افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي. په افغانستان کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي

حکومت د سوال په اوبو ژرنده چلوي

د کوکنارو کرکېله تر جنګ وروسته د افغانانو له‌پاره دويم ستر سرخوږی دی چې هم د هېواد او خلکو امنيت ګواښي، هم پرې د نظام دښمن پايي، هم په نړيواله کچه افغانستان بدناموي.

تر لاسه شوي مالومات ښيي چې د کوکنارو د کرکيلې او پلور له لارې هر کال مليارډونه ډالر کښته پورته کېږي او لويه برخه يې بېرته د نظام او خلکو پر دښمني مصرفېږي، په پيسو يې طالبان تمويلېږي او جګړه په همدې توګه ورځ تر بلې دوام کوي.

په کار خو دا وه چې د دومره ناوړه کرکېلې پر ضد حکومت تر خپل وس هم زياتې هڅې کړې وای چې مخه يې نيولې وای، خو ښکاري چې حکومت د سوال په اوبو ژرنده چولوي، يا لور په لوټه تېروي او يا لوټه ږدي او تر اوبو پورې وځي.

کندهار تر هلمند وروسته د افغانستان په کچه د کوکنارو د کښت تر ټولو لویه برخه جوړوي، خو په دغه ولايت د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاين د قرض په پيسو کېږي او بده لا دا چې دغه قرضونه بيا ادا کېږي هم نه.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، سږ کال د کندهار په يوولسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو، خو پر ضد يې کمپاین په پور شوی دی.

په کندهار کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې له ریاست څخه سرخط ته رسېدلي اسناد ښيي چې سږ کال په دې ولایت کې پر دېرش زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت يوازې د زر هکټاره کوکنارو د اړولو خواهش کړی و، هغه هم داسې چې پيسې يې نه دې ورکړې.

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وايي، د مرکز له لوري يوازې د کاغذ پر مخ د کمپاینونو له‌پاره پیسې منظور شوې، خو حواله شوې نه دي.

دی وايي، له همدې امله د کندهار سږنی د کوکنارو اړولو کمپاین په پور شوی دی.

د کوکنارو د اړولو کمپاين له‌پاره د هرې ولسوالۍ پر سر شاوخوا اوو ټراکټرونو، تر شلو پوري کارکوونکيو، تېلو، ډوډۍ او نورو امکاناتو ته اړتيا ده.

د کندهار د نشه‌يي توکيو پر ضد د مبارزې ريیس ګل محمد شکران وايي، کاشکې يوازې سږ کال داسې شوي وای، هر کال همداسې کېږي او دوی په پور کمپاین کوي.

د ده په خبره، له پټرول پمپونو يې په پور تېل اخیستي، له بزګرانو يې ټراکټرونه اخیستي، خو اوس پیسې نه ورکول کېږي.

شکران وايي، سږ کال د وزارت له خوا یوازي زر ډالره د کاغذ پر مخ ورته منظور شوي وو او دوی څوارلس ورځنۍ کمپاین په پور وکړ.

هغه زیاتوي چې نه یوازې ملکي پوروړو په تکلیف کړي، بلکي د دولت د انحصاراتو اداره هم خپل پور ورڅخه غواړي، خو دوی هیڅ په لاس کې نه لري.

د کندهار د لوېدیزې ولسوالۍ پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزی هم وايي چې کمپاین يې په پور کړی او دې کار پر دولت د خلکو باور زیانمن کړی.

هغه وايي، خلک د امنیت په برخه کې زیات ورسره همکار وو، خو د کمپاین پر مهال يې د پور د نه ورکړې له امله هغوی داسې انګېري چې دا کمپاين يې په زور ورباندې کړی او یا يې پيسې سیمه‌يیزو چارواکيو خوړلې دي.

د ولسوال په خبره په سږني کمپاین کې يې تر پنځو لکو افغانیو پورې لګښتونه کړي، تېل، کاریګر او ان د نانوایي د ډوډۍ پيسې پرې پاتې دي.

تر لاسه شوي مالومات ښيي چې د کندهار له لوري په وار وار مرکز ته تر غوږ ورتېره شوې چې پوروړيو په تکليف کړي او سهار او بېګا يې په دروازو ناست وي، دغه لږه اندازه پيسې چې ورته منظورې شوې، دا دې ورکړي، خو په کابل کې يې چا په خبره غوږ نه دی ګرولی.

هڅه مو وکړه دا ستونزه په کابل کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې له وزارت سره هم شريکه کړو، خو څوک خبرو کولو ته تيار نه شول.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *