ټزمپ

د ملګرو ملتونو دوه اويايمې عمومي غونډې ته په وينا کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ طالبان ترهګر وبلل او هغوی يې د القاعده او حزب الله په څېر وګڼل.

ښاغلي ټرمپ دغې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د دې وخت رارسېدلی چې هغه هېوادونه چې له ترهگرو ډلو سره مالي ملاتړ کوي او امن ځایونه ورته برابروي په ډاگه شي او ورسره حساب کتاب وشي.

تر اوسه پورې چې د افغانستان د نظام د دوښمنانو نيمګړی تعريف د ستونزو د غځېدا يو لوی لامل و، طالب به پر افغان او بهرنيو سرتېريو ځانمرګي بريدونه کول، خلک به یې وژل، سيمې به يې سقوط کولې او په افغانستان کې د لويه برخه جنايتونو مرتکب به طالب و، مسووليت به يې هم مانه، خو امريکا ورته د القاعده په څېر د دوښمن په سترګه نه کتل.

کله کله خو لا داسې هم شوي دي چې امريکايي چارواکيو به ویل، طالب د دوی دوښمن نه دی، دوی افغانستان ته يوازې د القاعده په وژلو او ختمولو پسې راغلي دي.

دغسې څرګندونو به نه يوازې د افغانستان د سرتېريو مورال ټيټاوه، بلکې په ټوله کې به يې درست افغان ولس هم ناهيلی کاوه.

د خلکو خپلوان به د طالب په لاس شهيدان شوي وو، طالبانو به يې کورونه ور ويجاړ کړي وو او د ژوند ټولې اسانتياوې به يې ورڅخه اخيستې وې، خو امريکايي ملګري به يې همدې طالب ته دوښمن نه وايه.

همدا ستونزه د دې لامل وه چې امريکا تر ډېره پورې په افغانستان کې د پاکستان د پرله‌پسې لاس‌وهنو په اړه د افغانانو چيغو ته غوږ نه نيو.

اوس چې امريکا طالبان هم له القاعده شبکې سره يوې ګونۍ ته واچول، کيسه بېخي پاکه شوه.

د ټرمپ خبرو ستونزه نيمه هواره کړه، دوښمن مالوم شو، تعريف شو، وپېژندل شو او پاتې کيسه هم روښانه ده چې د دوښمن دوست، هم دوښمن بلل کېږي.

د ښاغلي ټرمپ دا خبره چې نور نو په هيڅ توګه داسې هېواد نه‌شي زغملای چې ترهګر تمويلوي، روزي يې او د سر پټولو خوندي ځايونه ورکوي او بايد حساب ورسره وشي، پاکستان ته ښکاره پيغام دی چې نور يې نو د سيمې په کچه روانه بدماشي نه چلېږي.

ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسيا له‌پاره د خپلې سټراټيژي د اعلان پر مهال په ښکاره ويلي وو چې پاکستان ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړې دي او ده ته نور دا دوه مخي د زغملو نه ده.

تر هغه وروسته امريکايي چارواکيو پرله‌پسې وويل چې ترهګر په پاکستان کې خوندي ځالې لري او بايد پاکستان يې پوره له منځه يوسي.

د خوند خبره لا دا ده چې په وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزير خاقان عباسي هم وويل چې په کابل کې د ټانکر چادونې ترهګر له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو او موټر يې هم له پاکستان څخه له ځان سره بېولی و.

دا پر خپله ځان د خاقان عباسي شاهدي به پاکستان نور هم په افت ککړ کړي.

وايي، د اخيرت پر ورځ به د انسان خپل اندامونه پر دوی شاهدي وايي، د ټرمپ نوې پاليسې پر پاکستان قيامت راوستی او اوس يې خپل لومړی وزير پر ځان د اعتراف تورې ګوتې موښي.

د ښاغلي ټرمپ د دې وينا تر اورېدو وروسته نو بايد نور د پاکستان تمه بشپړه ختلې وي او پر دې به پوه شوی وي چې نه به تل ناصر خان وي او نه يې سره اوښان وي.

پاکستانيانو څو ورځې وړاندې په سيمه کې د څو زورورو هېوادونو چې د اړتيا پر مهال سترګه ور اوړي دروازې وټکولې، خو چا چندان زړه ور ښه نه کړ، اوس چې يې په سيمه کې هم ملګری پيدا نه کړ، هغه خوبونه يې هم اوبو يووړل چې د ټرمپ د رحم او زړه‌سوي په اړه يې ليدلی، دوه لارې ورپاتې شوې.

يا به سر به ږدي، يا به سر خوري.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *