په داسې حال کې چې تورخم او سپين بولدک په قانوني اسنادو د ورغليو بېرته ستنېدونکيو پر مخ تړل شوي، د ناقانونه هغو په نامه د لسګونو افغانانو د ايستلو پرمختيا له هماغه پيله د پاکستان د نيت او ارادې په اړه شکونه راټوکولي وو.

ډېری افغانانو چې پاکستاني حکومت ۲۲ ورځې برمته کړي وو، افغانستان ته د اوښتو په موخه يې خپل اسناد پټ کړل چې د بې‌اسنادو هغو په ډله کې خپل هېواد ته د اوښتو مخه ومومي، خو  د دوی دا کار نه دی منل شوی، بلکې پاکستان يوازې د خپلې خوښې کسان په تړليو دروازو افغانستان ته اړولي دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات په ډاګه کوي چې پاکستاني استخبارات په همدغو ډلو کې طالب جګړه‌مار، ترهګر، ځانمرګي او خپل ځري افغانستان ته ننباسي، خو د افغانستان پوله ساتي ځواکونه او کميساري داسې مېکانيزم نه لري چې له مخې يې له دغو کسانو لازمې پلټنې وکړي، هويت او ماهيت يې څرګند کړای شي.

د تورخم او چمن له تړل کېدو سره پاکستاني رسنيو څو واره د لسګونو هغو افغانانو د ايستل کېدو خبرونه ورکړل چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پوليسو له‌خوا نيول شوي.

په داسې حال کې چې تورخم او سپين بولدک په قانوني اسنادو د ورغليو بېرته ستنېدونکيو پر مخ تړل شوی، د ناقانونه هغو په نامه د لسګونو افغانانو د ايستلو پرمختيا له هماغه پيله د پاکستان د نيت او ارادې په اړه شکونه راپورته کړي وو چې دا ولې په تړليو دروازو افغانستان ته راپرېښودل کېږي.

ډېری افغانان چې پاکستاني حکومت دوه ويشت ورځې برمته کړي وو، افغانستان ته د اوښتو په موخه يې خپل اسناد پټ کړل چې د بې اسنادو هغو په ډله کې خپل هېواد ته د اوښتو مخه ومومي، خو دغه شمېر افغانان د ناقانونه هغو په ډله کې شامل نه کړای شول چې د اسنادو نه لرلو له امله پوليسو نيولي، د تورخم او سپين بولدک له تړل کېدو سره يې وار په وار افغان لوري  ته سپارلي دي.

د سرچينو په خبره، دغه ډلې چې پر تورخم او بولدک افغان اړخ ته سپارل کېږي، بې‌له دې چې افغان پوله ساتي ځواکونه يې په اړه لازمې پلټنې تر سره، اړين مالومات او کوايف ترلاسه کړي، د خواخوږۍ د جذبې تر مخ سم لاسي پرېښوول کېږي چې له کوم ځنډ او تامل پرته خپله مخه نيسي، ځکه خو دا نه شي جوتېدای چې دوی په رښتيا د افغانستان تابعيت لري، په رښتيا هم د اسنادو نه لرلو له امله نيول شوي، دوی په پاکستان کې له کومه وخته د څه له‌پاره له اسنادو پرته مېشت، په څه بوخت ول او داسې نورو اړينو پلټنو پرته له پاکستاني لوري څخه تسليمېږي، ځکه خو نه شي کره کېدلای چې دغه کسان له يوې مخې د اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي، که پاکستان د ترهګريزو موخو له‌پاره طالب جګړه‌مار، ترهګر او ځانمرګي په دغو ډلو کې ځای پر ځای کړي دي؟

سرخط ته رسېدلي مالومات په ډاګه کوي چې پاکستاني استخبارات په همدغو ډلو کې طالب جګړه‌مار، ترهګر، ځانمرګي او خپل ځري افغانستان ته ننباسي.

له بده بخته چې د افغانستان پوله ساتي ځواکونه او کميساري داسې مېکانيزم نه لري چې له مخې يې له دغو کسانو لازمې پلټنې وکړي چې هويت او ماهيت يې څرګند کړای شي.

په داسې حال کې چې پاکستان په پاسپورټ او وېزه خپل هېواد ته د ورغليو افغانانو پر مخ د وتلو دروازې تړلې وې، څرنګه کېدای شوای د اسنادو نه لرلو له امله هره اوونۍ لسګونه کسانو ته د تورخم او بولدک دروازې پرانيستل شوې وای؟

پوځي شنونکي په دې باور دي، افغان حکومت، سرحدي کميساري او پوله ساتي ځواکونه بايد دغه ګواښ ته جدي پام وکړي، هغه کسان چې د پاکستان له خوا د اسنادو نه لرلو له امله افغانستان ته اړول کېږي، بايد په هر اړخيزه کچه وارزول شي، له اړينو پلټنو او خپلو مالوماتو له کره کولو وروسته يې د تسليمولو چارې بشپړې کړي.

پوښتنه دا ده چې پاکستان څرنګه د اسنادو نه لرلو له امله نيول شوي افغانان په تړليو دروازو افغانستان ته اړوي، خو په پاسپورټ او وېزه د ورغليو هغو پر مخ د وتلو دروازې تړلې ساتي؟

طالب مشران په کوم لاسوند په پاکستان کې مېشت دي، د دوی پاسپورټونه، وېزې چا اجرا کړې دي؟

پاکستان بايد له ټولو ړومبی هغه طالب مشران افغانستان ته وسپاري چې له پاسپورټ، وېزې او کډوالۍ له اسنادو پرته له کلونو په پاکستان کې مېشت دي.

که اړينې پلټنې تر سره شي د اسنادو نه لرلو له امله افغانستان ته په اړول شويو کې به هرو مرو د ترهګرو او ځانمرګو پل وموندل شي.

دا سمه ده چې په دغو کسانو کې به يو شمېر افغانان په رښتيا هم د اسنادو په نه لرلو نيول شوي وي، خو د دغسې ډلو په اړولو کې د ترهګرو، طالب جګړه‌مارو او ځانمرګو د لېږد هغه راز پټ دی چې پاکستان په دې وروستيو کې د افغانانو او افغانستان پر ضد پلان کړی دی.

#سرخط ورځپاڼه
#Sarkhat

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *