عطا به هومره و اوري، څومره چې غورېده؟
عطا محمد نور نن د احمد شاه مسعود د تلين غونډې ته د بلخ له ټولو ولسوالانو د ولسوالۍ په سر د زرو کسو راوستلو فرمايش کړی دی.
د بلخ پوهنتون استادانو ته تر “غوږ” ورتېره شوې چې د شنبې ورځې غونډې ته بايد دوی او محصلين يې راشي.
پر دولتي ادارو، د محلو پر کلانترانو او نورو هم امر شوی دی چې نه يوازې دوی، بلکې هر يو بايد له ځان سره لږ تر لږه لس کسه د شنبې په ورځ سينا سټيډيوم ته راولي.
مزار شريف د هېواد له مهمو او اقتصادي ښارونو څخه يو دی، شاوخوا يو ميليون خلک پهکې اوسي، زرګونه کسان يې داسې دي چې د ورځې دومره ګټي چې ماښام پرې اولادونه ماړه کړي، خو د هغه ځای شته زورور کله کله د خپلو شخصي ګټو په خاطر درست ښار د خلکو پر مخ تړي، په رسمي ورځ کې ادارې فلج حالت ته تللې وي، نن همداسې يوه ورځ ده او اټکل کېږي چې تر ماښامه به ځينې کاروباري سيمې تړلې، د خلکو د تګ راتګ پر مخ لارې بندې او دولتي ادارې به په يوه بله رسمي ورځ هم هيڅ مراجعين نه مني.
نن د بلخ والي عطا محمد نور بيا له حکومت سره د خپلو روانو ناندريو په لړ کې د يوې پراخې احتجاجي غونډې نغاره غږولې او خلک يې رابللي چې راشي، د بلخ په مرکز کې د ده خبرو ته غوږ ونيسي.
ظاهرا دغه غونډه د جمعيت د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود د تلين په نامه جوړه شوې ده.
د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغې غونډې ته د تګ لهپاره د سفر موزې په پښو کړې، خو مالومه نه ده چې د حکومت شيک پوشه شريک به هلته د چا پر کوټه برکت وايي، د غني ننګه به کوي، که به د عطا د خوشحالولو په پار د خپلې لمنې او موقف پر سر قمار وهي.
د اګسټ په لومړۍ نېټه چې عطا په توده وينه کې له ترکيې راګرځېدلی و، په مزار کې يې د افغانستان د نجات ايتلاف يوې سترې غونډې ته پلان جوړ کړی و، په هغه ورځ درست ښار د خلکو پر مخ تړلی و، دولتي ادارې فلج وې، د ښار دوکانونو ته قلفونه لوېدلي وو او کاروبار په ټپه ولاړ و، يو قوي والي چې ځينې کسان يې امپراتور بولي، په هغې ورځ لوڅ سر سړک ته راوتلی و، خو څومره تمه چې کېده، د هغې لس فيصده خلک يې هم بدرګې ته نه وو راوتلي.
دا ځل عطا د خلکو نه راوتو ته هم پلان جوړ کړی.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د بلخ له ولايت مقام څخه د پنجشنبې په ورځ، هلته ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکول شوی دی چې د شنبې ورځې ته بايد څومره يې چې په وس پوره وي، هومره خلک غونډې ته راوبولي.
په دې سربېره، د بلخ ټولو ولسوالانو ته د حاکم حکم شوی چې لږ تر لږه بايد هر ولسوال د شنبې ورځې ته له ولسوالۍ څخه زر تنه راولي چې د استاد عطا غږ بدرګه کړي.
سرخط ته ځينو سرچينو ويلي دي چې عطا د بلخ پوهنتون ته هم حال ورلېږلی چې بايد غونډې ته يې ټول استادان او محصلين راشي، کهنه نو غږ به يې سره پورته شي.
تر دې لا بده دا ده چې د دولتي ادارو حاضري غونډي ته وړل کېږي او که څوک نه وو ورغلي، غيرحاضر شمېرل کېږي.
د ښاروالۍ له خوا بيا د محلو کلانترانو ته امر شوی چې هر کس بايد له ځان سره، له پنځه نيولې، تر لسو پورې کسان د غونډې ځای ته راولي.
