ولسمشر اشرف غني

ولسمشر غني پرون په ارګ کې، په څلورم ملي ښاري کنفراس کې عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنیوي پر وړاندې ځنډ ولیدل شي، یادې شوې دواړې ادارې به لویې څارنوالۍ ته ولېږدوي.

ده وويل، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له کاره سخت ناراضه دی او نور نو په هېواد کې د ځمکو غصب نه‌شي منلای.

تمه دا کېده چې په څلورم ملي ښاري کنفراس کې ولسمشر خلکو ته وښيي چې پر خپله وعده پوره ختلی، دومره ځمکه يې د غاصبانو له منګولو خلاصه کړې، دومره غاصبان يې زندان ته اچولي او دومره غاصبان يې د ده په خبره، په توپک ويشتي دي.

ده په ننګرهار کې يو وخت په خورا احساساتو او چيغو وويل، غاصبان وولئ، ژوندي يې نه پرېږدم او په کپسونو کې يې اچوم.

بيا يې په درېيم ملي ښاري کنفرانس کې تېر کال وويل چې په راتلونکي کال کې به د حکومت زياته توجه د غصب شويو ځمکو راخلاصولو ته وي.

خو دا دی کال پوره شو او ولسمشر يوازې په دې خبره خپله غاړه خلاصه وبلله چې د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له کاره سخت ناراضه دی. نور نو اسمان پورته، ځمکه لاندې، تر بله کاله او پنځم دغسې کنفرانس پورې دې د وطن خدای مل شي.

پوښتنه دا ده چې د پروستڼې وعدې تر يو کلنۍ وروسته، په داسې حال کې چې د حکومت زيات تمرکز پر غصب شويو ځمکو و، غاصبان په کپسونو کې اچول کېدل او په توپک د ويشتو امر هم شوی و، نتېجه دا شوه چې ولسمشر نارضه دی، کال وروسته به ولسمشر په ملي ښار کنفرانس کې خلکو ته څه وايي؟

په افغانستان کې ديارلس سوه زره جريبه غصب شوې ده. پر ډېرو غصب شويو ځمکو پراخ ښارګوټي، مېنې او نورې ابادۍ جوړې شوې دي. په ډېرو سيمو کې غصب شوې ځمکې په درېيم او څلور لاس په خلکو پلورل شوې دي او اوس په ډېری ولايتونو کې دومره ځمکه نه‌شته چې يا د شهيدانو کورنۍ ته ورکړل شي يا راستانه شوي افغانان ورباندې جونګړې جوړې کړي.

دا څو ورځې وړاندې د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو سوو کورنيو په شا و خوا کې افغانان چې له پاکستانه راستانه شوي وو، د خپلو پلرونو او نيکونو پر ځمکو مېشتېدو ته نه پرېښودل کېدل.

په کابل کې همداسې حالت دی. ننګرهار تر بدو بتر دی. کندهار تر نيمايي زيات غصب شوی، په بلخ او هرات کې نوره ځمکه نه ده پاتې چې غصب شي، اوس زيارتونه، هديري او قبرونه غصب کېږي او بيا پرې ودانۍ جوړېږي.

د تاريخي ابداتو په بغل کې ځمکې غصب شوې، يا پرې ودانۍ جوړې شوې او ابدو ته يې تاوان رسولی، يا ورباندې کښتونه شوي دي، اوبه پرې لګول کېږي او د ابدو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

هر ولايت څو زورور لري او هر زورور لکه ښامار چې څومره وس يې رسېدلی، هومره خاوره يې تر سينه لاندې کړې ده.

د ځمکو مافيا په افغانستان ورځ تر بلې پياوړې کېږي او چې څومره زور پيدا کوي، هومره ورسره د خلکو ژوند ترخېږي.

حکومت بايد په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. که همداسې يو کال په وعدو ورکولو او بل کال په ځان خوابدي نيولو تېرېږي، درېيم کال به وطن له پرېمانه هېوادوالو خالي وي او د پلار و نيکه پر هډوکيو به يې د خاورې وږي ښاماران تورې ژبې ښوروي.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “سرخط؛ ولسمشر به په پنځم ملي ښاري کنفرانس کې څه وايي؟”
  1. سلام
    ډیر د شرم وړ کار خو دا وه چې دکرزی د حکومت په وخت کې دولت راغی زموږ یوه برخه کې کنډواله پرانیتله په یوه داسې ځای کې چی څو نسلونو دلته په بشپړه سوکالی کې ژوند
    بل جنجال دا را برسېره کړ چې اوس به ددولت د وثیقو او ورثې کاغذونه دفتر په دفتر کې درشوت اواختلاس په لو بو کلونه وغواړی دا شو عدالت او انصاف حقوق او غصب وروسته له څو رژیمونو یو مصیبت جړ چې نه سر لری او نه بر نه عقل منی او نه منطق
    چا ته ووایو اوچا سره دحل لاره پیدا کړو

    دا غصب نوم لری او که نه ؟ل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *