ولسي جرګه

د ولس زور د خدای زور دی او د افغانستان ايکسپاير پارلمان اوس په کمزوري ځان له ولس سره ډغرې پيل کړې دي.

هسې هم ولسي جرګې د خلکو په نظر کې چندان ښه انځور نه درلود، خو د وکيلانو وروستيو خپل‌منځي ناندريو او د اکثريت ولس د تمې پر خلاف پرېکړو، د ولس استازي د ولس په نظر سپکې بڼکې کړل.

خلک اوس پارلمان ته د غلو، لنډه‌غرو، قاچاقبرو، معامله‌ګرو، غاصبانو او حتا خاينانو د يوه ناقانونه او مافيايي بانډ په سترګه ګوري.

که کوم وکيل په خپله خوښه هم کومه د ولس د تمې خلاف پرېکړه کوي، ولس نور هيڅ نه ګوري، د لوبې تر شا ورته د کومې استخباراتي کړۍ ګوتې او د وکيل د جاسوسۍ انځور سترګو ته درېږي.

له څه مودې راهيسې د وکيلانو تر منځ خپل منځي شخړې وې چې د ملت له کور څخه يې د ملت ګور جوړ کړی و او وکيلانو په‌کې لکه د قبر چينجي، يو پر بل خولې لګولې.

يوه غلا کړې، بل يې لمن پر سر ور اړولې، هغه بل د بل يوه د غلا اسناد تر څنډه نيولي او بل د بل لمن په څټ کې ور ټومبلې ده.

ولس ملامت نه دی، که وکيلان غله نه وای، څنګه يې د يو او بل اسناد پيدا کول، چې د ټولو اسناد شته؛ نو مالومه ده چې ټول غله دي. خو مهمه دا ده چې ټولو له ملت څخه غلا کړې ده.

چا يې حق خوړلی، چا يې خون کړی، چا يې ځمکه لاندې کړې، چا يې د اولادونو له خولې يوه ګوله ډوډۍ تروړلې او اوس چې ولس ته دومره څه نه دي ور پاتې چې ښاغلی وکيل صاحب يې ترې ولوټي، خپله وکيلان په خپلو کې يو بل ته داړې سپينوي.

د ولس حق خوړل د اوسپنې د نينو ژوول دي، اول دې داړې ژوبلوي، که دې داړې ژوبلې نه‌شوې، کولمې خو دې حتماً شوړوي، وکيلان اوس د کولمو په درد اخته دي.

هغه بله ورځ د نويو برېښنايي تذکرو په اړه د ولسمشر هغه فرمان رد کړ چې په تذکره کې دې د افغان او مسلمان دواړو يادونه وشي، په دې توګه يې د ښامار ژامو ته ګوتې ور وړې.

موږ پوهېږو چې په تذکره کې د افغان نوم ليکل، يا د دين او مذهب يادونه په دومره ناندريو نه ارزي، خو په دغه برخه کې د ځينو سپين‌سترګۍ انسان مجبوره کړي چې د رسۍ سر ورسره ټينګ ونيسي.

دغه موضوع اوس د ولس په ضد بله شوې ده او دا ولس چې يو وار ضد ونيسي، بيا يې د نړۍ هيڅ قوت مخه نه‌شي نيولای.

بله دا چې دا مخالفه ډله ولې د افغان له نامه سره ستونزه لري؟ دوی افغانان نه دي؟ که نه دي خو و دې وايي. مسلمانان نه دي؟ که نه دي غږ دې وکړي او که دواړه دي؛ نو بيا ستونزه څه ده چې مخالفت کوي؟ ولې د دې ولس د صبر او حوصلې ازموينه اخلي او ولې دا ولس مجبوروي چې ځينې خطرناکې پرېکړې وکړي؟ دوی دا خلک نه پېژني چې ضد يې و نيسي، بيا د هر ډول تاوان منلو ته تيار دي او هر ډول خونړۍ پرېکړه کولای شي.

نه دا ولس له تذکرو څخه د افغان په ايستلو له افغانيته وځي، نه يې اسلام ته تاوان رسېږي، خو مخالف خلک به د خپلې دغې کرکې او کينې په لمبو کې سوخړې پوخړې شي.

دوی بيا به نه په دې ولس کې د اوسېدو ځای لري، نه به يې لمسيان او کړوسيان په دې خاوره کې چا ته د سترګو پورته کولو وي.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “سرخط؛ وکيلان له ولس سره ډغره وهي”
  1. سلام ! کورمو ودان په دې ډانګ پیلوخبرو – که خدای کول ولس په دوی باور نه کوی اوداسې خلکو ته به بیا څوک رایه ورنکړی – دوی او حتی اپارلمان یې اکسپایر شوی ، اوولس ته دنخود په اندازه اعتبار نه لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *