سرخط ورځپاڼه
پرون ماسپښين د جلالاباد په لومړۍ ناحيه کې د شېرزي لوبغالي مخې ته د حکومت د ملاتړو پر يوه لاريون ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې شپږ شهيدان او ديارلس تنه ټپيان شول.
په شهيدانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
څو ورځې وړاندې بيا په کابل کې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلويانو پر يوه غونډه ورته ځانمرګی بريد شوی و چې ګڼ شمېر کسان شهيدان او ټپيان شوي وو.
که څه هم په نورو هېوادونو کې د سر سړي په لوی لاس پر خپلو پلويانو دغسې بريدونه يا کوي يا لار ورته هواروي او غواړي په دې توګه نه يوازې خپل مخالف لوری د خلکو تر پام بد کړي، بلکې خپل خواخوږي هم زيات کړي، خو په افغانستان کې کيسه بدله ښکاري.
دلته تر ډېرې اندازې داسې نه ښکاري چې ګواکې يا دې ښاغلي عطا پر خپلو پلويانو ځانمرګي بريد ته لاره هواره کړې وي او غوښتل دې يې په توګه حکومت بدنام کړي.
يا دې حکومت ځينو چارواکيو په لوی لاس د حکومت پر پلويانو ځانمرګي بريد ته زمينه مساعده کړې وې او غوښتل يې په دې توګه نه يوازې په وروستيو ورځو کې د خپلو سياسي مخالفانو د غونډو او مخالفتونو بازار سوړ کړي، بلکې ځان مظلوم هم وښيي.
په دغو بريدو کې تر پورته اندېښنو لوړه فيصدي د سيمې د استخباراتي شبکو د لاس لرلو امکان لري.
افغانستان په بدو حالاتو کې روان دی. له يوې خوا د حکومت پر ضد داخلي سياسي اختلافات اوج ته رسېدلي، له بلې خوا وسلهوال مخالفتونه د نورو کلونو په پرتله، سږ کال د ژمي په يخو ورځو کې هم تاوده روان دي او له بله لوري په عين حال کې د سيمې استخبارات د اوسپنې تودېدو ته په تمه ناست دي چې هسې وويني، اوسپنه ګرمه ده، ګوزار ورباندې کوي.
د سيمې استخباراتو ته چې له هرې لارې په دې هېواد کې د ګډوډيو جوړولو، د خلکو تر منځ د کرکې پيدا کولو، يو بل جنګولو او هېواد نړولو چانس په لاس ورشي، سپما نه کوي، خپل هدف ته لومړيتوب ورکوي.
دوی د افغانانو تر منځ د زي او خېل له توپيره نيولې، د ژبې او سيمې په اساس توپيرونو ته هوا ورکوي. د مذهب په اساس يې سره وېشي، د قوم په نامه يې د يو بل دښمني ته کښېنوي او چې نورې لارې ورباندې بندې شي، بيا دغسې دسيسې جوړوي.
دوی غواړي په دغسې بريدونو د حکومت، د حکومت د سياسي مخالفانو او ولس تر منځ واټنونه او يو پر بل بدګمانۍ لا زياتې کړي.
حکومت بايد د دغسې بريدونو مخه ونيسي. موږ پر ډيموکراسي اعتماد لرو او په ډيموکراسي کې د ولس هر وګړی حق لري چې خپل نظر، اختلاف او حللاره په سولهيزه توګه له نورو سره شريکه کړي.
نه بايد د حکومت سياسي مخالفان په مخالفت کې دومره خونړي شي چې خبره تر جنګه ورسېږي او نه حکومت دومره تاوده وخوري چې په پزه مچ نه پرېږدي.
حکومت مکلف دی چې د خپلو سياسي مخالفانو د غونډو امنيت هم ونيسي او د خپلو پلويانو پر غونډو او لاريونونو هم پام وساتي.
په دې توګه به مو هم خپل وګړي د دښمن له واره ژغورلي وي، هم به مو د دښمن دسيسې او شوم پلانونه تر عملي کېدو وړاندې خنثا کړي وي.
کهنه هم به مړه يوو، هم پړه.