساسي کسان هغوی دي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي، خو ډېری داسې کسان شته چې د مشرۍ او رهبرۍ دعوې کوي، خو په پاکستان او نورو هېوادو کې په امن او ارامه فضا کې ناست دي، يوازې له هغو ځايونو څخه تشې اعلاميې خپروي او د جګړې له ليکو او د طالبانو په اړه هيڅ راز مالومات نه لري.
“دغو مشرانو هر ډول سياسي، مالي او نور امتيازات د امارت په برکت ترلاسه کړي، خو دوی بيا د ځينو طالب مشرانو چې د جګړې ليکې يې ګرمې ساتلې، قربانۍ يې ورکړې، د برطرفه کولو او بدلونونو خپل سرې پرېکړې کوي. که رهبري زما په ګډون د ځينو طالب مشرانو د بدلون او برطرفۍ په اړه له پرېکړو لاس په سر نه شي، په جګړه کې په تر لاسه شويو غنيمتونو کې مو ونډه را نه کړي، نو زه او د يو شمېر ولايتونو جنګي مشران به خپل دريځ په ډاګه ګړو.”

ملامنان ويلي، له ملاهبة الله سره يې مخالفت له طالبانو سره د مخالفت په مانا نه دی، خو هغه خپل مشران ننګوي چې د امارت امتيازات په بډه وهي.
ډېری طالب مشران او سرګروپان اوس له دې په اندېښنه کې دي چې د رهبرۍ ډېری کسان يې د پرديو د سياسي ګټو له‌پاره د امارت پر برخليک لوبه کوي او دوی يوازې استفاده کېږي، نو ځکه خو د امارت زوال نږدې شوی دی.

د سياسي چارو شنونکی عبدالهادي محسن وايي، د طالبانو په ليکو کې وروسته له هغه خپل سري او شخړې را پورته شوې چې پاکستان يې د مشرانو په واسطه د دوی پر سر له روسيې سره معامله وکړه.
دی زياتوي، ځينې طالبان له روسيې سره اډيالوژيکه ستونزه لري، نو ځکه نه غواړي د هغوی په ګټه وجنګېږي.
“د طالبانو پروژه نوره په ختمېدو ده، خو دا د حکومت له‌پاره يو طلايي چانس دی چې ګټه ترې واخلي. همدا طالبان په خپله ګټه وکاروي، د جګړې ليکې پرې ماتې کړي او په بله پروژه کې د استفادې مخه يې ډب کړي.”

د ملا منان هغه غږيز کليپ چې سرخط ته رسېدلی، د سرخط پر فېسبوک پاڼه يې اورېدای شئ.

#سرخط ورځپاڼه
#Sarkhat

One thought on “سرخط؛ ملا منان بيا د کوټې شورا ته ګوته څنډلې”
  1. the best way for any talibs is that. if open mind,think positive,
    put weapons on earth and stop killing of afghan brothers,
    become together with other afghans,
    start human life with famile.
    AFGHN GOVERNMENT WILL SOON CHANGE BASICALLY
    THIS COUNTRY,MANY NEW PROJECTS ARE UNDER CONSTRUCTION,
    IF WAR FINISHED,GOD IS MERCIFULL,THIS PEOPLES
    WILL FIND GOOD LIFE WITH BEST ECONOMY,
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *