شهيد ډاکټر نجيب الله سياستوال و، خو ځينې شخصيتونه په خپل کردار د ملي کرکټر په توګه د ملي ارزښتونو له دريځه تر سياست لوړ راوځي، ډاکټر مبارزه د سياست پر سټېج پيل کړې وه، خو د زبرځواکونو د ګټو او موخو سياليو په افغانستان کې سياسي مبارزه پر جګړو، خپلمنځي شخړو او ترهګري واړوله.
د ډاکټر اندېښنه له همدې ټکي وه چې د پرديو کرايي جګړهمار به پر کابل له ورغورځېدا د وينو لښتي وبهوي، هېواد به د غميزو پر سمندر لاهو کړي.
ډاکټر د هېواد، خلکو او ګوند قرباني شو، که ده پر هېواد، خلکو، ګوند او ګونديانو معاملو او جوړجاړيو ته غاړه ټيټه کړې وای، ښايي نن هم ژوندی وای، خو شعار او داعيه به يې مړه وای، بيا به يې له خولې وتلي توري، ټکي د وطن په دفاع کې د سرتېريو د حوصلو لوړولو او سرښندنو ملي او هېوادني جذبات نهشوای پارولای، بيا به سرتېريو د وطن د ننګ په سنګر کې د عزم او ارادې ژوندی او خوځند پيغام نه وای موندلی.
نن به د سرتېريو پر ټانکونو “سر ورکوو، سنګر نه ورکوو” شعار په هېودانۍ جګړه کې د هېواد او خلکو د دفاع هنګامه او تلوسه توده نه وای ساتلې.
زموږ سرتېريو به د “وطن يا کفن” شعار له هېواد او خلکو سره د ژمنتيا د زبات او اثبات په توګه د کاڼي کرښه نه وای ګرځولی.
تاسې وګورئ، زموږ سرتېريو او دفاعي امنيتي ځواکونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنځلس کلنه واکمني کې د ده له خولې داسې توري او ټکي نهشوای را ايستلای چې د وطن د دفاع په جګړه کې يې پر مټو او تندي تړلي، پټۍ ګرځولي او پر ټانکونو په غټو توريو کښلي وای.
د نړۍ د دويم متفکر او د پوځ د اعلی سرقوماندان په ارشاداتو کې يې داسې کوم ټکی و نهشوای موندلای چې سرتېريو دې د هېوادنۍ جګړې خوځند او ژوندی شعار ګرځولی وای.
د دې مانا دا ده چې که شهيد ډاکټر نجيب الله د وحشت تورو دېوانو په دار ځړولی، فکر، شعار او داعيه يې ژوندۍ ده، خو افسوس دغه دروند ملي ميراث نامرده او ناځوانه کړيو ته پاتې دی.
د ډاکټر نجيب الله رژيم نسکورېدل په حقيقت کې د افغانستان سقوط دی، يوازې پر يوه حکومت کودتا نه ده. يوازې د پرديو په وسلو او پيسو سمبالو جنګياليو ته د کابل تسليمي نه ده، يوازې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان تخريب او سبوتاژ نه دی، بلکې له هېواد او خلکو سره د خيانت هغه تور داغ او داستان دی چې هېواد او ملت يې د بدمرغيو او جګړو په اور اړولی دی.
د ډاکټر نجيب الله رژيم د سقوط سانحه او شهادت ښايي له همدغو زاويو وڅېړل شي.
دا د حکومت مکلفيت دی چې د شهيد ډاکټر نجيب الله رژيم د سقوط او شهادت قضيه او دوسيه د يوه مسلکي پلاوي له خوا څېړنو او پلټنو ته وړاندې کړای شي چې د ازادو او بېپرې پلټنو په پايله کې له ډاکټر او افغانستان سره په خيانت تورن ملکي او عسکري چارواکي محاکمه کړای شي.
د ډاکټر نجيب الله تلين، سياست او ملي ميراث بايد د څو اماتورو څېرو، سياسي دوکانداري و نه ګرځي.
د ده تلين، خدمتونه، مبارزه او شهادت هغه وخت په رښتيا نمانځل کېدای شي چې له ډاکټر او وطن سره پر خيانت تورن کسان، که محاکمه کېدای نهشي، لږ تر لږه پر څېرو پراته نقابونه خو يې لېرې شي.
سرخط ورځپاڼه