د عطا وياند منير فرهاد نننۍ غونډه د خلکو خودجوشه حرکت بولي، دا مني چې له ولسوالانو، د کليو او قومي شوراګانو له استازيو يې غوښتي چې خلک دغې غونډې ته راخبر کړي، خو دا نه مني چې د بلخ پوهنتون ته يې هم سړی لېږلی.
که څه هم دغه غونډه د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلين په نامه جوړه شوې، خو قوي احتمال دا دی چې د بلخ والي به پهکې پر حکومت زړه سوړ کړي.
عطا محمد نور چې يو وخت د شمال امپراتور بلل کېده، په دې وروستيو کې يې له حکومت او ځينو کسانو سره د ناندريو او کشالو له امله پخوانی برم او دبده له لاسه ورکړي دي.
يو وخت و چې عطا به له ده سره ډغره وهل د ښامار پر ژامو لوبې او د توپانونه راپارول بلل، خو په دې وروستيو کې يې يوازې د ولايتي شورا د يوه وکيل پر غوږ زور بر شو.
عطا د زوال په دغه لړۍ کې لومړی په جمعيت کې دننه د خپلې لارې له ملګرو سره ښکر اړم کړل، بيا يې له ولسمشر سره ټانټې ژوول پيل کړل، وروسته يې له ولسمشر سره غوږ وجنګاوه او پر اجراييه رييس عبدالله عبدالله يې خوله ورپرانيسته، خو څه په لاس نه ورغلل.
وروسته عطا ترکيې ته لاړ او د دوستم د جلاوطنۍ پر غريبخانه راتاو شو، حکومت ته يې د نړولو ګواښونه وکړل، خو يو وخت راغی چې دوستم د پخواني امپراتور پر مېنه په هوا پښې کې خوځولې، پر ځمکه ورته عطا ولاړ و، خو راکښته يې نه کړای شوای.
بلاخره امپراتور د ولايتي شورا له يوه وکيل سره پښې اړم کړې، تر اوږدو ناندريو وروسته مومند غوږ وبايله او عطا د ګوشخور لقب وګاټه.
نننۍ غونډه د عطا بل مانور دی چې حکومت ته يې د زور پيمانه کولو په پار ښيي.
که چېرې د ښار پر يو ميليون استوګنو تله تېره کړو او يوازې د ولسواليو خلک چې ولسوالانو ته يې د راوستو امر شوی وشمېرو، نو د عطا په نننۍ غونډه کې بايد لږ تر لږ څوارلس زره کسانو برخه اخيستې وي.
و به ګورو چې د فقيد قوماندان پر هډوکيو دا وار څومره کسان راټولېږي. امپراتور به و اوري، که به د پخوا په څېر تش غورېدلی، هسې ورېځې راغلې او د عطا د واک پر وچکالي ځپلې ځمکه په هوا تېرې شي.
هر څه اټکل دی، خو تر ټولو قوي اټکل دا دی چې په مزار کې به نن ژوند په ټپه ولاړ وي، دولتي ادارې به ګوزڼ وهلې او خلکو ته به ميليونونه ډالره تاوان واوړي.
سرخط ورځپاڼه
د پرچمیانو په وخت کې به د ښوونځیو دروازې وتړلې شوې او زدکوونکي به ئې په زور میټڼګ او مارشنګ ته بوول۰ که څوک نه تلل نو د[ اشراراو یا بیطرفِ ـ بیشرف] په نوم یادیدل۰چې دا کار رباني او سیاف هم کړی۰ نن چې عطا(ګوش خور) دا کارکړی، نوچیرې ده د هغه دموکراسي۰ دغه کار ئې له نیکتائې او دریشي ډیر لرې دی۰
عطا دومره بې سواده دۍ چې په خپله مورنۍ ژبه یوه پنځه کلمه اي جمله کې لس غلطۍ کوي۰ ادبي خبرې خو ئې بیخي زده ندي۰ دی بیا د افغانستان د ادارې خوبونه ویني۰
آسمان سره ډغرې وهي۰