د کرزي د واکمنۍ وروستۍ مياشتې وې چې د غزني په شيلګر کې ځوانانو پر طالبانو وسلې را واخيستې، سيمې ته راغلي پنجابي، وزير، عرب، طالب او نور جګړه‌مار يې يا ووژل، يا يې ژوندي ونيول او د اندړو سل کلي يې ورڅخه پاک کړل.

هغه مهال د اندړو ولسوالۍ تر لېرې پرتو کليو پورې پر کورونو ملي بيرغونه رپېدل، په ګېرو کې هم ترهګرو له ډاره سر نه‌شوای پورته کولای، د غزني په ښار کې هم د پاڅون له برکته قراري وه.

هغه مهال د غزني ځينې پخواني توپکيان چې د طالبانو له ډاره غزني ښار او کابل ته تښتېدلي وو، شيلګر ته ولاړل او هلته يې داسې وښووه چې ګواکې د طالب پر ضد پاڅون د دوی په فرمايش شوی، له بلې خوا يې له دننه د پاڅون په ځپلو پيل وکړ.

دوی د پاڅون د سر ټول هغه ځوانان يو په بل پسې په نښه کړل چې پوهېدل سر اخلي او وروسته به د دوی په امر ژوند نه کوي.

پاڅونوالو ته د حکومت نه پاملرنه بله بدمرغي وه چې پر سيمه راټوکېدلی پسرلی يې په هماغو اولو شپو کې مړژواندی کړ.

وروسته د ډاکټر عبدالله ډلې د په ځان پسې د حيران ولس سر ته پراټې لټولې، هغه مهال يې لا د راتلونکيو ټاکنو تمې اخيستې وې، د اندړو د امنيت مدير او امنيه قوماندان يې يو په بل پسې له دندو لېرې کړل، دسيسې يې ورته جوړې کړې او اوسنی ولسوال چې د هغه مهال پاتې دی، دی يې په واک کې پرېښود.

قاسم دېسيوال که څه هم په دې تېرو څو ورځو جګړو کې لږ خپل انځور سم کړ، خو په اصل کې د همګرايانو له‌پاره مهم کس دی.

په وار وار ورباندې له طالبانو سره د ګوتو پټولو ثبتونه راټول شوي دي او په شيلګر کې پر ځوانانو د ډېرو خونړيو بريدونو تر شا د ده دسيسې افشا شوې.

د شيلګر خلکو يوازې د خپلې سيمې د ساتلو په موخه، په دوه کاله کې تر پنځه سوه ډېر ځوانان بايلودل، ګڼ شمېر کورونه يې وسوځول شول، کورنۍ يې خيرات ته مجبوره شوې، يو لښکر يتيمان يې تر اوسه په پرديو نغريو تاوېږي، هغه مهال يې سل کلي له طالبانو پاک کړي وو، خو همګرايانو دا هر څه د يوې شومې تمې له‌پاره اور ته وغورځول.

د اندړو مخکېنی امنيه قوماندان لطف الله کامران چې د پاڅونوالو د ډلې او ملاتړی و، په دې تور له دندې لېرې کړای شو چې په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د عبدالله عبدالله په ګټه د هغه د يوه کمپاينر معلم عبدالرحمن د درغلۍ او د صندقونو د ډکولو مخه نيولې وه.

ځايي مشر او د همګرايانو د ټيم غړي جبار شلګري ترې غوښتي وو چې له دغه کمپاينره دې بښنه وغواړي، که نه نو له دندې به يې لېرې کړي، امنيه قوماندان بښنه و نه غوښته؛ نو ځکه خو ورته دوسيه جوړه شوه او له دندې ګوښه کړل شو.

 همګرايانو له هماغه مهاله هڅه کوله چې په ولسواليو کې له ولسواله نيولې، د امنيت تر امر او قوماندانه پورې او په ښار کې له امنيه قوماندانه نيولې، تر والي او نورو پورې داسې کسان ځای پر ځای کړي چې په راتلونکيو ټاکنو کې د دوی پر ګټه درغلۍ وکړي او په خپل دغه پلان کې تر اوسه پورې ښه بريالي روان دي، خو ولايت او ولس يې لکه د قربانۍ اوښ اووه ځايه حلال کړی دی.

