ذبيح الله احساس

پاچا!

زه افغان يم، يانې د هغه سرخوړلي هېواد اوسېدونکی چې ته يې ولسمشر يې، پاچا يې يې.

پوهېږئ! در نه خپه يم.

له مشرانو مې اورېدلي و چې پخوا وختو کې به زما د ملک ستا په څېر سړی، يانې پاچا چا وليد او لاس به يې پرې ولګېده؛ نو داسې انګېرل کېده چې پر دې سړي د دوزخ اور حرام شو.

د دې انګېرنې په دې يو اړخ مې سر خلاص دی چې پاچا کومه خوا لاړ شي، نو هلته برکت شي. د هغې سيمې د خلکو ژوند له نږدې وګوري، نېمګړتياوې يې په ګوته کړي، خپل مسووليت ور په ياد شي، مهربانه شي او بيا هلته د پرمختګ له لارو سوکالي راشي.

خو نه پوهېږم چې له تېرو دريو کلونو له ما او تا سره ولې داسې کېږي؟

ته زما پاچا يې او زما انګېرنه اوس هم پر خپل ځای ده. ستا په پوهه، کار او ځيرکتيا کې مې هم شک نه‌شته، تر دې چې په رښتينولي دې لا هم ډاډه يم؛ نو بيا ولې ستا اغېز زما د ماشومتوب د پاچاهانو د کيسو په څېر نه دی.

پاچا سلامت!

پام دې وي چې دا هر څه زه د دې په خاطر نه وايم چې مات دې کړم. ته بايد مات نه شي، ځکه ته پاچا يې او باچاهان چې مات شي، نو ولسونه له ځانه سره ماتوي او ته د دې دومره لوی خيانت حق نه لرې. زموږ به درباندې زور و نه رسي؛ خو يو څوک شته چې بيا در نه پوښتنه وکړي.

ولې داسې فکر کوم، لکه ته چې زما په څېر يوازې يې او کارونه درباندې ډېر وي، خو که داسې هم وي، بيا هم ستا مسووليت دی چې ته بايد خپل کار وکړې. ځکه ته زما په څېر کمزوری او بې وسه نه يې.

ته زورور يې؛ خو وېره راسره پيدا شوې، لکه خپل زور ته چې دې پام نه وي.

ته خبر يې!

ستا له نامه سره د يوې سترې جغرافيې نوم اخيستل کېږي، افغانستان؛ د همدې جغرافيې د خلکو او طبيعت زور ستا زور دی.

په همدې در نه خپه يم چې له تا د همدې زور کارولو لاره ورکه شوې ده.

زه پوهېږم چې له تېرو څو ورځو د افغانستان پر طبيعت او خلکو د دښمن هر ګوزار ځورولی يې؛ خو حيران دې ته يم چې ولې له خپله زوره کار نه اخلې.

ستا زور له همدې خلکو سره مشوره ده، پرې غږ دی چې ته يې پاچا يې. ته يوازې د هغو پاچا نه يې چې شاوخوا دې تاو دي او ستا هره کړنه سمه بولي.

مخکې مې وويل، خدای دې مه سهوه کوه، ځکه چې ستا سهوه به زما افغانستان سهوه کړي.

زه په فېسبوک کې ډېر ملګري لرم، داسې هم په‌کې شته چې هره ورځ زما د ټولنې د هغې نيمګړتيا په اړه پوسټ کوي چې تر ټولو ډېره په ده کې وي؛ همدغسې خلک ستا تر شاوخوا هم ډېر دي چې خپلې نېمګړتياوې ورته نه ښکاري.

په دې مې سر خلاص دی چې په ځينو برخو کې بې وسه يې. خو همدا بې وسي دي په داسې هنر له ولس سره شريکه کړه چې هم دښمن خبر نه شي او هم دې ولس ډاډه کړی وي.

ستا ولس ډېر پخوا ويلي؛

جانان زما زه د جانان يم

که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

هره ورځ درته ډېر بدرنګه سياستمداران ښکنځلې کوي. پوهېږم ستا زړه غټ دی، اغېز درباندې نه کوي؛ خو زه خوار عاطفي يم، راباندې بدې لګي.

دوی د شخصي عقدو پالنې په خوند کې بند پاتي دي؛ خو دا دې مسووليت دی چې دغسې خلکو ته هم قناعت ورکړې.

زما دې ټولو اړخونو ته پام دی چې ځينې اوس هم د بغدادي پير په کرکټر کې ستا پر وړاندې ولاړ دي. ځينې بيا د اوسني دښمن دويم مخ دی. د کابل په ګرمو خونو کې د مېز تر شا په درېشي کې ناست بې‌ږيرې نيکټايي دار ګوډاګيان دي. د سولې په نامه د دښمن هرې بدې کړنې ته توجيه لټوي.

خو دا ټکی دې هېر نه شي چې اوس له ټولو کورنيو بدرنګو سياستمدارنو او بدماشانو سره د زور ازمايلو وس نه لرې. دوی مه پرېږده چې د دښمن په ناولي جام کې د مستۍ او عقدې سړونې شراب نوش کړي. رانږدې يې کړه او له بدو د ښو کار اخيستنې هنر که دې زده وي، نو همدا يې وخت دی چې کار ترې واخلې.

دغه هنر دې لږ لږ زده دی، ځينې بدماشان دې په دې وروستيو کې درنږدې کړي، پرې خبر يم.

يوه خبره دې در په يادوم چې خوا دې پرې بده نه شي. د دسترخوان ډکولو ژمنه دې راسره کړې وه؛ خو اوس يې مه ډکوه، لومړی يې راته پاک کړه، د شهيدانو وينې مې پرې پرتې دي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *