نړۍ اوس “پوليو” د پښتنو ناروغي بولي
سږ کال په افغانستان کې دوولس ماشومان ګوزڼ وهلي دي
سرخط ورځپاڼه
پوليو يا ګوزڼ اوس په نوره نړۍ کې ختمه او د خطرونو کيسې يې اوس افسانې ښکاري، خو لا هم په افغانستان کې دغه ناروغي د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ دی او هر کال پرېمانه ماشومان وهي.
په نوره نړۍ کې اوس پوليو د پښتنو ناروغي بولي، ځکه له درستې نړۍ يې لمن ټوله شوې او يوازې د ډېورنډ يوې او بلې غاړې ته د پرتو پښتنو په سيمو کې يې وايرس ژوندی پاتې دی.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، يوازې په دوه زره اوولسم کال کې دوولس ماشومان په افغانستان کې ګوزڼ وهلي چې… پېښې يې د کال په وروستۍ مياشت کې ثبت شوې دي.
د روان کال په روانه مياشت کې د کندهار په شاوليکوټ او د ننګرهار په بټيکوټ ولسواليو کې ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې دواړې سيمې تر ډېرې اندازې ناامنې او د ترهګرو تګ راتګ پکې زيات دی.
سرخط ته د رسېدليو مالومات په اساس، په افغانستان کې بيا جنوب لوېديزه او ختيزه حوزه د نورو هېواد په پرتله، د پوليو يا ګوزڼ تر جدي بريدونو لاندې ده.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ګوزڼ اويا سلنه پېښې يوازې په همدې دوو حوزو کې شوې دي.
په دغو سيمو کې پرلهپسې او اوږدې ناامنۍ، د خلکو د پوهاوي ټيټه کچه او د ملايانو او کليوالو له خوا د پوليو ضد واکسين په اړه ناسم تبليغات د دې لامل شوي دي چې د ګوزڼ وايرس پکې ژوندی پاتې شي او ماشومان ووهي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په تېرو پنځو مياشتو کې چې د کندهار او ننګرهار په څومره سيمو کې هم محيطي نمونې څېړل شوې دي، مالومه شوې ده چې لا هم په دواړو سيمو کې د ګوزڼ وايرس پراخ شتون لري.
طالب ترهګر په سيمه کې بل عامل دی چې د ګوزڼ وايرس ته يې د ژوند زمينه برابره کړې او د ماشومانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
دوی په وار وار د جنوب لوېديزې او ختيزې حوزې په بېلابېلو سيمو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پر کمپاينونو بنديزونه لګولي او ماشومان يې له دغه واکسين څخه بېبرخې کړي دي.
د سرخط د موندنو په اساس، د روان کال له فيبروري څخه تر نومبر مياشتې پورې طالبانو يوازې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کې څوک نه پرېښودل چې خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.
د کندهار او هلمند نورې ډېرې سيمې هم شته چې طالبانو پکې له تېرو کالو راهيسې د واکسين مخه نيولې ده.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې طالبان په ځينو سيمو کې چې واکسين ته اجازه ورکړي، هلته بيا په وچ زور خپل کسان د واکسين په پروګرام کې ننباسي، د دوی کسان واکسين نه ورکوي، خو پيسې يې اخلي او جېب ته يې اچوي.
په دې سربېره، هغسې چې طالبان پکې ګرځي او واکسين ته يې اجازه ورکړې وي، هلته بيا نظارت ته اجازه نه ورکوي چې وکتل شي، د ګوزڼ واکسين ماشومانو ته رسېږي، که پر خاورو پاشل کېږي.
موږ ته په لاس راغلي مالومات ښيي چې طالبان د هلمند تر کوکنارو وروسته، يوه لوړه اندازه عايد د واکسين له کمپاينونو څخه تر لاسه کوي او په دې توګه خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
دوی ښه پوهېږي چې ګوزڼ که يو ځل ماشومان ووهي، بيا يې درملنه نه کېږي او تر مرګه پورې به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي، خو بيا هم د خپلو څو مردارو روپو په بدل کې د وطن د داسې ماشومانو چې نه يې څه ګناه کړې، نه په څه خبر دي، درست ژوند ته اور ورکوي.
تر دې ورهاخوا د ډېورنډ اوږده او ناخوندي کرښه او پر دغه کرښه د خلکو اوښتل بل لامل دی چې د ګوزڼ وايروس يې ژوندی ساتلی او له منځه وړل يې سخت شوي دي.
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په روان کال کې چې په افغانستان کې د ګوزڼ څومره مثبتې پېښې شوې او يا محيطي نمونې اخيستل شوې دي، په ټولو کې د ګوزڼ واير د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې سرچينه اخيستې ده.
دغه وايرس د ډېورنډ کرښې پورې غاړه د پښتو په سيمو کې و او له دې ځايه چې ځينې کورنۍ پاکستان ته تللې، له هغه ځايه يې دغه وايرس له ځان سره دلته راوړی دی.
موږ د ژوند په نورو برخو سربېره، په دغه برخه کې هم د پاکستان له شره خوندي نه يوو.
د ماشومانو د نړيوال صندوق يا يونيسيف د پوليو د له ختمولو پروګرام د اړيکو مسوول سيد کمال شاه وايي، له پاکستانه د وايرس د راتېرېدو د مخينوي هڅې شوې دي، خو بس نه دي.
دی وايي، ډېورنډ اوږده کرښه ده او د ګوزڼ ضد واکسين کسان يوازې پر هغو لارو ناست وي چې زيات خلک ورباندې تګ راتګ کوي، خو هغه کسان چې پر نورو فرعي لارو افغانستان ته را اوړي، د هغوی واکسين سخت دی او همداسې راځي.
دی وايي، د ګوزڼ واير په توده هوا کې ښه پرمختګ کوي او د ژمي په يخ کې بيا چندان پرمختګ نهشي کولای.
د ده په خبره، اوس هم اوبه تر ورخ ډېرې نه دي تېرې شوې، که سمه هڅه وشي او د ګوزڼ ضد واکسين له پروګرام او کسانو سره خلک لاس يو کړي، دوی باوري دي چې د راتلونکي کال تر نيمايي پورې به له افغانستانه د ګوزڼ وايرس ختم کړي او بيا به د کوم ماشوم ژوند د دغې بدې ناروغي له امله نه بربادېږي.
دی وړاندې وايي، پوليو ساري ناروغي ده او له يوه کس څخه بل ته تلای شي.
په نورو عواملو سربېره، سيد کمال شاه په وايرس ککړ خواړه، اوبه، ځان پاک نه ساتل، لاس په سابون نه منځل، ماشومانو ته د مور د شيدو نه ورکول او په نس ناستې د ماشومانو اخته کېدل او هغه مهال ورته نه پاملرنه هغه لاملونه بولي چې د ګوزڼ وايرس ژوند ساتي او د ماشومانو ژوند ګواښي.
د نړۍ په کچه د ګوزڼ پر ضد مبارزه په نولس سوه او اتهاتيايم کال کې پيل شوه.
هغه مهال به هر کال په نړۍ کې درېنيم سوه زره ماشومان ګوزڼ وهل، خو پرلهپسې هڅې او سخت کار د دې لامل شو چې نړۍ اوس د ګوزڼ له واکسينه پاکه شوې او دا مهال په درسته نړۍ کې يوازې زموږ او ستاسې کورونه دي چې د ګوزڼ وايرس پکې ژوندی پاتې دی او هر کال زموږ خپل ماشومان وهي.
زموږ پر مېنو، ماشومانو او د هېواد پر راتلونکي مسلطه دغه بلا چندان زوروره هم نه ده چې مخه يې نهشي نيول کېدای، يوازې هر ماشوم ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسين ورکول، د دغه ماشوم درست ژوند له خطره باسي.
نړۍ اوس ګوزڼ د پښتنو ناروغي بولي.
سرخط ورځپاڼه
د پولیو ناروغی زمونږ جاهلو تش په نامه علماوو له لاسه مونږ ته دشرم ټکی پاتی دی
د هغو جاهلو له لاسه چی د بن لادن لپاره یی پوستین په اور واچاو او د پاکستان د خوښۍ د پاره یی د پولیو واکسین د کافرو متیازی وګڼلی. دا جاهلان دومره نه پوهیږی چی دا متیازی(د دوی په ژبه) د مکی تر دیوالونو شاته تطبیقیږی،او د جاهلانو په مدرسه پاکستان کی هم کارول کیږی خو په افغانستان کی کفردي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!!!!!!ا
دا د د پښتنو نه بلکی د طالبانو ناروغی و نمول شی. دا د جهل ناروغی ده چه د جاهلو طالبانو او د هغوی له ملایانو سره کلک تعلق لری. الله دی دوی خوار او زلیله کړی چه د پښتنو نوم یی پر دنیا بد کړ
که نړي دا بیځایه او پریمانه پیسي د پولیو پر پروګرام بندي کړي نو پولیو به ختمه سي، او که دا پریمانه پیسي را رواني وي د پنځوسو کالو نور شتون ته يي په تمه سي