د دوی ناکردې وې چې پاڅون ټوکر ټوکر شو، سيمې يو په بل پسې له لاسه ووتې، په غزني ښار کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلې او هغه ولسوالي چې يو وخت يې په اخېرې کليو کې هم پر کورونو ملي بيرغ رپېده، درې څلور ورځې وړاندې سقوط وه.

د غزني اوسنی بې‌کاره والي چې له پکتيکا څخه د خپلې بې‌کفايتۍ له امله وشړل شو، د همګرايانو په زور په غزني کې والي شو او اوس ورته د ولس او سيمې تر ګټو زيات، د محمد خان فرمايشونه مهم دي.

امنيه قوماندان د محمد خان، شلګري او حسيني په خواهیش او فرمایش اتل سرتېري بې‌وسلې کوي او د همدوی په فرمايش سيمو ته امنيتي مسوولان ټاکي.

اوس تازه همګرايانو د والي او امنيه قوماندان په زور غزني ته يو شوم پلان جوړ کړی چې ډېره برخه يې عملي شوې او لا هم ورباندې کار روان دی.

په دغه پلان کې ټول هغه سرتېري او مشران يې له پښتون‌مېشتو سيمو شړل کېږي چې د همګرايانو نه دي خوښ او په دې توګه د را روانو ټاکنو له‌پاره په سيمه کې ځان ته ميدان خالي کوي.

د اندړو له‌پاره د دوی ځانګړی امنيه قوماندان ټاکل شوی، ولسوال د دوی د خولې سړی دی او پاتې نور کسان چې د دوی ورڅخه سترګه سوځي، يو هم په دغه ولسوالي کې نه پرېښودل کېږي.

مقر، قره‌باغ، ګیلان، زنخان او ګېرو ولسواليو ته يې نوي کسان په پام کې نيولي او ژر به له زړو مسوولانو څخه دغه ولسوالۍ د خپلو کسانو له‌پاره تشې کړي.

همګرايانو د غزني قره‌باغ ولسوالي ته د محمد اعظم په نامه خپل يو کس د سيمه‌يزو پوليسو قوماندان وټاکه چې تر اوسه يې پرېمانه جنايتونه کړي او يوازې د محمد خان ګټو ته وفادار دی.

دغه کس د قره‌باغ د خونيانو د سيمې دی. ده په ولسوالي کې واک ته له رسېدو سره سم، خپل ځينې ورڅېرمه کسان يا طالبانو ته په لاس ورکړل يا يې نورې دسيسې ورته جوړې کړې.

د بلوڅ او تور جان په نامه د سيمه‌يزو پوليسو قوماندانان د همدې ناکردو په پايله کې شهيدان شول.

همدې ولسوالي ته د همګرايانو له خوا اوس پر يوه نوي امنيه‌ قوماندان هم کار روان دی چې د زاړه ځای ونيسي.

د همګرايانو دغه ډله کسان له طالبانو سره هم اړيکې لري، اختر په اختر جامې ورته جوړوي، پيسې ورکوي او په ځينو حالاتو کې خو وسلې هم ورته سپاري.

اب‌بند ولسوالي ته يې د عبدالله غروال په نامه د محمد خان يو پخوانی باډيګارډ د امنيه قوماندان په توګه لېږلی.

دغه کس ته په کابل کې جعلي ترفيع‌ګانې جوړې شوې او نږدې ده چې اب‌بند سقوط ته ورسوي.

په دې سربېره يې د غزني په معارف رياست کې هم غوبل جوړ کړی دی او هغه کس چې د دوی خوښ نه وي، که هر څومره تکړه وي، د مقررېدو امکان يې نه‌شته.

دا هر څه د همګرايانو او پخوانيو جهادي توپکيانو له خوا، يوازې د راروانو ټاکنو له‌پاره روان دي، خو په بدل کې يې د عظمتونو او ننګونو يوه پراخه سيمه سقوط کوي او ولس يې په ژوندوني د محشر د صحنو شاهد دی.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *